څه کول پکار دي چې مسوليت ولس ته راجع او په په پرېکړو کې دخيل شي .

- ولايتونه, والي او د ولايت اړوندې ادارې دې لغوه شي.
- ولسوال او د ولسوالۍ ښاروال دې د رايو له لارې وټاکل شي. د ټاکلو معيارونه دې ورته مرکزي حکومت وټاکي.
- د ولسواليو شمېر دې 249 وي چې د ولسي جرګې د وکيلانو له شمېر سره سم وي.
- هره ولسوالي به لکه يو فدرالي ايالت داخلي خود مختاري لري.
- د تجزيې وېرې نشته ځکه يوه ولسوالي ځان په بېل هېواد نشي بدلولی. د مرکزي حکومت زور پرې بر وي.

- پدې صورت کې د هرې ولسوالۍ وګړی احساس د مسوليت کوي چې يو څه وکړي. ځکه اختيار د دوی خپل دی. هره پړه په مرکزي حکومت نه اچوي. د هرې ولسوالۍ اداره هڅه کوي صادرات ولري او کسبونه ايجاد کړي. د ولس لاس خپل ولسوال ته زر ورسي.

- دا وېره به لری چې د ولسونو تر منځ به واټن ډېر شي. داسې نده. د لغمان ولس چې د مارکتونو, رستورانتونو, صنعتي پارک . . .لپاره ځمکه بېله کړي نو سرمايې ته اړ دي. دا ځمکه به يې د اخيستو, کرايې,ګرو کولو او ابادۍ لپاره انلاين ليلام کړي وي. له ننګرهار, هرات او کندهار به تجاران ورځي. دوی به هلته دفتر او کور هم را نيسي. پدې کې به د دوستۍ ريشتې هم جوړېږي. زمونږ اړيکې به د تجارت وي.

- که د يو څو ولسواليو ولس شرير وي نو شر به يې همدوی پورې محدود وي. که يې شر نورو ته رسېده نو د پاتو 245 ولسواليو مشترکه ملي اردو او پوليس به يې ځپي.

- هره ولسوالي به يو بيرغ لري چې د هغې ولايت د زراعتي يا صنعتي توکو نشان به لري. د ولسواليو تر منځ به د سپورت لوبې او علمي سيالۍ صورت نيسي.

- چې کومه ولسوالي ښه پوهنتونونه لري هلته به د محصلينو شمېر ډېر وي. کار به هم ډېر وي.

- پښتون مېشته ولسوالۍ کې به په خپله ژبه زدکړې او دفتري کارونه صورت نيسي.
- پوليس, قاضي, د امنيت قوناندان او نور ريسان به د خپلې ولسوالۍ وي.
- د درمل, ناروغيو,نرخونو,جرمونو او نورو کتترول به اسانه وي.
- هره ولسوالي کړی شي د مرکزي حکومت د قوانيو په رڼا کې له بهرنيو کمپنيو سره تجارت اړيکې ولري. دوی به اړ نه وي چې هر وزرات کې زارۍ وکړي او رشوتونه ورکړي.
- مذهبي او غير مذهبي پردۍ ډلې نور کار نه ورکوي. ځکه يوه ډله که د قدرت لاسته راوړلو هڅه کوي دی په ولسواليو خپل فکر نشي منلی. هره ولسوالي يو فدرال غوندې ايالت دی.

-د مرکزي حکومت دنده به د ماليې ټولول او په لويو پروژو مصرف وي. چون د ولسواليو زور لويو پروژو ته نه رسي نو بايد يوه برخه د ماليې مرکزي حکومت ته ورکړي.
بله دنده يې د نړۍ سره د ولسواليو په ګټه اړيکې دي.

- د هرې ولسوالۍ ولس به دومره بوخت وي چې جنجالونو ته به وخت نه لري.

که د يوه پلار دولس زامن وي. دولس جريبه ځمکه. ممکن دری زامن يې هم تخم راوړي, هم ځمکه واړوي, هم يې وکري, هم يې وريبي او هم يې وپلوري. دا نور ټمبلي کوي خو اخر کې برخه غواړي. لټان وخت په غورو او باټو تيروي. ممکن دا دری وروڼه يو څو ځله د دوی برخه ورکړي خو آخر اړ کېږي چې چل ورسره وکړي. پدې توګه جنجال جوړېږي. که پلار د هر يوه برخه ور بېله کړي بيا نو به هغه ټمبلان هم فعال شي. د کورنيو داخلي جنجال به يې هم کم شي. ماشومانو او ښځې به ارامه وي. که د دولسو وروڼو عايدات ډېر شول دوی کړی شي په شريکه ښار کې يو ګدام او دکان په کرايه کړي. يو تن پکې په معاش دکاندار کړي. د دغه دوکان ګټه لس کاله بانکې کې ټوله بيا دولس دوکانه پرې واخلي. پدې توګه لس کاله وروسته هر يو يو, يو دوکان او يو جريب ځمکه لري. دوی کولی شي بيا پيسې شريکې کړې يو مارکت جوړ کړي.