د لیکونکي (زما) مخکنۍ خبرې : په دې پوهېدل پکار دي ، چې ولې ګاونډي هېوادونه په تیره بیا پاکستان او ایران په افغانستان د سولې په راوستو سره د پرمختګ په لور د ګامونو اخستلو نه په اندېښنه کې دي . په داسې حال کې ، چې د اقتصادي پلوه په پښو ولاړ هېواد د خپل ګاوند سره د راکړې ورکړې په ترڅ کې د متقابلو ګټو پر بنسټ ډېر څه تر لاسه کولای شي . خو زمونږ ګاونډیان خپلې ګټې د افغانستان په غمیزه کې لټوي . او د ناامنیو له امله په ټپه ولاړ حالت نه ناوړه ګټه پورته کوي . ښایي یو یې همدا دلیل وي ، چې مونږ د خپلو طبیعي سرچینو او په تېره بیا د اوبو څخه ګټه پورته نه کړو . داټکل له مخې په افغانستان کې د ۷۵ میلیارده مکعب متره اوبو څخه ۵۷ ملیارده مکعب متره د مځکې پر مخ بهیدونکې او ۱۸ میلیارده مکعب متره د ځمکې لاندې زېرمې جوړوي ، او پاتې نور یې جذب یا بړاس او یا هم په بوټو او د نورو موجواتو په وجود کې زېرمه دي . د ځینو سرچینو له قوله ، په افغانستان کې ستونزه د تازه اوبو د کمښت له کبله نه ، بلکه د اوبو رسولو په برخه کې ده ، چې له کبله یې د هېواد ۷۰ سلنه اوبه ګاونډیو ملکونو لکه پاکستان ، ایران او منځنۍ آسیا هیوادونو ته پرته له دې ، چې د هیواد په دننه کې ترې ګټه پورته شي ، په وړیا توګه بهیږی . د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په اوس وخت کې ۸۰ هیوا دونه د اوبو د کمښت سره مخامخ دي . په زرګونو خلک په تیره بیا کوچنيان د ناپاکواوبو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي . د ځینو سرچینو له مخې د همدغه ناپاکواوبو له کبله هره ورځ په افغانستان کې د ۱۳۳ په شاوخوا کې کوچنیان مري . د اوبو حیاتي ارزښت ته په کتو مې غوره وګڼله چې د Elianne Ros لیکنه ، چې د نړۍ په بېلابېلو سیموکې یې د اوبو د وضعیت په اړه د یو شمېر کارپوهانواندونه راټول کړي ، د روسي ژبې څخه وژباړم او تاسو درندو لوستونکو سره یې شریک کړم .
ژباړه :
لیکوال : ( (Elianne Ros )
په ځمکه کې لږې اوبه شتون لري
هر ځل چې مونږ د اوبو نللیکه خلاصوو، یوه کوچنۍ معجزه پېښیږي . د دې پیژندل شوي پروسیجر تر شا نور څه شته ، او هغه H2Oد ( دوه اتوم هایدروجن او یو اتوم اکسېجن ) په مایع حالت کې دی . اوبه ــ د سیارو د وینې سستم او د طبعیت دوران ، په کوم چې انساني فعالیت ډیر سخت فشار راولي . « اوس په مځکه د تازه اوبو اندازه په عمل کې د جولیا کايزر (Julia Caesar ) د وخت ، چې د روم امپراتورۍ مشر و، ورته ده . مګر په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې، د نړۍ نفوس له ۲۰۰ میلیونو څخه ۷،۲ میلیارده خلکو ته لوړ شوی، او د نړۍ اقتصاد په چټکۍ سره وده موندلې ده (له ۱۹۶۰ ز کال راهیسې، کورني ناخالصو تولیداتو په کال کې په منځني ډول ۳،۵ فیصده وده کړې). د خوړو، انرژۍ، لګښتي توکو اود اوبو مجموعي اړتیاوې د دې لوی انساني تولید لپاره د اوبوکارولو دکنترول زیاتولوته اړتیا وه » ، ـــ سندرا پوسټل (Sandra Postel) د متحده ایالاتو د ګازو او اوبو د پالیسۍ ( Global Water Policy Project ) مشري کوي زیاتوي .
