اې مسلمان افغانه!
عبدالله وردک
انګلستان - فبروری - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د پارلمان دپاره نیږدې ۴ میاشتې مخکې، انتخابات تر سره شول، او د هغو آخري نتیجه تر اوسه پورې، په سمه توګه نده اعلان شوې.
اې مسلمان افغانه!
آیا، تا په ریښتیا سره خپله رأیه، یوه پاک مسلمان افغان ته اچولې وه، او کنه؟!
که چېرې، تا د خپلې شخصي ګټې په خاطر، له دغه امانت سره، خیانت کړی وي، نو ته باید، لومړی له الله(ج) څخه، او بیا له ټول مظلوم ولس څخه معذرت وغواړې، او توبه وباسې، چې بیا به، له دغه امانت سره په ټول ژوند کې خیانت نکوې، او خپله امانته رأیه به بیا، په راتلونکي وخت کې، د پاک مسلمان افغان دپاره پکاروې.
همدارنګه، که چېرې تا خپله رأیه، یوه پاک مسلمان افغان ته اچولې وي، او له هغه سره، بیا خیانت شوی وي، نو پدې کې، بیا ستا ګناه نشته، او هغه څوک به د هغو ځواب الله(ج)، او دغه مظلوم ملت ته ورکوي، چې د ستا له امانتې رأیې سره یې خیانت کړی دی.
د یادولو وړ ده، چې ځینې خلک د الله(ج)، له عذاب څخه نه ډارېږي، او د هغو په قسمونو باور کول، ډېره بې عقلي ده. نو باید د هغو د خیانت، د مخنیوي لپاره، ټولې جایزې وسیلې پکار واچول شي.
که چېرې پاکو او پوهو خلکو، پارلمان ته، لاره پیدا کړې وي، نو د هغو ګټه به ان شاءالله ټولو مسلمانو افغانانو ته ورسیږي، او که چېرې، خدای مکړه، خراب خلک، په پارلمان کې ځای ونیسي، نو هغه به بیا کلونه، د ټولو ښو او غیرتمنو افغانانو، د شرم او خجالت سبب وګرزي.
ګرانه او قدرمنه مسلمان افغانه!
د ۱۳۹۷ کال، د مرغومی دېرشمه نېټه، د ولسمشرۍ دپاره، د نوماندانو آخرینۍ ورځ وه. ټول انتخاباتي ټیمونه، یو پر بل پسې اعلان شول. پدغه ټیمونو کې، بغیر د یوه ټیم څخه نورې ټولې پخوانۍ څېرې دي، او د هغوی ټولو پخواني کارونه او نیتونه، د افغانستان مسلمانانو ته ښه معلوم دي، چې ګمان کوم چې نورې تشریح ته ضرورت نلري.
نو اوس تا مسلمان افغان ته پکار ده، چې ته خپله امانته رأیه سمه وکاروې!
الله(ج) خپل بنده ته، د انتخاب، ټولې لارې او شرایط برابروي، تر څو د کوم عذر سوال پیدا نشي.
که پدغه ټیمونو کې، داسې څېرې وینې، چې پدغه ۱۸ کلونو کې یې، دغه مظلوم ولس ته، د اسلام په رڼا کې، خدمت کړی وي، او د آزادۍ دپاره یې هلې ځلې کړې وي، نو هغه د خپل اسلامی وجدان پذریعه، په ګوته کړه، چې ټول افغانان یې وپېژني، او د الله(ج) په خاطر، هغه چاته خپله امانته رأیه ورکړه، چې دغه ملک او مظلوم ولس ته یې تر اوسه خیانت نه وي کړئ.
اې مسلمان افغانه!
ته کولای شې، چې د خپل رب په کمک، د خپلې رأیې پذریعه، دغه ناورین ته د پای ټکی کېږدې، او ته هغه ټیم ته خپله رأیه ورکړې، چې هغه په ریښتیني ډول سره، د دغه ملک آزادي، او تلپاتې اسلامی سوله غواړي.
