طنز
محمود نظري

د فیسبوک ترانه

پارلمان کې دغلو اکثریت د خلکو بد ذهنیت ښیي
وطنفروشي بیا دهر وکیل مغزي ظرفیت ښيي
ایران او پاکستان او روس خرو ته پټي ګوتې ورکوي
ځکه بوشه خره ډیرژر د افغان له کلمي سره ضدیت ښیي

واوره وروره د فیسبوک یوه طبي ترانه
هره ورځ یوشی کړې راته داکسیروخزانه
یو لیکي د شوګر لپاره ښه ده دخره اینه
سهار ماښام خوره ورسره ډوډۍ اوربوښینه

بل لیکي هر ورځ خوره یوه ترخه کړېړه
بل لیکي خوره زنجبیل او ژړه هرېړه
بل لیکي هر ورځ د بېنډۍ اوبه خوره
بل لیکي تل د انګوروشنه غوره خوره

بل لیکي ښه ده تر ټولو ورسته کیله
بل لیکي کوه یوه کپه ددیګ مساله
د ورځي د سرو مرچکو خوره یوه ډکه پیاله
بل لیکي تر ټولو ښه ده دوریجو ترخه ادوه

بل په ډاډ لیکي تور مرچ په پزه کش کړه
هر وخت خپل ځان ته دسترخوان کش کړه
بل لیکي وخوره کلکي مستې او لیمو
دا څرخوي چپه د شوګرې ډینمو

وکړو موږ د کوم فیس بوکي ډانګټر په خوله
دا خوره دا مه خوره هرکله هیڅکله
ددې شیانو به خوړومی ټپي سوه معده
ډانکټر ویل خرابه سوې دي ده یوه ګرده
دهر یوه د تیریدو لپاره مي ورسره خوړل بوره
له دې خاطر مي شوګره دوه چنده سوه
چې ددي ټولو د خوړو سوم سم بیچاره
هغه خپلو ګولیو مي وکړه دشوګرې چاره
مه کوئ په خوله دهر فیس بوکي
چې په پټو سترګو هر شی شیر کوي