له تیرې شاوخوا يوې میاشتې راهیسې پاکستان د عام وګړو او افغان سوداګرو پر مخ د طورخم او سپین بولډک دروازې تړلې وې اود کرښې دواړو خواوو پراته افغانانو ته اجازه نه وه چې د دې دروازو له لارې تګ را تګ او سوداګریزې راکړې ورکړې وکړي. دا لومړئ ځل نده چې پاکستان د طورخم او سپین بولډک په لارو کې د افغانانو د تګ راتګ پر وړاندې خنډ ګرځي، بلکه له دې مخکې هم پاکستان څو ځله دا عمل تکرار کړئ او افغانانو ته يې د ډېرو ستونزې ترڅنګ په ميلیونونو افغانیو زیان هم اړولئ. افغانستان د پاکستان سره لرغونې اقتصادي او سوداګریزې اړيکې لري او ډیرئ وخت يې خپل د اړتیا وړ سوداګريز توکي له همدې لارو څخه وارد کړي او د هيواد تولید شوي توکي يې له همدې لارو پاکستان او بیا له دې خاورې او کراچۍ بندر له لارې د نړۍ نورو هېوادونو او بازارونه ته صادر کړي دي. ترڅنګ يې پاکستان هم خپل تولید شوي توکي له همدې لارو څخه افغانستان او بیا منځنۍ آسیا هیوادونو ته صادر کړي او صادروي يې. مانا دا چې داوړه هېوادونه دوه اړخیزې اقتصادي او سوداګریزې اړيکې لري او تل هڅه کوي د خپلو تولید شویو کورنیو توکو لپاره نږدې او آسانه د خرڅلاو بازار پیدا کړي. تېرو وختونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يو لړمهم ترانزيتي او سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي او د اجرا وړ دي خو په عملي کولو کې يې زیاتې ستونزې شته او پاکستان له دې تړونونو څخه تل سرغړونه کوي چې د بېلګې په توګه کوی شو د اپتا (Afghanistan Pakistan Transit and Trade Agreement) ترانزيتي تړون يادونه وکړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کال ۲۰۱۱ میلادي د جون میاشت کې لاسلیک شو. د دې تړون بر بنسټ پاکستان موافقه کړې چې د افغانستان باروړونکي موټر کولای شي تر واګه بندره پورې چې له هند سره شریکه پوله لري خپله سوداگریز توکي ولېږدوي. خو پاکستان د ټولو لاسلیک شویوو تړونونو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو او اصولو خلاف له افغانستان سره د کرښې شته دروازې تړلي ساتلې وې. پاکستان وخت ناوخت د دې لارو څخه د سیاسي فشار په توګه استفاده کوي او د لارو په بندولو سره افغانستان او خپل ځان لپاره لوی اقتصادي او مالي زیانونه اړوي چې دا کار په اوږدمهاله کې کولئ شي د دواړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان هېواد په اقتصادي او سوداګریزو اړيکو منفي اغیزې ولري. افغانستان لپاره د ګاونډیو د خرڅلاو بازارونه اړین او لومړيتوب لري، ځکه افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دۍ چې سمندر ته لاره نلري نو د ګاونډیو هېوادونو بازارونه، هم د وخت له نظره او هم د واټن د کموالی له نظره د افغانيو سوداګریزو توکو د ليږد را لیږد لپاره ښه او ارزانه تمامېدای شي او زموږ هېواد په آسانۍ سره کولئ شي خپل تولید شوي توکي په کم وخت او آسانه توګه ياد هېوادونو ته او په ځانګړې توګه پاکستان ته صادر کړي. داچې د لارو د بندېدو د زیان کچه د کوم هېواد لپاره زیاد ده، نو په کار ده ترسو د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو اهمیت او د تولیدي توکو د راکړې ورکړې ارزښت ته وکتل شي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو راکړې ورکړې کچه کال کې کابو ۳ ميلیاردو ډالرو ته رسیيږي چې ۱۵ سلنه يې د افغانستان صادرات پاکستان ته او پاتې ۸۵ سلنه نور افغانستان ته د پاکستان صادرات جوړوي چې د لارو په بندېدو سره دا ارزښت اوسمهال نیم ته را ټيت شوئ.