هېره د نه وي، چې که څوک خپل ځان ته دوکه ورنکړي، نو پدغه ټیمونو کې، انتخاب ډېر آسانه کار دی، او دا ځکه، چې ټول ټیمونه او د دوی کړنې، د لمر په شان، مسلمان افغان ولس ته واضح دي. دا پدې معنا، چې اوس خبره په تا پورې تړلې ده، او هغه دا چې، آیا ته به اسلام ته، او یا شخصي باطلو ګټو ته اولیت ورکړې؟!
د یادونې وړ ده، چې په هر مسلمان افغان، باندې لازمه ده، چې هغه نوماند ته خپله امانته رأیه وکاروي، چې هغه اسلامی نظام او اسلامی سوله غواړي. دا پدې معنا، چې اسلام یې، د ریښتیني اسلام په څېر، او سوله یې، د اسلامی سولې په څېر وي؟!
هېره د نه وي، چې د سولې خبرو، په اوسني وخت کې ښه زور نیولی، او دغه ډېر ښه کار دی. د دغه سولې په راوستلو کې باید له ډېرې پوهې، ذکاوت، او غور څخه کار واخستل شي، او کوښښ وشي، چې ټول په اسلام او وطن مین افغانان، په ګډه، اسلامي سوله، د کامیابۍ درجې ته ورسوي.
د پام وړ ټکي:
پدغه ولسمشرۍ ټاکنه کې، انتخاب ډېر آسانه کار دئ، او هغه یوازې یوه اسلامی توکل ته اړتیا لري، او هغه ټولو دروغو بهانو او عذر، ته د پای ټکی ایږدي. الله(ج) به اوس یو ځل بیا، حقیقي اسلامی څېرې، له دروغو اسلامی څېرو څخه جدا کړي، او هغه به یو ځل بیا، افغان مسلمان ولس ته ورپه ګوته کړي.
آیا د مسلمان دپاره، لازمه ده، چې د دنیوي ګټو په خاطر، اسلامي لارښوونې، ولو که د کم وخت دپاره هم وي، تر پښو لاندې کړي. ځواب په ښکاره ډول، نه، دی، او باید یو مسلمان، بغیر د شرعی عذر څخه، هېڅکله، لږ اسلامپاله ډلې ته، تر ډېر اسلامپاله ډلې، اولیت ورنکړي!
ګرانو او قدرمنو مسلمانو افغانانو!
راځئ، ټول په اسلام او وطن مین افغانان، که هغه په غرونو، آبادو، کلیو، ښارونو، د ننه، بهر، او سیاسی جېلونو، کې ژوند کوي، د اسلام تر متحد بیرغ لاندې سره متحد شو، او د دغه ملک ټولو ناخوالیو ته، د پای ټکی کېږدو.
راځئ، د قومي، ژبني، سمتي، او ګوندي، کپسول نه، خپل ځانونه را بهر کړو، او د الله(ج) په خاطر، نور د دې ملت پر برخلیک لوبې ونکړو، او په ګډه، هغه ټیم ته لبیک ووایو، چې هغه، دغه وطن، او خلکو ته یې، د اسلام په رڼا کې، وفادار و، او اوس هم وفادار پاته وي، او له ملک او خپلو خلکو سره یې نه بښونکې جفاء، نه وي تر سره کړې.
راځئ، هغه ټیم ته خپله امانته رأیه ورکړو، چې هغه په ریښتیا سره، هر اړخیزه، سولې او امنیت ته ژمن وي.
که خدای مکړه، دغه دفعه، هغه ټیم کامیاب شي، چې هغه، نه ملی ګټو، او نه سولې، او نه خپلواکۍ، او نه امنیت ته، وفادار وي، نو بیا به دغه مظلوم‌ ولس، د ډېرو کلونو دپاره، په غم اخته وي.
په پای کې، دغه ټکي ته، یو ځل بیا اشاره کوم، چې که مسلمان افغانان، خپله امانته، رأیه، سمه ونه کاروي، نو بیا د ګیله، له خپلو ځانو څخه کوي.
زه یو ځل بیا، خپل لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
والسلام. زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com