له څه مودې راهیسې پاکستانۍ رسنۍ په افغانستان کې د اوبو د مهارولو هڅې (لکه د شاه توت پروژه چې هند یې د ۲۳۶ ملیونه ډالرو په ارزښت د کابل په سیمه کې د ۱۴۶ ملیونه مکعب متره اوبو د ذخیره کولو په موخه د پلي کولو نیت لري) د افغانستان او پاکستان په روابطو کې د هند د لاس وهنې د یوې بېلګې په توګه عامه اذهانو ته وروپېژني. د پاکستاني رسنیو دغه په اصطلاح اندېښنې په یو شمېر معتبرو نړۍوالو رسنیو کې هم انعکاس مومي او په افغانستان کې یې هم د جنجالي خبرونو تږي ژورنالستان او رسنۍ په غبرګولو کې ناغېړي نه کوي (دي نېشن – جولای ۹، دي ديپلومات - اګست ۲۰، فارین پالیسي – نومبر ۱۳، رزاق مامون – د عقرب ۲۳، ...) 

پاکستان هڅه کوي چې خپل ولسونه له دې وډاروي چې په افغانستان کې، د کابل د سیند پر حوزه، د بندونو جوړول به د کرښې اخوا سیمې اعیزمنې کړي او له دې لارې د افغانستان په جګړه کې خپلې لاسوهنې توجیه کوي. 

په افغانستان کې هم د تلویزیوني بحثونو کارپوهان چې د عیني واقعیتونو پر ځای پر عندي خیالونو ډېره تکیه کوي، کله نا کله پر پاکستان د اقتصادي فشار د وسیلې په توګه د اوبو مسئلې ته ګوته نیسي. 

د افغانستان اوبه د یوې سترې ملي شتمنۍ په حیث د هېواد د اقتصادي راتلونکې په اړه یو محوري بحث دی خو دا موضوع یوه ساده شعاري خبره نه بلکې خورا پېچلي تخنیکي ابعاد لري چې ژور فکر غواړي. 

په دې لیکنې کې د افغانستان د اوبو تر یوې سرسري ارزونې وروسته د افغانستان پر ضد د پاکستان د حکومت او استخباراتو د رواني جګړې له پاره د پاکستاني مطبوعاتو هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې ګواکې افغانستان د هند په مرسته پر پاکستان د اوبو وچولو هڅه کوي. همدا راز د افغان سیاستوالو او تحلیلګرو پام د دې موضوع واقعیت او حساسیتونو ته را اړول شوی دی. 

۱ - د افغانستان د اوبو یوه عمومي ارزونه 

افغانستان د اوبو پینځه بېلابېلې حوزې لري چې هره یوه یې ځانګړي تخنیکي، اقتصادي او سیاسي اړخونه لري. د دې لیکنې مرکزي ټکی د کابل سیند او له پاکستان سره د افغانستان د اوبو موضوع ده خو د مطلب د روښانتیا له پاره به په لنډ ډول هغه نورې څلور حوزې هم یادې کړو: 

د آمو حوزه :  

د آمو د اوبو حوزه په افغانستان او ګاونډ کې پر ۲۲۷۸۰۰ مربع کیلومتر ساحه کې غوړېدلې چې ۳۹٪ یې (۹۱۰۰۰ مربع کیلومتره) په افغانستان کې ده. د آمو سیند ۲۵۴۰ کیلومتره اوږد دی چې ۱۲۰۰ کیلومتره یې له تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان سره د افغانستان ګډه پوله جوړوي. په افغانستان کې د آمو حوزه له پینځو مهمو برخو متشکله ده (رستاق، خان آباد، کوکچه، کندوز او پنج). د آمو سیند ۹۰۰ کیلومتره بستر د کښتیو چلولو وړتیا لري او د یو مهم ترانزیتي محور نقش لوبولای شي. 

د آمو څنډو ته پرتې ځمکې په دوامدار ډول د توږل کېدو په حال کې دي نو د آمو د څنډو د استحکام موضوع د هېواد د سترو حیاتي پروژو یوه برخه بلل کېدای شي. د کوکچې  پر سیند ۴۵۰ میګاواټو شاوخوا برېښنا په ظرفیت د بند پروژه هم ډیزاین شوې ده. 

