ښاغلی مټیق ( چونګښه)
د ماشومانو لپاره ناول په تېر پسې
لیکوال : پاول وان لون
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
شپږمه برخه
قوړ قوړ
دنیس په داسې حال کې چې په ]ټکۍ سره د ټولګي په مینځ کې منډې وهلې ، د ښوونکي خالي ځای ته په کتو سره سم یې وویل : (( سلام ښاغلی مټیق )).څو تنو زده کوونکو ښه وخندل .دنیس او ووتر د ټولګي ټولو زده کوونکو ته د پرون ټوله کیسه وکړه ، اوس نو ټول ډاډمن و چې ښوونکي یې ورسره ټوکې کړې وې . ووتر وویل : (( ښاغلی فرانس پر مېرمن سوزان مین دی ،او له همدې امله کله کله مټیق شي .)).ټولو په لوړ غږ خندل چې همدې وخت کې ښاغلی فرانس ټولګي ته ننوت .، حتما یې د ووتر خبرې اورېدلې وې ، چې ویې ویل : (( بیاد مو اوسه چې پرته له تاسو نور هېڅ څوک و نه پوهیږي ،)) .ټول زده کوونکي پر خپلو ځایونو کې کېناستل .ښاغلي فرانس غوښتل درس راپیل کړي چې دنیس وویل : (( کېدای شي د خپل هغه راز په هکله یو څه خبرې وکړې ، موږ ټول غواړو پوه شو چې تاسو کله پر یو مټیق اوړئ ؟)).څو تنو زده کوونکو یو بل سره خندا پیل کړه ، ښاغلی فرانس د خپلې څوکۍ پر خوا ورغی او پرې کېناست .یو څو شېبې غلی شو ، او بیا یې په کلکه ځواب ورکړ چې (( دا پېښه هغه وخت ترسره کیږي چې زه دې ته اړ شم چې د مټیقانو په باب خبرې وکړم او یا یې په فکرونو کې شم ، نو هغه وخت مې په ذهن کې یو کوچنی مټیق انځور شي ، لکه رښتیاني مټیقان .ورو ، ورو دا کوچنی مټیق ستریږي ، ستریږي ، تر هغه وخته چې زه یو مټیق شم .)). ووتر په داسې حال کې چې دنیس ته پټه اشاره کوله ، وویل : (( لکه چې چندانې سخت کار نه دی ، فکر کوم زه یې هم زده کولای شم ، ډېر غواړم کله کله یو زمری شم یا خنزیر شم او د ښوونځي دا بد کاره او نا کاره زده کوونکي وچیچم )). ټولو وخندل ، ځکه ووتر په تن ډنګر و ، پر مخ یې واړه واړه سره خالونه لیدل کېدل او سره وېښتان یې داسې ول لکه د پیشو وېښتان . ښاغلي فرانس صبر وکړ چې د هلکانو خندا ښه غلې شي ، او بیا یې نو وویل : (( خو دا څه ساده کار نه دی )) .آنا ماري وویل : (( ولې ساده نه ده ښاغلی فرانس ؟ )).ښاغلی فرانس له خپلې څوکۍ پورته شو او د زده کوونکو خوا ته ورنږدې شو.:(( په نړۍ کې بل څوک لکه ما نشته ،دا یوه ارثي مسُله ده زما پلار به کله کله مټېق و ، کټ مټ لکه زما نیکه ، زما غـُر نیکه او یا هغه نور نیکونه مې .)) .زده کوونکي ټول غلي شوي ول ، هغه هماغه شان چې ګامونه اخیستل ، خپلو خبرو ته دوام ورکړ : (( زما ټولې کورنۍ په اوبو کې ژوند کړی ، زما د نیکه پلار په خپل وخت کې یو نومیالی مټېق و، او له همدې امله هغه ته به یې (( مټېقي سړی )) وایه .هغه ټولې نړۍ ته سفرونه وکړل ،او له پاجایانو او سترو کسانو سره یې دشپې ډوډۍ خوړلې ، خو... خو د پېښې پای یې ډېر غمجن و.)).د ټولګي ټولو زده کوونکو ولیدل چې ښاغلی فرانس په یوه شېبه کې ورېږدېده .دنیس پوښتنه وکړه :((پر هغه څه پېښ شول ښاغلی فرانس ؟ )) .ښاغلي فرانس د ټولګي زده کوونکو ته وکتل او په داسې حال کې چې غږ یې لږ رېږدېده وویل : (( ډېره ناوړه او وېرونکې پېښه !یو لګ لګ راغی او هغه یې وخوړ .)) .