ګټور معلومات!
عبدالله وردک
انګلستان - فبروری - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
نن سبا، مونږه ځینې وروڼه او خویندې لیکنې کوو، چې الحمدلله، دغه یو ډېر ښه کار دی، او باید ټول وروڼه او خویندې، ښو لیکنو ته ادامه ورکړي.
د یادولو وړ ده، چې ځینې ټکي، باید په سمه توګه ولیکل شي.
د مثال په توګه:
۱- الحمدلله (✅). الحمدلله، یو عربی ټکی دی، چې د هغې سم لیکل، باید په قرآن شریف، کې ولټول شي، او هغه د قرآن شریف په ډېرو ځایونو کې په لیکلي ډول شته ده. زه یوازې، د وروڼو او خویندو توجه، د سورة‌ الفاتحه، شروع ته راګرځوم.
۲- ان شاءالله (✅). دغه ټکی هم یو عربی ټکی دی، او د دغه ټکي سمه املاء، د سورة الکهف، په ۶۹ آیت کې ذکر شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې د آیت نمبر، د آیت په آخر کې حسابیږي.
۳- رحمت الله (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة هود، په ۷۳ آیت کې ذکر شوې ده. دا پدې معنا، چې سلام باید ”السلام علیکم و رحمت الله و برکاته“ ولیکل شي.
۴- مسجد الحرام (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الحج، په ۲۵ آیت کې ذکر شوې ده. د یادونې وړ ده، چې دغه ټکی، د مکي شریفې لوی جومات ته، چې کعبه یې په زړه کې واقع ده، ویل کیږي.
۵- بیت الحرام (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الماىٔده، په ۹۷ آیت کې ذکر شوې ده. د بیت الحرام نور نومونه هم شته دي.
۶ - ماشاءالله (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الاعلٰی، په ۷ آیت کې ذکر شوې ده. کله چې یو مسلمان د چا ښه کار او یا عمل وویني، نو باید، ماشاءالله، ووایي، چې تر څو نظر نشي.
۷- عبدالله (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة مریم، په ۳۰ آیت کې ذکر شوې ده.
۸- عبدالرحمٰن (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د عبدالرحمٰن بن عوف په نامه کې ذکر شوې ده.
۹- اسمٰعیل (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة مریم، په ۵۴ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۰- یحیٰی (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة طٰهٰ، په ۷۴ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۱- موسٰی (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة طٰهٰ، په ۷۷ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۲- ابراهیم (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الانبیاء، په ۶۹ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۳- سلیمٰن (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الانبیاء، په ۷۹ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۴- شهید (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الحج، په ۱۷ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۵- جنت (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة محمد، په ۱۲ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۶- جهنم (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الانبیاء، په ۹۸ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۷- ابلیس (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة طٰهٰ، په ۱۱۶ آیت کې ذکر شوې ده.

د پام وړ ټکي:
دغه پورتني ټکي، د قرآن شریف، په نورو ځایونو کې هم ذکر شوي دي.
د دغه ټکیو، سمه املاء کارول، یوه لیکنه ډېره په زړه پورې کوي. د مثال په توګه، که له چا څخه، د هغه د حال پوښتنه وکړل شي، او هغه په ځواب کې ووایي چې الحمدلله، ښه یم، نو دغه شانته ځواب ورکول، ډېر خوندور او په زړه پورې وي.
همدارنګه، د یوه کار د سرته رسولو دپاره، د ان شاءالله، ویل څومره ښه کار دی؛ او همدا شانته، د یوه ګلالي شي په لیدلو سره، د ما شاءالله ویل، د بد نظر، په ښه توګه مخنیوی کوي.
په‌ پای کې یوځل بیا، دواړه لاسونه، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې: الله(ج)، د هغه شانته سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه، الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com