هو، ژوند ښکلی دی !!
ولي الله ملکزی

ژوند هڅه ده،‌ مینه ده او بدلون دی. ژوند احساس دی، ژمنه ده او رغون دی. ژوند د فرصتونو، ازمیښتونو او غورزو پرزو ډ‌ګر دی. ژوند د هغه مزل نوم دی چې د پیدایښت له لمړۍ کړیکې سره پیل او د سلګۍ تر وروستۍ شیبې پوری د منزل په لټون پسې روان دی. ژوند د خودۍ او لاخودۍ‌ ترمنځ د هویت او معرفت یوه پاڼه ده. ژوند د لاهوت او ناسوت ترمنځ توپیر دی، یو څپرکی او عنوان دی. ژوند هم لمبه ده، هم څړیکه او هم سکون دی. ژوند امانت دی،‌ ژوند وفا ده او ژوند د مځکې پر مخ د خالق استازیتوب دی.
د ژوند،‌ ژوندون او ژوندیو درناوی هم آغاز دی هم انجام دی. ژوند پدی خاطر قیمتی دی چې یو ځل ترلاسه کیږي‌، کوم چې غوړیږي،‌ تازه کیږي او انسان د انسانیت معراج ته رسوي. ژوند د فرد او ټولنې ترمنځ د شعور یوه داسی اړیکه ده چې د فولادو په څیر مزبوته او د وریښمو په شان نرمه ده. ژوند یوه داسی متاع ده چې که ورکه شي نو بیرته ترلاسه کول یی شوني ندي. او ژوند یوه داسی ارزانه صدقه ده، چې پر مخ د موسکا شال غوړوي او د زړه په تل کې د هیلې یوه تته ډیوه بلوي.
ژوند ښکلی دی خو هلته لا ښکلی شي چې د بل خوښي تا خوښ او د بل کړاو تا وکړوي. ژوند هله رنګین شي چې مظلوم د ظالم له تیري خلاص او زور واکې له زور څخه منعه شي. ژوند هله خوندور شي چې د بی اسرې اوښکې وچې او دبی وسه لاسنیوی وشې. ژوند هلته لا زیات ویاړمن او قدرمن شي چې د غچ په ځای بښنه غوره وګڼل شي او ستونزې ته د تسلیمۍ په ځای د مقابلې تکل پیدا شي.‌ همدا وجه ده چې د ژوند تر ټولو بد دښمن نا امیدي ده او ښه دوست یی له همده سره یاري او دلبري ده.
ژوند ځکه ښکلی دی چې الله تعالی (۱۴۵) ځلی پخپل سپیڅلي کتاب کې د هغه ذکر او یادونه کړیده. بلکې په څرګندو ټکو سره یی فرمایلي چې د یو انسان د ژوند ژغورل لکه د ټول بشریت د ژوندي کولو په شان دي. ژوند پدی خاطر ښکلی دی چې ټولو اسماني ادیانو او بشري قوانینو د بیګناه انسان وژل او د هغه د وینې تویول ګناه او ستر جرم ګڼلی دی. ( وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً- او هرڅوک چې بل مومن په قصد سره ووژني،‌ نو جزا یی جهنم او تل به پکې وي.‌ الله به ورباندی په غضب، په لعنت به یی اخته او ډیر لوی عذاب یی ورته تیار کړیدی).
ژوند ځکه ښایسته دی چې رسول الله (ص) یی ارزښت او مقام د کعبې له حرمت سره پرتله کړی او داسی یی فرمایلي: ( لأن تهدم الكعبة حجراً حجراً أهون عند الله من أن يراق دم امرئ مسلم ــ که کعبه ‌ډبره ډبره شي،‌ بیا هم د الله په وړاندی دومره ارزښت نلري څومره چې د یو مسلمان د وینې د یو څاڅکې تویول دي) یو مشهور صحابي ابو درداء روایت کوي چې ما له رسول عیله السلام څخه اوریدلي ( كُلُّ ذَنْبٍ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَغْفِرَهُ ، إِلَّا مَنْ مَاتَ مُشْرِكًا، أَوْ مُؤْمِنٌ قَتَلَ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا- ښایي الله هره ګناه وبښي، مګر دا چې څوک مشرک مړ شي او یا هغه مومن او مسلمان چې بل مومن په قصد سره ووژني).
اوس دی د شهادت او خلافت پتنګان، دغه وژنې او ځورونې د خپل ایمان په آینې کې وګوري چې د څلویښتو کالو راهیسی د جنتي فتواګانو او دوزخي جنګونو پدی ټیل ماټیل کې دوئ تر کومې کچې دغه شرعي احکام په پام کې نیولي او عملي کړیدي؟ آیا د هجرت، جهاد او غزا شرعي احکام یواځی د همدی سیمې د مسلمانانو لپاره نازل شوي که په نړۍ کې یو اعشاریه اوه ملیارده نور مسلمانان هم ورته مکلفیت او دنده لري؟ آیا دغه ډلې او ګروپونه چې لاسونه یی د بیګناه انسانانو په وینو تر څنګلو سره دي،‌ کله یی هم دیته پام شوی چې د اسلامي شرعیت له مخې د هغه ماشوم وژل او د جنین غورځول هم حرام دي کوم چې لا د مور په ګیډه کې وي او مسلمان هم نه وي؟
نو راځئ د‌ سټیجونو،‌ قبرونو او محرابونو له څنګه یو غږ شو، یو تکل شو، یوه چیغه او یو فریاد شو چې: جنګ بس دی،‌ نور ‌ ویرونه، غمونه او بمونه نه غواړو. پریږدۍ چې ‌د ویرې،‌ کرکې او وژنې په ځای د مینې،‌ پخلاینې او ژوند کولو کلتور پیاوړی کړو، ځکه چې ژوند ښکلی دی. هو،‌ ژوند ښکلی دی!!