نظم

د افغان په نامه ویاړو او ملي ګټو ته ژمن یو
مونږ د سولې آرمانجن یو
مونږ د سولې آرمانجن یو

خدای، وطن او خپله دنده
ورته ژمن په ورینه ټنډه
خپله دنده کې صادق یو مونږ عسکر ددې وطن یو
مونږ د سولې آرمانجن یو
مونږ د سولې آرمانجن یو

مونږه ستوري د آسمان کړې
هم مو سیال ددې جهان کړې
خدایه هیلې مو پوره کړه، خدایګو مونږ ډیر هیله من یو
مونږ د سولې آرمانجن یو
مونږ د سولې آرمانجن یو

خاینانو سره نه یو
مفسدانو سره نه یو
د نیکمل ځاځي خبره، په غني بابا مین یو
مونږ د سولې آرمانجن یو
مونږ د سولې آرمانجن یو