علم پر انسان( نر او ښځه) فرض دی( نه یوازې پر نرینه). (الحدیث)
الله جل جلاله فرمایلي دي، چې تاسې د ځمکې پر مخ څېړنې او پلټنې وکړئ؛ نوي شیونه به پیدا او وپېژنئ! یعنې په الهي احکامو حکم وکړئ او له حرکته مو برکتونه تر لاسه کړئ. له دې څخه څرګندېږي، چې له دیني علم سره دنیاوي، عصري او مدني علم هم اړین دی.
زما په اند په نړۍ کې به اوسمهال د مسلم په پرتله نامسلم وګړي د الله جل جلاله له کلامه ډېره ګټه پورته کوي او له معنا سره به یې لولي او د دې لپاره په کې فکر کوي، چې د علم او پوهې په نړیوال ډګر کې سیال ونلري؛ له نورو ډېره وده، پرمختګ او پراختیا ور په برخه شي یا په اصطلاح په انساني، حیوانې او طبعیي علومو کې نوې پنځونې وکړي، چې تر نورو مخکې او له بریاوو برخمن پاتې شي.
د بېلګې په توګه: نوې او پرمختللې جنګي شوبلې، الوتکې، چورلکې، سمندري جنګي اوبتلونه او سوداګریزې بېړۍ یې جوړې کړي او د شوبلو ضد، د الوتکو ضد، د جنګي سمندري بېړیو او اوبتلونو ضد توغندي هم رامنځته شوي دي.
له بل لوري یې نه یوازې انساني، حیواني او نباتي ناروغۍ پېژندلي؛ بلکې د راز راز ناروغیو د مخنیوي په پار یې بېلابېل درمل جوړ کړي یا د ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه یې هر راز ماشینرۍ او وسایل رامنځته کړي، چې له یوې خوا بشر او د الله پاک نورو مخلوقاتو لکه څاریو، بوټو او نورو ژوندیو موجوداتو ته ګټه ورسوي او له بلې خوا د نوم او کمال لرونکي یاد شي او همدا شان پیسې او کیسې هم پرې وګټي.... خبره همدا ده، بله نه ده.
هو! دا هر څه له علم سره شوني دی او بس! ځینې داسې کسان هم شته، چې زمونږ ځوان کهول یا د ټولنې مخ پر ودې پوړ او قشر په دې تېر باسي، چې مدني، دنیایي او عصري علم یوازې د همدې دنیا دی او همدې ته په کارېږي؛ خو اوخروي علم بیا د دواړو نړیو( دنیا او آخرت) لپاره په درد خوري!
که دا قشر په همدغو ټینګارونو باور او عمل کوي؛ بیا، نو اړینه ده، چې دوی له یادو پرمختګونو او پنځونو لاس ووینځي او تل ترې بې برخې ژوند وکړي. یعنې نه به پرمختګ مني او نه به هغه څه، چې الله پرې د ځمکې پر مخ د پېژندنې، څېړنې او پلټنې حکم کړی او دا زیری یې خپلو بندګانو ته رسولی، چې تاسې به نوي نوي شیونه نه یوازې وپېژنئ؛ بلکې د ځان او طبعیت په ګټه یې هم راوڅرخوئ.
د الله جل جلاله، ځان او طبعیت پېژندنه او ورسره فرهنګي، سنتي او عنعنوي اړیکه نه یوازي د اسلام له شرعیت سره په ټکر کې نده؛ بلکې زموږ ټولنیز پیدایښت، هڅې او غوښتنې هم ورسره بشپړیږي.
دا څنګه؟ دا داسې، چې د خور، مور، لور یا میرمن د رنځ پېژندنې او درملنې لپاره مو ښځینه طبیبه له نرینه یا نامحرومه غوره ده. له یوې خوا مو ورسره ټولنیزه او فرهنګي وېره او شرم له منځه ځي او له بلې خوا ښځه د ښځو د سینې، نسایي ولادي، جلدي او تناسلي ناروغیو کتنه، معاینه او تشخیص کوي، چې دا ټول په بنسټیزه توګه د نر او ښځې له ښوونې او روزنې سره څرګند تړاو لري او له همدې کبله پر دواړو(نر او ښځه) علم فرض شوی دی.
دلته موخه دا ده، چې که تعلیم او زدکړو ته د لومړیتوب حق ورنکړو؛ نو تل به اړ، بېوسه او بې کسه ژوند کوو او هره ورځ به ځوریږو او د پردیو له موخو به قربانيږو؛ د کار سړی به مو نه وي او هر څه به مو تالا ترغۍ کیږي.
هو! لکه، چې پلار، نیکه او اولاد مو لیدلي؛ کله د مادیانو، هندوانو، یونانیانو، عربو، ترکانو، پارسیانو، انګریزانو، روسانو او اوس دادی د امریکایانو، ایرانیانو، پاکستانیانو او هندوستانیانو له موخو او اهدافو قرباني کیږو. نه به مو ځان ته خدمت کړی وي او نه به نورو ته ګټه رسولی شو، نه به د جنګ له شره خلاص شو او نه به د بېسوادۍ له تورتمه راووځو.
هو! همدا علم دی، چې مونږ ته د سولې نعمتونه راښیي، د ودې، پرمختګ، هوساینې او ښیرازې پر لوري مو وربرابروي؛ له کرکې، جنګ او وحشته . مو ژغوري. ان شاالله.