چې یې مینه په رښتیا کړه هغه مور وه
چې رڼا یې دا دنیا کړه هغه مور وه

هم خاپوړې هم لفظونه یې درزده کړل
دژوند لاره یې رڼا کړه هغه مور وه

کړاوونه یې په چوپه خوله ګاللي
بیایې هم په خوله خندا کړه هغه مور وه

ته ناروغ وې ستا له غمه ویده نه شوه
ټوله شپه یې بیا سبا کړه هغه مور وه

تا به کله په ناحقه ورټله
دې به ستا سر ته دعا کړه هغه مور وه

ته به لیرې چیرې تللی په سفر وې
تاپسې به یې ژړا کړه هغه مور وه

ترهغو چې به د کور په انګړ نه وې
نرم زړه به یې درزا کړه هغه مور وه

هغه سختې شیبې پام کوه هیر نه کړې
چې پالنه یې دستا کړه هغه مور وه

خوبیاهم که چا ازار یې وي اخیستی
لا فرصت لرۍ پخلا کړه هغه مور وه

( وارث ) لپې کړل لاسونه ذالجلال ته
مغفرت یی استدعاکړه هغه مور وه

اوسلو ـ ناروې