اندونیزیا کې د پناه غوښتونکو او کډوالو ژوند ورځ تر بله له ډیرو ستونزو او کړاونو سره مخ کیږي.

په دغه هیواد کې زرګونه میشت پناه غوښتونکې د راتلونکې لپاره هیلې او امیدونه لري خو په پوره کیدو یې باور نلري.

د راپورونو په اساس اندونیزیا کې اوسمهال له ۱۴ زرو زیات کډوال چې پکې ګڼ شمیر افغانان هم شامل دي په ډیرو ناوړو او بدو شرایطو کې ژوند تیروي.

دغه کډوال چې له جنګ ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، سوډان او سومالیا څخه اندونیزیا ته راغلي د پناه لپاره هیڅ کوم ځای نلري او په سړکونو، پارکونو او آن د کډوالو د توقیف مرکزونو مخته، د تود لمر او د موسمي بارانونو لاندې، ژوند تیروي.

یاد کډوال وايي دوی تل د مهاجرت د نړیوال سازمان مرستو ته سترګې په لار وي خو دغه سازمان هم د ۲۰۱۸ کال له مارچ میاشتې راهیسې د نوو کډوالو ثبتول بند کړي او یوازې له هغو کډوالو سره مرستې کوي چې له یادې نیټې مخکې اندونیزیا ته راغلي وي.

برسیره پردې، دغه کډوال وايي، د ملګرو ملتنو د پروګرام له لارې نورو هیوادونو ته د دوی انتقالول هم ډیر ورو او کلونه وخت نیسي او هغه هم په هغه صورت کې که چیرې دوی رښتیني کډوال ثابت شي.

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې بیا وايي چې په اندونیزیا کې میشت پناه غوښتونکي دې داسې تمه نلري چې دغه اداره به خامخا دوی کوم بل هیواد ته په برلیتوب انتقالوي.

یاده اداره وايي، د کډوالو شمیر زیات دی خو له بده مرغه په بهرنیو هیوادونو کې د هغوی د بیامیشتونې چانسونه ډیر کم دي.

دا په اندونیزیا کې زرګونو کډوالو ته یو بد خبر دی ځکه د دوی لپاره اندونیزیا یو ترانزیتي هیواد دی، یعني ډیری دغه کډوال دا تمه لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره به بالاخره دوی له اندونیزیا څخه کوم بل پرمختللي هیواد ته انتقالوي.