سوله د ملت غوښتنه ده ، سوله کې خیراوعزت دي، نبي كریم صلی علیه وسلم د خپلو اشدو دښمنانو سره چې مشرکین
وو او مبارک یی د اصحابو سره له مکې معظمې مدیني ته په هجرت مجبور کړي ووسوله وکړه هغه هم په داسې
حال کې چې اصحابو ورسره په شروع کې مخالفت وکړ خو نبي كریم صلی علیه وسلم د خپلې ښځې مشوره و منله
چې باید د مکې له مشرکانو سره سوله وکړي او د همغه سولی په نتیجه کې د مکې مشرکانو ایمان راوړ او مکه پرته
له جګړې فتحه شوه .
د وروستي ځل لپاره وروسته د بن د غونډې اکثریت مطرح افغاني ډلی او شخصیتونو د روسیې په فدراسیون کې
سره جرگې شوی وو او په ډیره صمیمي افغانی فضا کې یې خپل افکار سره تبادله کړل او هم یي د ملت هغه تشویشونه
رفع کړل چې د خبرو اترو څخه مخکې خوله په خوله کیدل .
ما چې تر ډیره بریده دا جرگه تعقیب کړي له اکثریت ګډون والو سره په ګران هیواد افغانستان کې د سولې لپاره
همغږۍ تر سترګو کېده ولو چې په پر بعضې موادو اختلافات موجود وو چې په راتلونکي جرګه چې په قطر کې به
وي د حل لاری به ورته لټول کېږي .
د روسیې د فدراسیون د جرگې پریکړه لیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
د ۱۳۹۷ کال د دلوی ۱۷ مه
د افغانانو خپلمنځي ناسته ماسکو
موږ د روسیې د فدراسیون د افغان تولنو له لورې د روان کال د فبرورۍ په ۵مه او ۶مه نېټه په مسکو کې جوړ شوی
د سولې په بینالافغاني کنفرانس کې ګډون کوونکي او خواوې د هېواد اوسني وضعیت او د سولې لپاره وروستیو
ټوکېدلو هیلو ته په پام، دا کنفرانس چې په حقیقت کې د سولې بهیر لپاره د بینالافغاني خبرواترو تر اوسه تر ټولو مهم
ګام دی، د ځانګړي اهمیت او اهتمام کوونکي یې د ستاینې او مننې وړ بولو .
موږ په ګران هیواد افغانستان کې تلپاتی سراسري سولې ته د رسیدو، هیواد ته د بشپړ ملي اسلامی حاکمیت د اعادې،
له هیواده څخه د بهرنیو قواو مکمل وتلو، د ملي وحدت د ټینګښت، په نظام کې د افغانستان د ټولو خلکو د عادلانه
برخه اخیستنې ته د زمینې برابرولو، د اجتماعي عدالت تامین، اسلامی اساساتو او دهیواد غوره ملي ارزښتونو ته په
درناوي، په هیواد کې د تیرو څو لسیزو ترخو تجربو د تکرار د مخنیوي او همدارنګه د ټولو افغاني خواو تر منځ د
متقابل درک، درناوي او یوبل منلو په موخه د تفصیلي ژورو بحثونو په پایله کې په لاندینیو ټکو مشترک توافق لرو .
لومړی: د بین الافغاني کنفرانس ټول ګډون کونکي او خواوې بشپړه اجماع لري چې په هیواد کې تلپاتې سراسري او
باعزته سوله چې د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شونې
ده .
دویم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې په اجماع سره د بین الافغاني خبرو همه شموله او په منظمه توګه د
تداوم لړۍ اړینه بولي او توافق لري چې د هیواد پدی حساس حالت کی نوموړې ناستی په منظمه توګه جوړی شي .
دریم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې په دوحه کی د سولی روانو خبرو څخه کلک ملاتړ کوي او په
افغانستان کې د روان تحمیلی جنګ ته د پای په موخه بین الافغاني ناستې د هغې ممدی ګڼي .
څلورم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې د افغانستان په بنیادی بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونو چی د
ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولی د توافق څخه وروسته په اړینی اصلاح، خوندیتوب، او غښتلتیا ټینکار کوي .
پنځم: د کنفرانس ټول کډون کوونکی او خواوې د بین الافغانی سولی د توافق په پایله کی په افغانستان کې د تلپاتې
سولې او ثبات لپاره د سیمه ایزو او سترو نړیوالو هیوادونو همکاری او ملاتړ اړین بولی .
شپږم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې پر لاندینیو ټولیزو ارزښتونو او اصولو ټینګار کوي :
– د نظام په ټولو امورو کی د اسلام د مقدس دین د اساساتو پیروي؛
– افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ګڼل؛
– د افغانستان د ټولو اقوامو د بشپړ عادلانه مشارکت پر بنسټ د قوي او همه شمول مرکزي اسلامی حکومت پر
خوندیتوب ټینګار؛
– د ملي یووالي ټینګښت او د ټولنیز عدالت تأمینول؛
– په سیمه ایزو او نړیوالو منازعاتو کې د افغانستان بیطرفي؛
– او د دیني او ملي ارزښتونو په ساتلو سره د پرمختللې نړۍ له معیارونو سره د پالیسیو همغږي کول .