که پاکستان ته وګورو نو پاکستان د کال شاوخوا ۸ سلنه خپل تولید شوي توکي افغانستان ته صادروي او افغانستان د پاکستاني توکو لپاره تر ټولو ستر مصرفي او نږدې بازار ده، خو د لارو په بندیدو سره پاکستان د دې بازار ډیرئ برخه له لاسه ورکړه. د صادراتو اندازه تر ډیره کمه شوه او پاکستان ته د لارې د بندېدو له عمله د ورځې ۲ ميلیونه ډالره اقتصاد زیان واوښت چې د دې هېواد لپاره لویه اقتصادي ضربه کیدای شي. همدا راز افغان سوداګر د کراچئ بندر څخه په ګټه اخیستو خپل سوداګریز توکي افغانستان ته واردوي او له دې لارې د پاکستان هېواد په ملیونونو پاکستانۍ کلدارې د ګمرکي محصولاتو په توګه لاسته راوړي خو د لارو په بندیدو سره پاکستان دا ګټه له لاسه ورکړه. د پاکستان هېواد په داسې حالی کې د تورخم او سپین بولډک لارې و تړلې چې د دې هېواد تازه ميوې پخې او صادراتو ته چمتو وې، خو د لارې په بندېدو سره يې ځان له ستر اقتصادي زیان سره مخ کړ.
د پاکستان هېواد پالیسي جوړونکي لاهم په مخکېنیو فکرونو کې دي، دوۍ دا فکر کوي چې افغانستان اوس دوۍ پورې تړلئ او د رزق ذخیره يې يواځې په پاکستان کې ده، خو خبر ندي چې اوسمهال افغانستان له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې او همکارۍ لري او له شته فرصتونو څخه ګټه اخلي، د بېلګې په توګه موږ کولئ شو د چابهار بندر یادونه وکړو چې تړون يې تير کال د دريوو هېوادونو افغانستان، ایران او هند ترمنځ لاسلیک شو او افغان سوداګرو وکړای شول د کراچۍ بندر لپاره ښه، ارزانه، او د اعتبار وړ بدیل پیدا کړي. په همدې لړ کې د چین هېواد څخه حیرتان بندر ته د لومړي اورګاډی را رسیدل او د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي درې اړخیزې پروژې لاسلیک کېدل، د ترانزیت په برخه کې هغه مهم پرمختګونه ول چې د افغانستان تکیه ېې پر پاکستان تر ډیره بریده را کمه کړه. اوسمهال افغانستان کولئ شي خپل د اړتیا وړ توکي به ارزانه بیه او ښه کیفیت د سیمې هېوادونو څخه وپیري او نور هېوادونه هم دې ته لېواله دې ترسو د افغانستان تولید شوي توکي په ورين تندي ومني. افغانستان اوس د بدیل لارې لري او که پاکستان په راتلونکې کې د کرښې تړلو ته دوام ورکړي دا به د پاکستان لپاره د خطر زنګ او د اقتصادي ځان وژنې پيلامه وي.
سر بېره پردې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ترانزیت کچه څه د پاسه ۴ مېلیاردو ډالرو ده او منځنې آسیا سره د دې هېواد ډېرې معاملې د افغانستان له لارې کیږي په دې کار سره پاکستان د افغانستان او منځۍ آسیا د هېوادونو د بازارونو ترڅنګ ډېرعواید له لاسه ورکړل.
د دې ټولو زیانونو ترڅنګ يو هم د بې باوري خبره ده، د پاکستان له لوري د لارو بیا بیا بندېدا سبب شوئ چې افغان حکومت او سوداګر د دغه هېواد پر ترانزيتي لارو او تجارت خپل باور له لاسه ورکړي او پرځای يې چین، هند، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته مخه کړي.
