اېمل افغان
دوه مخې سوله

کوم سړی وه دوه ښځې کړې وې دا سړی ډېر ډاران اوکمزوری وه غوښتل يوه هم له ځان څخه خفه نه کړي اونه ده ته کومه ستونزه په کورکې دغه مېرمنې پيدا کړي، کله به چې د شپې ويده شو يوې ته به ويل ته را باندې ګرانه يې اوبلې ته به ويل ته را باندې ګرانه خو ښځې غريبانانې له يوې او بلې خبرې نه وې چې کومه يوه ښيي دواړه به يې خوشحاله ساتلې چې د کور کارونه په منظمه توګه په دې خبرو سره مخ په وړاندې لاړ شي، ولې د ده کارونه به په هېڅ صورت سره د دوی له وېرې او دومره چيغو وهلو سره مخ په وړاندې نه تلل.
بله ورځ دا يوه چې ډېره هوښياره وه پرې پوه شوه ولا دا خاوند خو مې هسې موږ ته ګپ شپ راکوي هېڅ ګرانښت نه شته او ټول وخت زموږ په درغو ضايع او تېر کړ، دی خپلې ميلې او چړچې کوي نورکه په موږ هرڅه راځي دی څه کوي ځکه د ده وخت په کور کې له موږ سره ډېر ښه تېرېږي.
اخر بله ورځ دواړو ښځو يې لاس ورته يو کړی خاوند يې ښه وهلی او ډب او ډوب پرې اچولی سر هم مات شوی بېرون له کور څخه تښتېدلی او خلکو ته غږ کړي هلۍ خلاص مې کړئ خلکو ترې پوښتنه کړې وروره څه خبره ده؟ چې ګرېوان دې په سرو وينو ککړ ده او همدا نارې وهې چې هلۍ خلاص مې کړئ.
نو ده ورته په ځواب کې وويل پوښتنه مه کوئ څوک چې دوه ښځې کوي او بيا هغوی په درغو غولوي دا به هل وي ځکه ما دوه ښځې کړې وې او هغه به مې تل د درغو په سياستونو غولولې او ورته ويل به مې چې نن مې دا کارونه په دفترکې وکړل، سبا به دا وکړم، نن مې دا تړون له بهرنيانو سره د امنيت او پروژو په برخه کې لاسليک کړ، سبا به دا وکړم خودا ټول هسې دروغ وه او دوی مې د خپلو شپو او ورځو تېرولو لپاره غولولې چې اخر راباندې پوه شوې نو زه هم ښه په نره وډبولم.
نو اوس زموږ په حکومتي چارواکو او د دوی په مخالفو ډلو هم د هماغه سړي کانه شوې چې لومړی په خپل منځ کې حکومت و وېشلو اوبيا يې د خلکو ټول عمر د سولې په بهانه په پاکستان، قطراوسعودي عربستان کې ډبولي اوغولوي، دوی هم په دې نه پوهېږي چې د دغو خلکو په وړاندې کوم دريځ اختيار کړو، لږ غيرت په کارده چې دغه ملک نور جوړ شي، ترڅو به د پاکستان د ای ايس ای کلدارې، د امريکا ډالر خورۍ، راځۍ چې خپل ملک جوړکړو دا ملک هم پرموږ حق لري دلته به مو په کې خاپوړې کړې وي مورګانو به مو په کې ژوند کړی وي، پلرونه او نيکونه به مو په کې ښخ وي ولې دومره ظلم له دې ملت سره تاسو (طالب چارواکو، داعيش او دې خوا د ولسمشر محمد اشرف غني ټيم شروع کړی دی) دلته نه طالب وژل کېږي او نه د محمداشرف غني اوعبدالله عبدالله اولادونو ته کومه ستونزه رسېږي دلته افغان ملت وژل کېږي، دلته جهاد نه شته، دلته حورې نورې ټولې د جهاد په بهانه خلاصې اوچور شوې، دلته دوزخ نه شته، دلته ساده سيده مسلماني ده، موږ مسلمانان يو، موږ نور مه وژنۍ، موږ په ژبه اقرار کوو، چې موږ مسلمانان اوبيا افغانان يو، تاسو جنګي ډلې هغه که هرڅوک دي د زړونو مالکان نه ياست چې دومره سخته مو د خپل بادار په مشوره نيولې ده، چې موږ له افغان دولت سره سولې ته نه کېنو، دا کارونه به دېرش کاله وړاندې رهبرانو هم کول چې په کابليانوجهاد روا دی او د کابل خاوره بايد يوځل د دوی په سرو وينو وينځله شي اوس هماغه خلک پټه خوله ناست دي او د امريکا ډالرو ته يې سترګې په لار نيولې، تاسو نور هغه کارونه مه تکراروۍ دا به نور ښه تاريخ زما په نظر ستاسو لپاره په راتلونکي نه وي.
په کار ده، سوله وکړو ترکله به دا جګړه وي او د ليوني ټرمپ ليونۍ مشورې او د پاکستان پخواني قايداعظم اوکرکټي عمران خان تباه کوونکې مشورې وي راځۍ چې سره کېنو اوپه سوله کې ژوند اختيار کړو خدای او قرآن په سوله ښه ويلي، تاکيد پرې کړی، چې په اسلام کې جګړه نه شته اوکه څوک جګړه کوي د جګړې ځای معلوم دی هلته دې لاړ شي له هغوی سره دې جګړه وکړي.