د استرالیا د کډوالو په سمندري ساتنځایونو کې له زرو زیاتو پناه غوښتونکو د استرالیا د حکومت په وړاندې په محکمه کې قضیه پیل کړې او ادعا کوي چې د استرالیا د حکومت د توقیف له امله هغوی زورزیاتې او شکنجي ګاللي او د بشر حقونه یې تلف شويدي.
دا هغه شمیر پناه غوښتونکي دي چې دا مهال د استرالیا په دوو توقیف مرکزونو، مانوس او نایرو کې ساتل کیږي.
دغه کسان وايي ، دوی غواړي له دې لارې ازادي ترلاسه کړي او خپل اوږده توقیف ته خاتمه ورکړي.
یاد پناه غوښتونکي ادعا کوي چې د استرالیا حکومت ځورولي او شکنجه کړي، د دوی په وړاندې یې بشر ضد جرمونه ترسره کړي او همداشان په قصدي ډول یې دوی اړ کړي ترڅو ځانوژنه یا ځانځورونه ترسره کړي.
د یادو پناه غوښتونکو شمیر تقریبآ ۱۲۰۰ ته رسیږي. دوی وايي، د استرالیا مخکښ او مشهور وکیل جولین برنسایډ به یې په محکمه کې استازیتوب کوي.
بل خوا د استرالیا حکومت په مکرر ډول له خپلو تګلارو دفاع کړی او په سمندري توقیف مرکزونو کې دغه هیواد ته په کښتیو کې راغلي ناقانونه کډوالو ساتل یې پرځای کار بللې.
د دغه هیواد لومړی وزیر سکاټ موریسن د دغه کار لپاره دا دلیل وړاندې کوي چې که د توقیف مرکزونو کډوال استرالیا ته راوړل شي نو دا کار ښايي نور خلک وهڅوي چې د استرالیا په لور په قاچاقي ډول راشي.