ولسمشر غني کمپاین دوره کې د پکتیا خلکو سره ډېرې وعدې وکړې؛ چې تر نن پورې عملي نه شوې.

ولسمشر غني د پکتیا له ولسونو سره دا ژمنې کړې وي.
• د مچلغو بند جوړول.
• پکتیا ولایت لومړی درجه کول او امتیازات یې ورکول.
• ګردیز، زرمت سړک جوړول.
• د پکتیا میشتو کادرونو ګمارنه.
• ګردیز حلقوي سړک جوړول.
• د وارداتي بریښنا ویش.
• د مامورینو ښارګوټی جوړول.
• د چلغوزیو پروسیس فابریکه جوړول.
• په ولایتې ادارو کې اصلاحات راوستل.
• د حوزوي روغتون جوړول.
• د ګردیز، پټان سړک ټرانزیټ.
او داسې نورې غوښتنې چې ولسمشر غني د پکتیا ولسونو سره منلې وې؛پکتیاوالو د دې غوښتنو په بدله کې ٪۹۹ رایه ولسمشر غني ته ورکړه.
د ولسمشر تر کامیابیدو وروسته بیا څو، څو ځله دا پروژې افتتاح کړي خو عملي کار یې ورباندې ونه کړ.

نه دا چې ولسمشر پکتیا ته کار ونه کړ؛ بلکې د پکتیا مشرانو او ځوانانوهم خپل غږ پورته نه کړ.

پکتیاوالو مشرانو ځکه غږ نه پورته کاوه چې د ولسمشر ارشد مشاور ( اکرم خپلواک) چې وروسته بیا د سولې عالي شوار غړی هم شو دې مشرانو او ځوانانو ته یې باج ورکاوه.

د پکتیا ځوانان چې اوس په فېسبوک خپل غږ پورته کوي ، دوی هغه وخت چېرته وو؟ چې اکرم خپلواک په واک کې وو.
تاسو دې ځوانانو ته قسم ورکړئ؛ چې تاسو د پکتیا غم خورئ که د اکرام خپلواک د پزیشن؟
که دوی درته وویل چې د پکتیا غم راسره ده. نو تاسې ورته ووایې چې دا څلور کاله چېرته وۍ؟
که درته ووايې د اکرم خپلواک غم راسره ده ( دوی دا خبره هیڅکله هم ونه کړي) بیا ورته ووایې چې خپلې نامشروع غوښتنو په خاطر پکتیا ولسونه مه قرباني کوئ.
نو له دې څخه معلومیږي؛ چې دا خلک اکرم خپلواک راپورته کړي دي. اکرم خپلواک اوس اویښیار شوی دی دغه درس یې له شمالي ټلوالې څخه زده کړای ده.

شماليټلوالې په تیر (کرزی) او اوسني (غنی) حکومت کې هم په اپوزیشن کې وو او هم په پوزیشن کې له دواړو خوا یې خپلو خلکو ته کټه رسوله او اکرم خپلواک بیا د دوی سره یو توپير لري هغه دا دی چې دی یوازې د خپلې کټې په فکر کې دی نه د پکتیاوالو.
نو د دې هدف لپاره یې ډله خلک دې ته ګمارلي چې حکومت ته یوه ګوتڅنډنه ( لاریون، کنفرانس او نورو لار چارو څخه کاراخلی) وکړي چې دې سره د پکتیا او ولسمشر ترمنځ اړیکې خړې شي نو دا ښاغلی به له دې موقع څخه ګټه پورته کړي.
ځان به د ولسمشر او د پکتیا و ولسونو ترمنځ منځکړی کړي دې سره هم د پکتیاوالو او د ولسمشر په زړه کې ځای پیدا کړي او راتلوتکې کې به د تیر په څیر په لوړ موقف مقرر شي د پکتیا د ولسونو غوښتنې به د کاغذ پرمخ د پنځو کالونو لپاره پاتې شي.