د هريرود-مرغاب حوزه: 

دا حوزه د هریرود، مرغاب او کوشک رود سیندونو څخه جوړه شوې ده او شاوخوا ۸۰۰۰۰ مربع کیلومتره مساحت لري. 

د مرغاب سیند په ۴۰۰۰۰ مربع کیلومتر ساحه کې پروت دی چې د ترکمنستان په شګو کې ورکېږي.  

هری رود د بابا له غرونو پیل کېږي، ۶۵۰ کیلومتره د افغانستان دننه بهېږي، بیا سل کیلومتره د افغانستان او ایران پوله جوړوي، ورپسې په همدومره اوږدوالي د ایران او ترکمنستان پوله جوړوي او بیا د ترکمنستان له تجن سره په شګو کې ورکېږي. 

د هرات په چشت شریف کې د سلما بند د هریرود اوبه ذخیره کوي. دا بند ۶۴۰ ملیونه مکعب متره اوبه زېرمه کوي او ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي. 

د هریرود اوبه د افغانستان د ابادۍ له پاره ضروري دي خو ایران او ترکمنستان هم ترې ګټه اخیستل غواړي. 

افغانستان له ایران سره د هریرود د وېش له پاره کوم ځانګړی تړون نه لري نو ځکه ایران پر هریرود د بندونو او نورو تاسیساتو جوړولو ته د ګواښ په سترګه ګوري. 

د شمال حوزه: 

د شمال د اوبو حوزه پر ۷۱۰۰۰ مربع کلیومتره پرته ده له له څلورو عمده سیندونو تشکیل شوې ده: بلخاب، خلم، سرپل او شیرین تګاب. د دې حوزې اهمیت له دې ټکي ښه څرګندېږي چې د بلخ تاریخي اهمیت د بلخاب له سیند سره تړلی دی. 

د هلمند حوزه 

هلمند د افغانستان تر ټولو ستر او اوږد داخلي سیند دی چې د آسیا په کچه په لسم کتار کې راځي. هلمند ۱۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري. ، د اصلي رود – هلمند -  تر څنګه د دې حوزې مهم سیندونه او رودونه دا دي: ادرسکن، ارغستان، چګای، ناور دښته، فراه رود، خاشرود، خوسپه رود، اغنداب، موسی کلا، سرده او غزني، ترنک او ارغنداب. د هلمند د اوبو شبکې ۲۶۲۰۰۰ مربع کیلومتره ساحه پوښلې ده او د افغانستان په سلو کې څلوېښت کرنیزې ځمکې خړوبوي.  

د هلمند د سیند په برنۍ برخه کې د اوبو جریان چټک دی. د ځمکو د توږل کېدو له امله په برنۍ سیمه کې ځمکې تخریبېږي او ښکته، د کجکي بند کاسه د خړې د کښېناستو له امله ډکېږي. تر اوسه د هلمند د حوزې  د بېلابېلو رودنو د برنیو برخو (هزاره جات، روزګان، سیاه کوه...) د ځمکو د تخریب د مخنیوي او د اوبو له انرژۍ څخه د استفادې له پاره د اوبو د مدیریت په برخه کې لازم اقدامات نه دي  شوي. د سرده بند، د دهلې بند، د کجکي بند او د کمال خان بند په دې حوزه کې د اوبو د تنظیم مهم تاسیسات دي. 

د هلمند سیند د تاریخ په اوږدو کې څو واره خپل مسیر بدل کړی دی چې له ایران سره د پولو په تثبیت کې یې هم کله نا کله سترې ستونزې پیدا کړې دي. 

د هلمند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران تر منځه په ۱۳۵۲ کال کې یو تړون وشو چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د وېش یواځینی حقوقي سند دی. 

د کابل حوزه 

د کابل حوزه چې ۷۷۰۰۰ کیلومتره مربع ساحه یې پوښلې او ورسره تړلي موضوعات د دې لیکنې اصلي بحث دی، چې وروسته څېړل کېږي. 