بل خوا که افغانستان ته راشو او د لارو د بندېدا تأثیر پر افغانستان وڅیړو نه ویلئ شو چې په تېرو کلونو کې افغانستان يو مصرف کوونکئ او د ترانزيت له پلوه پر ګاونډیو او په ځانګړې توګه پر پاکستان تړلئ هېواد پاتې شوئ. افغانستان خپل ‌ډیرئ د اړتیا وړ توکي له پاکستان څخه واردوی چې ډېره برخه يې لومړني خوراکي توکي لکه اوړه، وريژې، درمل او نور مواد دي. همدا شان افغانستان پاکستان او د دې هېواد له لارې د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرات لري. چې د لارې په بندېدو سره په تجارتي بیلانس کې منفی تغیرات راغلي. د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو له کبله سوداګرو شاواخوا ۱۰۰ ملیون ډالره زیان کړئ دۍ او اوس هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو ۵ زره کانتینرونه چې په تجارتی مالونو بار دي ایسار پاتي او په کانتینرونو کې ډیرئ مالونه له منځه تللي او د خرابېدو په حالت کې، چې ټول زیان يې افغان سوداګرو او په ټوله کې زموږ د هېواد اقتصاد ته اوړي. اوس که د لارو د تړلو زیان پرتله کړو نو زیان يي افغانستان ته د پاکستان په پرتله کم وه، ځګه اوس افغانستان خپله تکیه پر پاکستان کمه کړې او د سوداګرۍ لپاره يې د منځنۍ آسیا هېوادونو او نورو ګاونډیو ته مخه کړې. د بېلګې په توګه که موږ د اوړو يادونه وکړو چې مخکې ډیرئ له پاکستان څخه واردېدل خو اوس دا اوړه له قزاقستان څخه په ښه کیفیت او ارزانه بیه واردیږي. په هېواد کې دننه سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په کتو سره ویلو شو چې هېواد مو لاهم د اقتصادي اړخه يو اړ او له ستونزو ډک هېواد ده، او د پرمختګ او روښانه اقتصادي راتلونکې لپاره ډېر او اوږدمهاله کار ته اړتیا شته. اوس چې د طورخم او سپین بولدک لارې د عامو وګړو او سوداګرو پر مخ پرانېستل شوې، افغان دولت ته څه کول په کار دي؟
افغانستان دولت لپاره په کار ده چې د اوږد مهال لپاره داسې پالیسي غوره کړي ترڅو له يوې خوا په راتلونکې کې د پاکستان له تکیه او اړتیا څخه ځان وژغوري او له بلې خوا د هېواد اقتصادي ستونزې حل او راتلونکی يې خوندي کړي. د سیمې او ګاونډیوو هېوادونو سره د اقتصادی او سوداګرۍ د تړونو نو لاسلیک کول او د سیمې او نړۍ د سوداګرۍ او پرمختګ لپاره لاره هواره ول، پر طبیعی زېرمو او کانونو باندې پانګونه او راسپړل يې، د هېواد د شته او روانو اوبو سم مدیریت چې اوسمهال د هېواد شاواخوا ۷۰ سلنه يې بې له استفاده ضایع کیږی او ګاونډيو هېوادو ته بهیږي، اقتصادي سکتورونو او په ځانګړې توګه د کرنې او صنعت سکتور ته جدي پاملرنه، د ترانزیت او ترانسپورت د زیربناوو پیاوړي کول، د ویجاړ شويو بندونو بیارغول او د اوبو او برښنا نوي بندونو جوړول، د برښنا تولیدول، د هېواد د ننه بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګې اچونې فرصت برابرول او د کورنیو پانګوالو او تولید کوونکو پوره ملاتړ او آسانتیاوې برابرول، بشري ځواک باندې پانګه اچونه، د حکومت له لوري د امنیتی وضعیت د ښه کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کول، د وارداتي توکو بدیل تولید او د وارداتو د تعویض سیاست څخه ګټه اخیستل او نورې هلې ځلې هغه څه دي چې کولی شي د هېواد د کورنيو تولیداتو او صادرات په لوړوالی، وارداتو په کموالی، د وزګارتیا او بې وزلي به لمنځه وړلو او د هېواد په اقتصادي پرمختګ او استقلالیت کې مهم او اساسي رول ولوبوي، چې په نتیجه کې افغانستان د وارداتي هېواد څخه صادراتی هېواد ته واړوي.
د دې لپاره چې په راتلونکې کې د شته ستونزو او زیانونو مخنیوی وشي دواړو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته په کار ده ترسو په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې سیاسی علایق او سلیقی کمرنګه کړي، ناسمه اقتصادي او سیاسي پالیسۍ هېرې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همکاریو فضا رامنځ ته کړي، په اړیکو کې شته ترينګلتیا ته د پای ټکي کیږدي او د دواړو هېوادونو او د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره لاره هواره کړي.
د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځان بساينې په هیله.