د تیرې چهارشنبې په ورځ په یو کنفرانس کې د استرالیا د کورنیو چارو وزیر، پیټر ډوټن د خوندي سرحدونو د عملیاتي پروګرام لپاره د پوځ تورن جنرال (کریګ فیورني) د نوي قومندان په توګه معرفي کړ.

ډوټن وویل، ښاغلی فیورني به د جمعې په ورځ له مرستیال مارشال (سټیفن آسبورن) څخه د خوندي سرحدونو د عملیاتي پروګرام مسولیت په غاړه واخلي او په خپله نوې دنده کې به کار پيل کړي.

سټیفن آسبورن چې له دغه پوسته تازه لېرې شوې، په یاد کنفرانس کې وویل، «د خوندي سرحدونو عملیات د استرالیا لپاره خورا مهم دي او په هکله یې باید مونږ بې پروا پاتي نشو.»

نوموړي وویل، د سمندر له لارې د ناقانونه کډوالو د قاچاقي راتګ ګواښونه تقریبآ ختم شوي خو په بشپړه توګه تراوسه له منځه نه دي تللي.

همداراز په دغه کنفرانس کې جنرال کریګ فیورني د کډوالو قاچاقبرانو ته په خطاب کې وویل، «که څه هم دی د خوندي سرحدونو د عملیاتو نوی قومندان ټاکل شوی، خو د دغه عملیاتو په تګلارو کې هیڅ بدلون نه دې راغلی.»

نوموړي وویل، «هر هغه څوک چې استرالیا ته له ناقانونه لارو د راتګ فکر کوي، هغوی ته وایم له دغه کاره لاس واخلئ، ځکه زما تر مسولیت لاندې به تاسې هیڅکله په خپله هڅه کې بریالي نشئ، وبه نیول شئ او بیرته به وګرځول شئ.»

د خوندي سرحدونو عملیات، استرالیا کې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره د قانون پلي کولو یو ملکي پروګرام دی، خو د استرالیا حکومت ورته نظامي ژبه او جوړښت ورکړی ترڅو په مرسته یې دغه حکومت وکړای شي په کښتیو کې د ناقانونه کډوالو د راتګ مخه په اغیزمن ډول ونیسي.

د خوندي سرحدونو عملیات په کال ۲۰۱۳ کې پیل شوي. جنرال فیورني د دغه عملیاتو له پیل راهیسي څلورم قومندان دی چې مسولیت یې په غاړه اخلي. وړاندې له دې د یادې دندې رهبري د استرالیا د مخکښو پوځي چارواکو لکه برید جنرال (انګس کامبیل)، تورن جنرال (انډریو باټریل) او مرستیال مارشال (سټیفن آسبورن) په غاړه وه.