الیاس فیریریس (Elías Fereres) د کوردوا دپوهنتون د یو ( دیپارټمنت ) مشر، چې پخوا یې د کرنې او چاپیریال اړوند یو شمېر پوستونوکې کار کړی، وايي : „ په آسماني سیارو کې ډیرې لږې اوبه شتون لري“ ، فیریریس وایي سره له دې چې د ځمکې مخ ۷۰ سلنه په اوبو سره پوښل شوی او تازه (خوږې ) اوبه د دې مقدار یوازې ۱ سلنه جوړوي، که چېرې ددې مقدار څخه هغه اوبه چې په طبیعي یخچالونو کې د کنګل په توګه او د شمالي او جنوبي قطب په بڼه حساب نه کړو ، دا ۱ سلنه نه یواځې زموږ د ژوند سرچینه بلکې د نړۍ د پرمختګ مهم انجن دی . „د اوبوارزښت هومره لوړ دی، چې مالومول یې ناشونی دی . اړینه ده ، اوبه باید داسې وکارول شي چې زیاته ګټه ترې تر لاسه شي ، په دې سره په اقتصادي، ټولنیزو او چاپیریال ساحه کې د نابرابرۍ زیاتوالی نه وي „ .
دا نابرابري له کوم ځای څخه اخیستل کیږي ؟ دا" د نفوسو د زیاتوالي او اقتصادي ودې ، چې په ۵۰ موزکالونو کې په پراخه توګه د اوبو رسولو : د زېرمو، کانالونو، پمپونو په برخه کې د لاسته راوړنو له امله رامنځته شوه . د ۱۹۵۰ زکال راهیسې، د زېرمو شمیر د ۵۰۰۰ څخه تر ۵۰ زرو پورې لوړ شوی دی . یانې په منځنۍ توګه د نیمې پیړۍ په اږدو کې د ورځې دوه . د نړۍ ترټولو لویه برخه کې، اوبه د طبیعت د قوانینو سره سم نه بلکه د انسان د ارادې سره سم بهیږي " پوستل ټینګار کوي .
په تیره پیړۍ کې، دغو تاسیساتو ته دا امکان ورکړل شوی ، چې د مځکې په زیاته برخه کې د کرنې د اړتیاوو لپاره (٪ ۷۰ ) تازه اوبه ، د صنعت لپاره (٪ ۲۰) او د کورني اړتیا لپاره (٪ ۱۰) اوبه تآمین کړي . په هرصورت، د تقاضا زیاتوالی، په عمده توګه د مخ په وړاندې هیوادونو په لګښت کې، دا نازک توازن ماتوي . د اوبود سرچینو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور وایي. « دوړاند وینې له مخې، په ۲۰۳۰ ز کال کې به د دوامداره نه بدلیدونکي اقلیمي وضعیت سره په نړۍ کې د ٪ ۴۰ اوبو کموالی وي » .
د هغې لیکوال، ریچارډ کونور (Richard Connor) ، د دولتي مشرانو له خوا د اوبو رسولو په اړه د پوره پاملرنې د نشتوالي له کبله افسوس کوي ،پدې باور دی ، چې د اوبو سرچینې نه ختمیدونکي (بې پایان ) دي . « دې مسئلې ته باید دوامداره پاملرنه وشي،خلک په بشپړ ډول بې پروا دي . انرژی د هیواد امنیت ته د ډاډ ورکولو په موخه لکه د لومړنیو اقتصادي او حتی جغرافیایي فکتور په توګه په پام کې نیول کیږي . ځکه ، دې ته ډیر لوی پام اړول کیږي . څیړونکی خبرداری ورکوي چې د اوبو مسئلې ته نه پاملرنه به ورته د پرمختګ ورو (کراره) تګ په ګډون په لوړه بیه تمامه شي » .
د پېښوسمه پروسه داسې ساینس پوهانولکه ( پوسټل ) تائید کړې ، وړاندوینه یې وکړه چې « د XXI پیړۍ لپاره به اوبه داسې وي لکه د XX پیړۍ لپاره چې نفت ( تیل) وو . که په اصطلاح تور سره زر دومره مطلوب وي ، چې حتی د نظامي شخړولامل کیږي ، دا د دې حقیقت له امله ، چې د هغې زیرمې کمیږي او ټولو پورې تړاو نه لري . همدا شان د تازه اوبو سره واقع کیږي ، محض کله چې تقاضا د هغې د تولیدي ځواک د شونتیاوو څخه ډیره شي . دا پدیده د „ اوبو سترس „ په نوم یادیږي .
