اېمل افغان

په يوه کلي کې يوې زړې پېغلې ژوندکاوه نو دکلي نورو پېغلو اوځوانانو به ورته ويل چې بسوګۍ کوژده دې څنګه شوه هغه غريبه چې د رنګ او ښايست له پلوه لږ توره هم وه نو دې به ورته ويل چې ما څوک څه کوي ننني ځوانان خو ښو او ښايسته پېغلو پسې ګرځي اوکوښښ کوي چې له هغو سره واده وکړي او خپل ژوند جوړ کړي.
خو بله ورځ مه کوه چې د لرې سيمې کوم ځوان را برابر شوی او بسوګۍ ورسره نامزاد شوه او ټول کلی د بسوګۍ په نامزادۍ خبر او خوشحاله شو او هره پېغله او ځوان راځي بسوګۍ ته د مبارکۍ پيغامونه ورکوي چې بسوګۍ نامزادي دې مبارک شه بسوګۍ ورته په ځواب کې وايي دا ډېره لرې خبره ده، چې زه دې نامزاد شم يقين مې نه راځي چې په دې وران او کنډواله کلي کې د دې ظالمو خلکو په ځانګړې توګه له ظالمو وسلوالو څخه دې زه نامزاد شم.
خو په هرصورت خبره به ډېره نه اوږدو چې موضوع را څخه بلې خوا لاړه نه شي بسوګۍ نامزاد شوه او دکلي خلکو د بسوګۍ د واده د جوړولو پروګرام ونيوه او غوښتل يې چې خلکو ته ډوډۍ موډۍ هم ورکړي خو بلاخره دا کار يې په ډېره ښه توګه ترسره کړ او د دې وخت را ورسېدلو چې د بل کلي خلک د بسوګۍ په ناوې پسې راغلل او ځوانانو يوه ښه سره او شنه ډولۍ په اوږو ايښې او غواړي چې خپل کلي ته د بسوګۍ ناوې په کې يوسي خو دا کار يې په ډېر ډنګ او ډول سره وکړ او هغه يې خپل کلي ته يوړله اوبسوګۍ هم د خپلۍ خسرګنۍ له خوا خلکوته ښکاره شوه او هغه کوم دود او دستور چې په ولس کې د دې خلکو وه هغه يې ترسره کړ او شپه شوه، چې شپه هم په ښه شان او شوکت سره د بسوګۍ او خاوند له خوا په خوښۍ تېره شوه، نو بلاخره سبا ورځ بسوګۍ چې ګوډه او ماته په ليک او لوست هم پوهېده د خپل کلي ځوانانو ته يې ليک ور ولېږلو چې پلانيه او پلانيه... سلام له سلام څخه وروسته زه اوس په دې پوه شوم چې بسوګۍ واده شوه او تر پرونه مې ستاسو په غولوونکو خبرو يقين او باور نه راتلو چې بسوګۍ به د مېړه خاونده کېږي او په دې کلي کې به ستاسو له لاسه ودېږي؟
نو اوس راځم اصلي خبرې ته په افغانستان کې پرموږ ملت هغه د بسوګۍ واده هم رانغلو چې زموږ ارمانونه هم ورسره پوره شوي وايې څلور کاله وړاندې په افغانستان کې د جمهوري رياست لپاره درې ځلي ټولټاکنې ترسره شوې چې يوځل ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ټاکنې وکړې دوي د خلکو په پاکو رايو قناعت ونه کړ او ريشخند يې پرې ووهلو د امريکا خارجه وزير جانکير يې راوستلو چې يوځل بيا ټول ټاکنې ترسره کړي په دې معنی چې پنځوس جمع يوه رايه يې پوره کړې نه ده، نو ټاکنې دوهم رونډ ته لاړې له هغه وروسته يې ورته حکومت ووېشلو چې پنځوس فيصده حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني او پنځوس د عبدالله عبدالله، ملت يې همداسې تر نن ورځې په ډاک پرېښودلو چې هغه کانې اوس يوځل بيا په افغان ملت د ولسي جرګې په ټاکنو کې تکرارېږي.
موږ په دواړو ولسمشرانو په لومړي او دوهم ولسمشر نور په تونده لهجه غږ کوو چې په افغان ملت نورې ملنډې مه وهۍ تاسو د حکومت کولو وړتياوې په خپل ځان کې نه لرۍ، له رواني او ذهني لحاظه تکليفونه لرۍ، تاسو ښه ادارچيان نه ياست، تاسو اقتصاد خراب کړ، ستاسو په حکومت کې د افغانستان پياوړي ځوانان اروپا او امريکا ته وتښتېدل او د کار زمينې مو ورته برابرې نه شوې کړای، تاسو په دې اعتراف وکړۍ او له خپل ملت څخه نور بخښنه وغواړۍ چې موږ په خپل حکومت کې ناکام پاتې شولو او نور بايد له سياست او سياستونو څخه لاس په سر شۍ، تاسو غوره سياسي لوبغاړي نه ياست، تاسو د ټاکنو له بې واکه کميسيون او د شکايتونو له کميسيونونو څخه د خلکو د پاکو رايو پوښتنه وکړۍ چې تاسو د کابل ولايت رايې ولې خرابې کړې چې د ټاکنو کميسيون په ورځ کې درې ډوله کنفرانسونه ورکوي، ځکه دوي دروغ وايي يوشخص چې دروغجن وي د هغه حافظه هم کمزورې وي تاسو د ټاکنو د کميسيون د کمشنرانو ليونيو ويناګانو ته پام وکړۍ چې دوي ولې د افغانستان په دري دېرش ميليونه نفوس په رايو ملنډې وهي او بيا د شکايتونو د کميسيون وينا ته وګورۍ چې د ټول کابل راې باطلې اعلان کړې زه په ملت غږ کوم چې نور نه بايد د ټاکنو صندقونو ته د رايې ورکولو لپاره لاړ شي او نه د هغوی صندقونه په خپلو سيمو او ساحو کې له ځان سره نږدې پرېږدي.
اوس نو راځه ولسمشره او ولس کشره تاسو خپله د دې پرېکړه وکړۍ چې کومه يوه به ستاسو په نظر د افغانستان په داسې نازکو او ناوړه حالاتو کې درسته وي قاضيان او د کميسيون مشران تاسي چې نن ملت ته د خپلو ورکړو رايو په وړاندې څرنګه ځواب وايې په دې پسې د ولسمشرۍ ټاکنې را روانې دي ستاسو به د کانديدۍ شعارونه څه وي دا ملت هم داسې نه دی چې تل به ستاسو له خوا غولول کېږي او رايې به يې له خاورو سره خاورې کېږي او ګوتې به يې د ټاکنو د دښمنانو له خوا پرې کېږي نور بس دی...

يو څو په وينو سره لوګري ګرځي په ګل بڼ کې
د حسن څانګې ماتې دي ګلونه په ژړا دي
د ژوند سرور مې ولوټه بدرنګو هوښيارانو
د رنګ ميکدې ړنګې دي جامونه په ژړا دي