دنیس د مېز له لاندې په خپل مړوند ، ووتر ته یو ټکان ورکړ او ویې ویل : (( اوو هې ! یو لګ لګ ، دا څه حال دی ، دا خو بیخي سخته او وېرونکې ده .)) .ووتر ادامه ورکړه (( سخته او وېرونکې ! )) .ښاغلي فرانس په جدي بڼه د هغوي خبرې تایید کړې : (( رښتیا وروسته بیا زما نیکونو ته ډېرې نورې بدې پېښې هم په نصیب شوې .ځینې یې ونیول شول ، او په یو قپس کې بندیان شول او ځینې نور یې د لیدونکو حیواناتو په توګه وټاکل شول او خلک به یې لیدو ته په کتار کې ولاړ ول .)). یو ناڅاپه یاپ چیغه کړه چې :(( که په تاسو داسې پېښې راغلې وای نو بیا دې څه کول ؟)) .ښاغلي فرانس خپل سر وښوراوه او ویې خندل : (( لا تر اوسه پر ما څه نه دي شوي او له همدې امله دغه مسُله یو راز دی .)) .ووتر وپوښتل : (( ښاغلي فرانس دا چې کله تاسو په یو مټېق بدلیږئ نو بیا بېرته څنګه دا اوسنۍ بڼه غوره کوئ ؟ )) .دنیس له ځان سره فکر وکړ : (( اوس نو له ځان یو مسخره دروغ جوړوي )).ښاغلي فرانس اصلا د ووتر د پوښتنې پر وړاندې حیرانتیا و نه ښودله او ځواب یې ورکړ : (( په زړه پورې پوښتنه ده ،ځکه ډېر وخت دا کوم ساده کار نه دی ، پر مټېق باندې اوښتل دا خود بخوده کیږي ، خو دا ډېره سخته چې بېرته پر انسان تبدیل شم ، د دې کار لپاره باید ...)) ، کله چې د دې خبرو په څرګندولو بوخت و ، د بڼې رنګ یې وواوښت او لږ لږ ، ډېر په کرارۍ سره ، د مخ رنګ یې زرغون کېده روښانه زرغون رنګ .سیتا په ناآرامۍ سره پوښتنه وکړه : (( ښاغلی فرانس ! تاسو ناروغه شوئ ؟ )) .هغه په پرېشانۍ سره لاړ او پر خپلې څوکۍ کېناست او ویې ویل : (( اوو ، نه ما د مټېق په باب ډېرې خبرې وکړې او دا دی اوس همداسې کیږي ، همدا اوس یو مټیق زما په ذهن کې دی چې د غټېدو په حال کې دي ، ما داسې نه غوښتل ، خو ...)) .ښکارېده چې د هغه مخ زرغون او لا زرغون کېده ، هغه غوښتل خپلو خبرو ته ادامه ورکړي ، کله چې خوله یې پرانیستله نو ټولو واورېدل چې هغه وایي : (( قوووووړړ)).او ورپسې له خپلې څوکۍ یې لاندې ټوپ کړ .دنیس خپل لاسونه یو په بل وپړکول او ویې ویل : (( بیخي عالی !ډېر ښه ، کټ مټ لکه یو رښتینی مټېق .)).ښاغلي فرانس خپل ځان د میز پر یوې څنډې نښلولی و او ښه کلک رېږدېده . په دې وخت کې د ټولګيوالو د خندا زور لا پسې زیات شوی و .ووتر چیغه کړه : (( ښاغلی مټېق ټوپ کړه ، یو ځل بیا ټوپ کړه !)).سیتا نه خندل .هغه پوهېده چې د ښاغلي فرانس څېره یو ناڅاپه بل رنګ شوه ،سترګې یې ګردې شوې وې او تقریبا ګاټي یې راوتلي و .لږ لږ لاسونه یې هم زرغون رنګ ته واوښتل او د ګوتو مینځ کې یې داسې نرۍ پردې ښکاره شوې لکه چې د مرغاوۍ د پښو د ګوتو ترمینځ وي .سیتا چیغه کړه : (( وای ! هلته ګورئ ، وګورئ ! )) اوس نو ټول غلي شوي ول او ښاغلي فرانس ته یې کتل چې هره شېبه کوچنی او لا کوچنی کېده او په ښاغلی مټېق اوښته .څو شېبې وروسته ، په هماغه ځای کې چې دی ولاړ و یو زرغون رنګه مټېق د ځمکې پر مخ ناست و .پر ښوونځي باندې یوه مرګونې چوپتیا برلاسه وه .دنیس په وازې خولې مټېق ته کتل : (( خدایه ! دا څه دي ؟ یو رښتینی مټېق !)).په دې وخت کې د ټولګي د دروازې لاستی لاندې لاړ او ور پرانیستل شو .
نور بیا