د ستراتیژیک مطالعاتود بنسټ مدیر او د اوبو او انرژۍ تر مینځ د متقابلو اړیکو ( عمل) ماهر“ الکساندر تایت „ ، یو ویروونکی ) ډاروونکی ) انځور انځوروي . هغه وویل : » د مدیترانې د جنوبي او ختیځو غاړو هیوادونو کې ــ هغه خبرداری ورکوي ــ سیمه اییزو چارواکو پریکړه کړې چې د اوبو رسولو زېرمې زیاتې کړي . دا پالیسي، لکه د سمندر د اوبو خوږول ( بې مالګې کول ) ، همدارنګه د ځمکې لاندې اوبوراویستنه او د زیات مقدار اوبو لېږدول، د انرژۍ لویو لګښتونو ته اړتیا لري » .
د هغه د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ ز کال کې به په دغو هیوادونو کې د اوبو رسولو لپاره د بریښنا لګښت د ټول لګښت ٪ ۲۰ جوړوي . اوس دا شاخص ٪ ۱۰ دی . خوږول (بېمالګې کول) ، چې معمولآ د اوبو د کمښت د ستونزې د حل کولو لپاره د نړیوالې لارې په توګه ، چې ډیره انرژي مصرفوي او ټول هیوادونه نشي کولی دا توان ولري ، وړاندې کیږي . سعودي عربستان چې د اوبو د خوږولو لوړه وړتیا( ځواک ) یا ظرفیت لري ، هره ورځ ۵،۵ میلیونه متر مکعب اوبه تولیدوي . د دغه مقدار اوبو د ترلاسه کولو انرژي ، په هره ورځ کې د ۳۵۰ زره بیریل تیلوسره برابره ده .
په خپل وار ،د بریښنا تولید او د سون توکو کیندل په ډېره اندازه اوبو ته اړتیا لري . په ځانګړې توګه ، دتایت (Taithe) په وینا، په فرانسې کې د سیند ۶۰ سلنه د اټومي انرژۍ د فابریکو او د حرارتي بریښناد فابریکود سړولو لپاره کارول کیږي . په ورته وخت کې باید یادونه وشي چې فرانسه د اتومي انرژۍ د تولید ( بریښنا تولید ) له اړخه په نړۍ کې دوهم ځای لري ، او دا اوبه چې ( په اصل کې ککړ نه دي ) په لږ لوړ حرارت سره بیرته د سیندونو حوزو ته لیږدول کیږي ، د سمندري واښو د خپریدو او د کبانو د شمېر د کمیدولامل ګرځي . د اوبو په سیسټم (دوران ) کې، هرڅه سره تړل شوي دي . د طبیعي شیانو هر ډول بدلون د ضمني اغیزو سره مخ دي .
د هايډروليک په کارولو سره دژور ګاز توليد د یو ځانګړي بحث مستحق دي . د دې ټکنالوجۍ له برکته ، متحده ایالاتو وکولا ی شول اقتصادي پرمختګ ترلاسه کړي او جیوپولیټیک توازن یې بدل کړی، نورپه عربي تیلو پورې تړاونه لري . مګر له 500 څخه زیات فعاله څاه ګانې د هر یو کندلو لپاره ( چې ډیری یې د اوبو فشارونو( سترس ) په سیمو ( زونونو) کې دي ) د سرطان زا (carcinogenic ) په شمول د ۳۶ کیلوګرامو کیمیاوي توکو سره مخلوط له ۷۵ څخه تر ۱۸۰میلیون لیتر اوبو ته اړتیا ده .
نو موږ اوبه او خپله روغتیا- د اقتصادپه قربانۍ باندې راوړو . په عمومي توګه، د تقاضا زیاتوالی د جدي اندیښنې سبب ګرځي : د ۲۰۵۰ زکال پورې به د څښاک د اوبو غوښتنه ٪ ۵۵ اود برېښنا په برخه کې ٪ ۷۰ زیاته شي او دا د دې حقیقت سره ، چې دواړه یې د ټول بشریت لخوا نه کارول کیږي . شاوخوا ۸۰۰ ملیونه خلک د پاکو اوبود سرچینو څخه لېرې ژوند کوي، او ۱،۳ ملیارده په کور کې برېښنا نه لري . د ټایټ په وینا، د اوبو استخراج لپاره د انرژۍ زیاتیدونکې تقاضا "د ډیرو هیوادونو د پرمختګ ترټولو مهم خنډ او د انرژي امنیت ګواښ" بلل کیږی .
