تایلینډ کې سلګونه پاکستاني عیسویان چې دغه هیواد ته د یو خوندي ځای په لټه تللي، اوس د تایلینډ د حکومت لخوا ښايي بیرته پاکستان ته ستانه کړل شي او یا ممکن هغوی په تایلینډ کې د کډوالو موجودو توقیف خونو ته ولیږدول شي.

یادو پاکستاني عیسویانو د سخت دریځو اسلامپالو له ویرې خپل هیواد پریښې او تایلینډ د یو خوندي ځای په لټه تللي، خو تایلینډ د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ میلادي کال د پناه غوښتونکو کانوانسیون تراوسه نه دی لاسلیک کړی او له همدې امله دغه حکومت په خپل هیواد کې پناه غوښتونکي په رسمیت نه پیژني.

په دې وروستیو کې ډیری پاکستاني عیسویان تایلینډ ته ځي ترڅو هلته د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ په مرسته د اروپا په کوم هیواد کې پناه واخلي. خو ډیری وختونه دغه کسان په دغه کار کې نه بریالي کیږي او له امله یې هغوی د کلونو لپاره د تایلینډ د ناقانونه کډوالو په ډاروونکو توقیف خونو کې پاتې کیږي.

د تایلنډ حکومت څه موده وړاندې اعلان کړې وه چې غواړي عیسوي مذهبه پاکستاني کډوال توقیف خونو ته ولیږدوي ځکه هغوی په رسمیت نه پیژني.

له اعلامیې وروسته دغه هیواد په پلازمینه بینکاک کې د میشتو ټولو نارینه پناه غوښتونکو چې کڼ شمیر یې عیسویان وو، د اوسیدو ضمانت لغوه او هغوی توقیف خونو ته واستول.

نړیوالو څارونکو ادارو راپور ورکړې وه چې په دغه کسانو کې تقریبآ (۱۱۵۰۰) له پاکستان څخه تښتیدلي عیسوي مذهبه پناه غوښتونکي وه.

د یادونې وړ ده چې د دغه اقدام له امله د تایلنډ پر حکومت نړیوالې نیوکې رابرسیره شوې چې ګواکې له دغو پاکستاني عیسویانو سره چې د سخت دریځه اسلامپالو له ویرې دغه هیواد ته کډوال شوي سم چلند نه کوي.

د کډوالو مدافعینو آن ادعا کړې وه چې د تایلنډ حکومت د دغه اقدام له لاری غواړي پناه غوښتونکو ته د توقیف خونو بد وضعیت وښیي او په یو ډول هغوی اړ باسي تر څو خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شي.