د استرالیا حکومت په تیرو پنځو کلونو کې له خپلو سمندري توقیف خونو د ناروغه کډوالو استرالیا ته د لیږدولو مشورې چې د ډاکټرانو لخوا ورکړل شوي وې له نظره غورځولي او د کډوالو روغتیا ته یې کومه جدي پاملرنه نه ده کړې.

د یوه نوي رپوټ موندنې ښیي چې په سمندري توقیف خونو کې کډوالو او پناه غوښتونکو آن تر پنځو کلونو انتظار ویستې ترڅو استرالیا ته د درملنې لپاره یوړل شي.

دغه رپوټ وايي، دا په داسې حال کې ده چې د ډیری دغو ناروغو کډوالو په هکله په توقیف خونو کې د استرالیا د حکومت لخوا موظف شوو قراردادي ډاکټرانو هم حکومت ته د هغوی د انتقال سپارښتنه کړې وه.

استرالیا کې د کډوالو ملاتړ کوونکو کړیو او روغتیايي ډلو تل د استرالیا حکومت په دې تورن کړې چې سمندري توقیف خونو، مانوس او نایرو کې یې د کډوالو په وړاندې د روغتیايي مراقبت خطرناک او آن وژونکی تګلاره په لار اچولې.

همداشان د دغه هیواد په پارلمان کې یو شمیر مخالفو ګوندونو او خپلواکو استازو هم د دې چمتووالې ښودلې چې د حکومت به خلاف او د هغه لایحې په حق کې به رایه وکاروي چې له مخې به یې آن تر زرو زیات کډوال او پناه غوښتونکي له سمندري توقیف خونو څخه استرالیا ته د درملنې لپاره انتقال کړل شي.

خو په ځواب کې د استرالیا حکومت خبرداری ورکړی چې دا کار به د استرالیا د کډوالو په وړاندې دریځ او شته پالیسي کمزوری وښایي او ممکن قاچاق کوونکې ډلې ترې د بازار موندې په توګه استفاده وکړي.