تر کوم بریده د اوبو کمښت د نظامي شخړو لامل کېدی شي ؟ تایت فکر کوي دا غیر منطقی ده . د هغه په اند، هیوادونه (دولتونه ) د همکارۍ په لټه کې دي – ۲۵۰ نړیوال تړونونه لا دمخه لاسلیک شوي دي - سره له دې چې نور ماهران اټکل کوي ، چې راتلوونکي جګړې به د اوبو په سرچینو باندې وي . د کونور په باور ، دا راتلوونکې لا دمخه د راتلو په حال کې ده . کارپوهان په دې باور دي ، چې بې سارې وچکالۍ ، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ ز کالونو پورې یې د پخوانۍ Mesopotamia یا بین النهرین ساحه وځپله ، چې د غنموپه نرخونو کې د پام وړ زیاتوالي لامل شو اوپه پایله کې اوړو او ډوډۍ د سوریې په جګړه کې مهم رول لوبولی دی . د وچکالۍ له امله ، ۱،۵ ملیونه خلک د کلیوالي سیمو څخه ښارونو ته وکوچېدل، چې دمخه یې د بشار الاسد رژیم پر ضد لاریونونه پوښلي وو.
کونور په ۲۰۱۰ ز کال کې په روسیه کې وچکالي د لوی اور لګېدوسره او عرب پسرلي کې منځ ته شوې وه د علت ــ اغېز ، تر منځ اړیکې ښيي : په لنډه توګه وای : « روسیه عربي هیوادونو ته د غنمو عمده عرضه کوونکې ده، مګر د اوړو بیه دوه برابره شوې، چې په ټولنه کې د ناخوښۍ لامل شو » . ایا د دې شدیدو کړنو پرته به یې د ډيموکراتیک کولو لپاره داسې ملاتړ ترلاسه کړی وی ؟ دکونور په فکر ، چې نه .
د بحرین ( مدیترانې ) په سهیلي ساحل کې، تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی . په ایتوپیا کې د لوی بند جوړول د مصر سره د اړیکو د خړپړتیا د زیاتوالي لامل شوی ، د هغه د جوړولو مخالفت ، ځکه چې د قاهرې په وینا، دا به په نیغه د نیل په ذخیره اغیزه وکړي او د اوبو رسولو سره ستونزې زیاتوي .
« په هغو ځینوځایونو کې چېرې ، چې د زېرمود سمبالولو( جوړولو) شونتیاوې شتون لري، د چاپیریال لپاره به ډیر منفي پایلې له ځانه سره ولري . دا اړینه ده ، چې د حل نورې لارې چارې پراختیا ومومي » ، ــ فېریریس (Fereres ) وايي . په هند او د چین په جنوب ختیځ کې کروندګرو د ځمکې لاندې اوبو د استخراج لپاره یوه بله بدیل حل لاره موندلې ده . د هدفمندو کړنو له برکته ، په ډیرو سیمو کې پرمختګ راغلی،خو رښتیا د عواقبوپرته نه . په وروستيو کلونو کې د بریښنائي او ډیزلي پمپونو خرڅلاو زیات شوی دی ( د اټکل له مخې، په چین کې ۲۰ میلیون او په هند کې ۱۹ میلیون ) ، چې د بریښناد لګښت د زیاتوالي لامل شوی . په ځینو سیمو کې د ټولې برېښنا ٪ ۳۵ څخه تر٪ ۴۵ پورې جوړوي .
ټایټ (Taithe) دا پېښه د « په لویه پیمانه د ۲۰۱۲زکال د جولای په میاشت کې د بریښنا بندونې ( پارچاوۍ ) د هند په شمال ـ ختیځ کې ۶۷۰ میلیون خلک د بریښنا درڼا پرته پریښودل » سره نښلوي . سږکال هغه وايي ، موسمي بارانونه ډیر پیاوړي نه وو، او چارواکود ورځې د ۶ــ۸ ساعاتونو لپاره د اوبو لګولو د ونډې د زیاتیدو غوښتنه وکړه . په نتیجه کې، د بریښنا زړې شبکې نه شول کولای هغه تحمل کړي .
