د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، دا مهال تایلینډ کې د برما د روهینګیه مسلمان لږکي قوم شمیر له سلو څخه تر ۱۳۰ زرو پورې رسیږي چې د تیرو څو کلونو په لړ کې د جګړو او تاوتریخوالو له امله دغه هیواد ته کډه شوي.

روهنګیايان په بنګله دیش، مالیزیا، اندونیزیا او آن په خپل هیواد برما کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي، خو دغه اقلیت قوم بیا په تایلینډ کې له یو لړ اضافي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

تایلینډ کې روهینګیایان درې لارې لري، په تړلو کمپونو کې دې خپل پاتې ژوند تیر کړي، یا باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي او کنه کوم بل دریم هیواد ته دې پناه یوسي.

ډیری دغه کډوال وايي، بیرته خپل هیواد برما ته ستنیدې نشي او کوم دریم هیواد هم دوی نه قبلوی، پس مجبور دي چې د تایلینډ د کډوالو په کمپونو کې د نړیوالو ټولنو د مرستو په تمه خپل بې برخلیکه ژوند ته ادامه ورکړي.

خو د تایلینډ حکومت وايي، که څه هم دوی د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون غړیتوب نلري او خپل هیواد کې هيڅ ډول پناه غوښتونکي یا کډوال په رسمیت نه پیژني، مګر سره له دې هم دوی کډوالو ته ځای ورکړی او هغوی لپاره یې د زدکړې او عامه روغتیا اسانتیاوې برابرې کړي.