افغانستان په ۱۴۰۰ کې

که څه هم انسانان د غیب ویلو وړتیا نه لري، خو تر ډیره بریده کولای شي د اوسني وضعیت، چارو او پیښو له تحلیل څخه د راتلونکي د څرنګوالي اټکل وکړي. په همدې دلیل د روانې سولې بهیر، بې مشره او بې قامه خورو ورو پرګنو او د بهرنیانو د موخو له ارزونې داسې آټکل کیدای شي چې په ۱۴۰۰م کال کې به د افغانستان وضعیت یو له لاندې درې حالتونو څخه وي:

۱. طالبان به پر نږدې ټول افغانستان ولکه ولري. کابل کې بیا واک ته رسیدلي طالب چارواکي به د هیواد دننه ورځنيو چارو پر مخ بیولو مسؤولیت ولري او د افغانستان د بهرني سیاست او مهمو اقتصادي او سیاسي مسایلو ریموټ کنټرول به په راولپنډۍ کې وي. طالبان به د خپل ډار اچوونکي سیاست پر مټ په ټول ملک کې ویره خپره کړې وي. هلکان به ښوونځیو ته ځي او نجوني به یوازې تر شپږمه د زدکړې اجازه ولري. چا چې وس درلود هغه به بهر ته تللي وي. نړیوال او نړیوالې رسنۍ به قبلوي جوړښت او د افغانانو وینه کې د تاوتریخوالي شتون زموږ د بدمرغیو لامل ګڼي او یا به،

۲. جګړه لکه د اوس په څیر ګرمه وي خو دا چې بهرنۍ پراختیایي او نظامي مرستې به کمې شوي وي او اقتصادي فرصتونه به کم وي د بیابیلو ټلوالو او سیاسي ډلو ټپلو مشران به لکه لیوني سپي یو پر بل خولې لګوي. طالبان به د ځان وژونکو بریدونو پرځای تکتیکی جګړه کوي او د هیواد شا او خوا په سلو کې ۵۰ ولسوالۍ به یې په واک کوي په غټو ښارونو کې به ښوونځي او پوهنتونو پرانیستي وي او غریبي به له وسني حالت څخه هم لا زیاته وي. ځیني کړۍ به کمپاین کوي چې افغانستان کې فډرالي حکومت رامنځته کړي، او یا به

۳. په افغانستان کې سوله خپره وي او طالبان به هم د یو داسې نظام برخه وي چې په هغه کې د دوی د مشرانو ګټې خوندي وي. غریبي به وي خو وژنه او وینه تویونه به کمه شوي وي. پولیس به له هرې ولسوالۍ څخه د اړوندې ولسوالۍ لپاره استخدام شوي وي چې په هغو کې به طالبان هم شامل وي. د عوایدو د کموالي له امله به د اردو او ملي امنیت شمیر دریمې برخې ته رارسیدلي وي. بهرنۍ مرستې به دټولې ملي بودجې ۲۰ فیصده جوړوي. په کابل کې به دولتي اداري وړکۍ شوې وي او په ولایتونو او ولسوالیو کې به نسبتاً فعاله ادرې موجودي وي. د شا او خو ۱۴۰ ولسوالیو ولسوالان به طالبان وي. د عدلیې وزارت، د حج وزارت، د کرنې او کلیو پراختیا وزارت په څیر وزارتونه او ګڼ معینتونه به له دوی سره وي.

که د سولې پروسه، څرنګه چې اوس راونه ده، ادامه پیدا کړي او امریکایان په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې ووزي، پاکستان خپل سیاست د اوس په څیر وساتي او کابل کې له غرب نه راغلي افغاني سیاسي سیلانیان او پخواني غله خپلو اوسنیو غلاوو او کړنو ته ادمه ورکړي، ډیر امکان لري چې پر افغانستان به لومړنی حالت خپور وي.
دویم حالت هغه مهال ممکن دی چې د ولسمشرۍ ټاکنې سږ کال تر سره شي، امریکایان نیمایي نه زیات پوځیان وباسي او یوازي په بګرام، شینډنډ او یو یا دوو نورو اډو کې پاتي شي. دریم حالت هغه وخت امکان لري چې طالبان د پاکستان له مراندو ځانونه خلاص کړي، په کابل کې راټول شوي سیاستمدارن خپل نفسونه کنټرول کړي، ډیری له غربه راغلي سیاسي سیلانیان بیرته کورنو ته لاړشي او یو څه غله او بدمعاشان زندانونو ته وغورځول شي.

که موږ افغانان خپل ځان غولولو ته ادامه ورکړو هرو مرو له اولني حالت سره مخامخ کیږو او د نړۍ د پرګنو له مخکې روان کاروان څخه دومره شاته پاتیکیږو چې څوک به مو بیا د کوکو او چیغو اواز نه اوري او که له ژمني خوب څخه راویښ شو او له تدبیر څخه مو کار واخیست نو ډیر امکان لري چې په ۱۴۰۰م او تر هغه وروسته به هم خپله خاوره کې غریبانه ولې باعزته ژوند ولرو.