آن نور څیړونکي لا د چاپیریال د پایلو لپاره خبرداری ورکوي : ‎« هغه ادعا کوي ــ د اضافي اوبو سرچینې یو غولوونکی احساس دی . مګر اوس د اوبو لپاره دا اړینه ده ، چې د تل د ژورو جیولوژیکي جوړښتونو څخه راوباسل شي، او لکه تېل د نوي کولو وړ نه دي » . لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو په راپور کې ښودل شوي ، د ځمکې لاندې اوبه د ٪ ۲۰ نه په ډیره اندازه استخراجیږی . پوسټل ( Postel ) ګوت څنډنه وکړه „ مونږ اوس ، د راتلوونکې لپاره د ټاکل شوو اوبو کار اخلو“ .
د جیو ټیکنالوجۍ انجنیر ، د اوبو کارولو متخصص او په بشري پروژو کې د پراخه تجربولرونکی ، مایت ګوارډیولا (Maite Guardiola) لیکي : مخ پر ودې ډینامیک هیوادونو کې د نفوسو وده او د اوبود زیات حجم اوبوکارولو سره نړیواله اقلیمي تودوښه اضافه کیږي . « د لوی سیلابونو په وخت کې، داسې ښکاري ، چې د اوبو زېرمې بې حده وي، مګر وروسته اوږده وچکالي بیرته راځي، او د اوبو کمښت د ژورې اندېښنې موضوع ګڼل کیږي . دا په ځانګړی توګه په مدیترانه ( بحرین ) کې څرګند دی او د اقلیمي بدلون یوه پایله ده » .
په برازیل کې، هغه چې د نړۍ د اوبو ترټولو لویه حوزه امازون یې په خاوره تیریږي ، په سن پاولوSan Pauloکې په څرګند ډول د ښاري حومې د ودې څخه د اوبو د کمښت ستونزې د را منځ ته کېدو له کبله ، د اوبو لګولو لپاره نورم (راشن ) ایښودلو ته ، اړ کړلای شول .
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، « په اوبو او کانالیزاسیون د تامینیدونکو ښاري اوسیدونکو زیاتېدل په مستقیم ډول د مخ په وړاندې هیوادونو کې د متناوب ( لېرې ) سیمو چټک پرمختګ سره تړاو لري . په ۲۰۲۰ م کال کې ، د دوی شمېر ۹۰۰ میلیونه خلکو ته نژدې کیږي ، او دا هغه کسان دي چې تر ډېره بريده د لوی شدید اقلیمي اوبود اغیزې لاندې وي » .
د عمل کولو اړتیا ، مګر څنګه ؟ په داسې حال کې ، چې ساینس پوهان لکه (Stephen Hawking ) په نورو سیارود لاسبري په لټه کې دي ، ادعا کوي ، چې په سلو راتلوونکو کالونو کې « د نړۍ زړښت چیرته چې خلک ډیر او سرچینې لږ ې شتون ولري » له امله انسانان د ویجاړۍ له ګواښ سره مخامخ کیږي ، نور بیا داسې ډراماتیزم ته مایل نه دي ، د لګښت نورم جوړولو (راشن ) په خوا ولاړ دي . د ملګرو ملتونو راپور وايي، « د سیارو د خلکو د مخ پر ودې اړتیاود پوره کولو لپاره د اوبو کافي زیرمې شتون لري، مګر دا به د اوبو د سرچینو په مدیریت کې بدلونونو ته اړتیا ولري » . په ځانګړې توګه ، دا به د چاپیریال د مقرراتو سره سم د طبیعی سرچینو ویشلو لپاره یو بشپړ حقوقي کاري چوکاټ ته وده ورکړي .
د کونور او فیریریس په وینا، د ستونزې د هوارولو کلید د اوبو لګولو د عصري سیسټمونو او د هغه نباتاتو چې د هرې سیمې لپاره تر ټولو مناسب وي تطبیقول دي . د دوی په وینا، د داسې نوښتونو د حل لارو لکه د هوا څخه اوبه اخیستل یا د هغو نباتاتوترویج ، چې تقریبآ اوبه کولو ته یې اړتیا نه وي ، د څیړنو لپاره له ۲۰ څخه تر ۳۰ کلونواړتیا ده . د میئت ګوارډیولا( Mayte Guardiola) ، د خپلې خوا د دوهم ځل لپاره د ناولو ( ضایع شوو ) اوبو په کارولو تمرکز کوي . د هغه په اند، که چیرې د اوبو لګولو (خړوبولو ) لپاره یې وکار وو، په دې توګه به په هسپانیه کې ، په کرنه کې کارول شوې اوبه کېدای شي ٪ ۳۰ کم شي » .