اوم: د کنفرانس ټول ګډون کونکي او خواې د سولې بهیر او ورپسې ګامونو اړوند، پر لاندینیو مواردو ټینګار کووي :
– د هیواد څخه د بهرنیو قواو بشپړ وتل؛
– په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو پر نه لاس وهنې او ګواښونو ټینګار؛
– د افغانستان له خاورې څخه نړیوالې ټولنې ته د نه ګواښ ډاډ؛
– د اسلامي ارزښتونو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقونو ډاډ؛
– د اسلامی اصولو سره سم د افغان وګړو پر سیاسي او اساسي حقونو او د بیان پر آزادی ټینګار؛
– په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر ملي او بین المللي ژمنتیا د ډاډ په ترلاسه کولو ټینګار؛
– د هیواد د بیا رغولو او پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو هڅونه او جذب؛
اتم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکی او خواوی د سولی لپاره د باور د فضا د جوړونی په منظور د ټولو خواوو له
لوری په لومړی ګام کی د هغو بندیانو پر خوشی کولو چی سپین ږیری دی، یا پر سختو ناروغیو اخته دی او یا یی د
بند موده پوره یا کمه پاتی ده، ټینګار کوی. همدارنګه د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو
ایستل او په دوحه کی په رسمی توګه د سیاسی دفتر پرانیستل د سولی د پرمختګ لپاره اړین بولی
نهم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکی او خواوې توافق لري چې په نږدی ممکن وخت کی د بین الافغاني تفاهم بله ناسته
د قطر په پلازمینه، دوحه کی جوړه شی. موافقه وشوه چی په راتلونکی ناسته کی به د سولی په نورو مهمو اړینو
موضوعاتو چی لا تراوسه پری توافق نه دی شوی، بحث وکړی .
لکه څنګه چې د افغانستان څخه د روسیه د فدراسیون جرګې ته تللو ګډونوالو اکثریتو یی د امارت اسلامی افغانستان
له وفد څخه دا غوښتنه وکړه چې د افغان شوموله خبرو لپاره د اشرف غنی د حکومت ورګډول ضروری دی .
د افغانستان څخه تللي وفد ترکیب ته که دقیق وکتل شي همدا اوس د اشرف غنی د حکومت ۵۰ فیصده اعضا د جرګې
په ترکیب کې لیدل کیږي صرف خپله اشرف غنی او یا هم د اشرف غنی اعتمادی کس نشته .
هم امارت اسلامی افغانستان او هم د اشرف غنی حکومت خاصتا" خپله ولسمشر باید د سولې له ادبیاتو استفاده وکړی
، د خپلو فردی ګټو په عوض باید د ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي او هم په خپلو هغه ژمنو عمل وکړي چی په
مخکني پړاو د انتخاباتو کی یی ملت ته ورکړې وی لکه سوله ، اشرف غنی په کراتو مراتو دا ویلي وو چې زما په
سر سوله راځي دریغ به نه کړم اوس څه وشول چې دسولې خبرو ته اوسانه او سي سانه وایی کله وایی د سولې کلي
اسلام اباد کې ده کله بیا وایی کابل کې ده ارګ زما سره دی او کله بیا وایی واشنګتن کې ده زما له انده داکتر اشرف
غنې بلکل کانفیوز دی لکه اوبه وړی ځګ ته هم لاس اچوي نیژدی ترین او وفادارترین ملګری یی له لاس ورکړي
بلکل په داسې یوه حالت کې دی لکه داکتر نجیب په ۱۹۹۲ م کی چې په شمال کې دوستم یاغي شو نبی عظیمي چې
د کارمل چوکره وو نجیب د خپل خاص اعتباری نماینده په شکل دوستم ته ولیګا چې له یاغیتوب تیر شي خو په عوض
کې نبی عظیمي نتنها دوستم له یاغیتوب منعه نکړ نور یی هم تشویق کړ او نور پرچمیان یی هم د نجیب پر ضد
منسجم کړل او د نجیب په امر یی ښې پریمانه پیسې او امکانات ورته برابر کړل او د نجیب اخرین وفادار کس یعنې
جمعه اڅک چې دوستم ورځینې متیازې کړې مرکز ته را تبدیل او د نجیب د واکمني ګلیم یی له شمال څخه راټول
کړ.او د برګډ عظیمو لمسي له شمال وروسته په کابل یی تمرکز وکړ خو بیا هم داکتر نجیب د غوایتوب خوبونه کړل
خو نبي عظیمي په نجیب کارملي جنرالان په حساسو پوستونو کې مقرر کول تر هغه چې هندوستان ته له تښتې یی
هم راوګرځاوا او د ملل متحد په دفتر کې یی د مرګ دقایق ورباندې وشمارل ، اوس په اشرف غنی کټ مټ همغه
قصه تکرار کیدونکې ده دامرالله صالح په فرمایش په حکومت کې بی مورده تغیر وتبدیل ، د فعالې دیپلوماسي په
عوض زورګویی او لافې وهل لکه پر ما یی د یعقوب خان خیال کړي ګندمک راباندې امضا کوی ولا چې مړ مې
هم کړی که امضا کړم ، خو اشرف غنی به دا هیر کړي وی چی د افتراق ملی د حکومت په اوله ورځ یی امریکا ته
د ملک قباله ور امضا کړه ، همدا اشرف غنی او اتمر د باردر منجمنت ، په سرحدی حساسو نقاطو کې پنجاب ته
دروازو د جوړه ولو اجازه او ددیورند په منحوسه کرښې د اذغن تار غځول قراردادونه لکه چې یعقوب خان له قبر
څخه امضا کړل که محمداشرف غنی او اتمر خان امضا کړل .
اشرف غنی ته لا هم وخت شته د داکتر نجیب اشتبهات د نه تکرار کوي ورنه تاریخي مسوولیت ټول ولسمشر ته
متوجې دی .
زما له انده په شورای نظار او د داکتر نجیب په پاتې شونیو د اتکا پرځای د ملت غوښتنه چې سوله ده مثبت ځواب
ویل دنیوي او اخروي کامیابي ده .
دتل پاتې سولې په هیله په ګران افغانستان کې