نوی کال
دنوي کال شپه وه
باد نه لګیده
خو نری نری باران وریده
اسمان دتورو وریځو شاته پټ وه
دسپوږمۍ ستورورڼا ځمکې ته نه رسیده
توره تیاره وه
لارې هم نه ښکاریدې
دڅانګو څڼې لمدې
اوڅاڅکي څاڅکي بیا تری لاندې څڅیده
چوپتیا خپره وه
ونې چوپې غرونه چوپ وه
یواځې دسیند شور تر غوږو رسیده
ښه مې په یاد دي
پلار مې کیسه کوله
دکلي لوې جومات کې
دماخستن دلمانځه
نه وروسته ټولوخلکو
لاسونه لپه کړل
ملاجان ټوله عربي ویلې
کله ېې پښتو کله یی دري ویلې
ویل یی خدایه نوی کال دارامۍ کال کړې
د خوشحالۍا وسوکالۍ کال کړې
دثبات او قرارۍ کال کړې
دلته اولس کې اخوت راولې
دخلکومنځ کې محبت راولې
بیا د قومو تر منځ وحدت راولې
اوږده دعا یی وکړه
خلکو د زړه له کومي
امین وویل
خو دغه کال ډیر خونړی کال وه
ډیر خونړی کال وه
اسلو ناروې