Fereres همدارنګه وایي د خوړو د جوړښت بدلون ته هم اړتيا ده ،ددې لپاره چې اوبو ته اړتيا کمه شي پروټين کم کړئ . په بوتلونوکې د اوبو سره ټینګ مخالفت لري : « ټولنه د اوبو پاکولو په برخه کې ډیرې پېسې لګوي . کله چې زه یو رستورانت ته ځم، نو غواړم چې ما ته په لوښي ( د اوبو جیک ) کې اوبه د اوبو د نل څخه راکړي . د ګوارډیوولا Guardiola له انده ، دا د افسوس وړ ده ، چې هسپانیه په بوتلونو کې د اوبو خورا لوی پیریدونکي هیواد دي . دا قیمت د نل د اوبو څخه د ۵۰۰ څخه تر زر ځلې لوړ دی ، همدارنګه ، په چاپیریال د پلاستيکي بوتلونو او ترانسپورت داغیز په اړه خو لا خبرې پرېږده » .
لوبغاړی (Actor)مات دامون (Matt Damon) هڅه کوي ، چې د فلم جوړونې میدان ته د رسېدوسره سم په سر د تشناب څخه د اوبو ډک سطل په اړولو سره ، د خلکو پام ځان ته راوګرځوي : « هغه کسانو ته چې زما د میرمنې په څیر فکر کوي چې دا ناراحت (ځوروونکی ) کوونکی دی ، زه کولی شم ووایم : په لوېدیځو هېوادونو کې دتشنابو اوبه د هغه اوبو په پرتله ، چې د مخ په وړاندې هیوادونوکې د خلکو لخوا کارول کیږي ، ډیرې پاکې دي » . دامون یو د هغو هغووتلو کسانو څخه دی ، چې د خپلې غیر حکومتي موسسې Water.org له لارې، د اوبو د کمښت او د ستونزو د لاملونو په وړاندې مبارزه کوي .
۱۲ کلنه سوډانۍ نجلۍ هره ورځ له ۲ نه تر ۴ ساعتو پورې وخت ددې لپاره مصروفوي ، چې دومره اوبه راغونډې او په سر باندې په جګ ( مشک ) کې یوسې تر څو یوازې پنځه لیټره تازه اوبه د خپل پایښت لپاره ترې چمتو(تیارې ) کړي . دا د هغه ( ۲۰ ) لیتره ، چې نړیوال روغتیايي سازمان اوهمدارنګه یونیسیف یې د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پوره بولي ، څلورمه برخه کیږي . په دې ارزي چې ووایو ، ملګرې یې په کاناډا کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ د ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ لیترو پورې اوبه مصروفوي .
« اوبه پخپله هومره ډیر ګران نه دي . د اوبو پاکول اوتآمینول ډېر د پام وړ ګران دي ، دا هغه څه دي ، چې خلک ور ته متوجه نه دي » . په هسپانیه کې په منځنۍ توګه سړي سر د اوبو لګښت په هره ورځ کې ۱۴۲ لیتر دی . په هرصورت، د ګوارډیوولا Guardiola په وینا، د اوبو رسولو سیسټمونو د خراب وضعیت له امله، مستهلیکینو ته د اوبو رسولو پر مهال ٪ ۱۷،۵ اوبه ضایع کیږي . په آلمان کې، دا شمېره٪ ۵ ده .
دا څرګنده ده ، چې پورته دا ټول اقدامات نه شي کولای د تقاضا زیاتوالی جبران کړي . راتلونکې پرته له اوبو ، کله چې خلک بایدځمکه پریږدي ، لکه څنګه چې په اړه یې خوځند افسانوي فلم (Wall.E) بیانوي ، مالومیږي ، چې د سټیفن هاوکینګ Stephen Hawking وړاند وینې ته نږدې دی . نامتو ستور پوه ( astrophysicist ) وایي « موږ باید ددې مخنیوی وکړو اوخپل ‌B پلان جوړ کړو . او ولې په ریښتیا آبي سیاره په سور بدله نه شي ؟ د نیو میکسیکو پوهنتون لخوا د څیړنې په اساس، د اوبو لویې زیرمې کېدای شي د مریخ په سطح متمرکز وي .

اخذ :
https://inosmi.ru/world