کوچني خوړونه 

د افغانستان د غرنۍ جغرافیې او په هېواد کې د اورښت د ټيټې کچې له امله د افغانستان د اوبو یوه د پام وړ برخه کوچنیو، محلي خوړونو ته ورځي. د دې اوبو یوه برخه د مستقیم تبخیر له امله هوا ته ځي، یوه برخه په محلي کروندو کې کارول کېږي، یوه کوچنۍ برخه د ځمکې لاندې زېرمې تغذیه کوي او یوه برخه یې د لویو سیندونو شبکې ته د ویجاړوونکو سېلابونو په بڼه ورګډېږي. پر خوړونو د اوبو د زېرمه کولو کوچني تاسیسات د افغانستان د اوبو د مدیریت یو مهم بحث دی. پر خوړونو د اوبه خور او د کلیوالي سیمو د څښاک د اوبو له پاره د کوچنیو بندونو جوړول به نه یوازې په محلي سطحه د خلکو د ژوند په ښه کولو کې اغیزمن وي بلکې تر څنګ به یې په اوږد مهال کې د چاپېریال په ښه کولو کې هم نقش د پام وړ وي. د خوړونو د اوبو سم مدیریت به د افغانستان د اوبو د مجموعي زېرمو په مدیریت کې مهم ځای ولري. 

 

۲ - له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د کارونې ګډ مسایل 

له تاجیکستان او او اوزبیکستان سره د اوبو پر وېش خاصه ستونزه نه شته خو د آمو پر بهیر شمال لوري ته د اوبو فشار هم کم دی او لازم استحکامات هم شته نو سوېل لوري ته د آمو د څنډو تخریب د افغانستان له پاره یوه مهمه موضوع ده چې حل یې هم تر ډېره د افغانانو په لاس کې دی. په بدخشان کې د کرنیزو ځمکو نه شتون او په ښکتني بهیر کې توپوګرافیک واقعیتونه (د اوبو له سطحې د افغانستان د ځمکو لوړوالی) د کرنې په برخه کې د آمو له اوبو ګټه اخیستنه ستونزمنوي. له دې امله له پورته دوو ګاونډیو سره د اوبو پر سر کومه لانجه نه شته. البته که په راتلونکي کې وکړای شو چې د پایپ لاین په مرسته د بره آمو یوه برخه اوبه د افغانستان لویدېځو برخو او حتی ایران ته ولېږدوو نو ممکنه ده چې شمالي ګاونډیان د دې ډول سترو زېربنایي پروژو مخالفت وکړي. 

د شمال د حوزې اوبه، تقریباً ټولې، پولو ته تر رسېدو د مخه ختمېږي خو د تاریخ په اوږدو کې ګاونډیو پر دې اوبو چندان تکیه نه ده کړې نو د هغې په اړه هم د پام وړ ستونزه نه شته. 

ترکمنستان د هریرود پر بهیر له ایران سره پر ګډه پوله، د افغانستان له مشورې پرته، د دوستۍ په نامه یو بند جوړ کړی دی (۲۰۰۴) چې شاوخوا اته سوه ملیونه مکعب متره اوبه زېرمه کوي. په افغانستان کې د هرېرود په مسیر کې د اوبو د زېرمه کولو او کارولو تاسیسات (تر ټولو مهم یې د سلما بند دی) ایران - او شاید تر یوه حده ترکمنستان - د خپلو منافعو له پاره ګواښ بولي. د دوه اړخیزو او درې اړخیزو توافقاتو نه شتون د اوبو پر سر اړیکې یو څه ترینګلې کړې دي خو د افغانستان د دولت رسمي سیاسي کرښه په دې سیمه کې د افغانستان کورنیو ګټو ته لومړیتوب ورکول دي. د ایران حکومتي مشرانو په وروستیو څو کلونو کې په ښکاره ډول په افغانستان کې د اوبو د مدیریت له تاسیساتو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی او داوېره شته چې د مخربو، مزدورو وسله والو ډلو په مټ شته او جوړېدونکي تاسیسات له ګواښ سره مخ کړي. په دې برخه کې د افغانستان حکومت ته په کار ده چې هم له حقوقي اړخه او هم له امنیتي اړخه د خپلو ګټو د خوندي کولو له پاره په جدي توګه لازم تدابیر و نیسي. 

د هلمند د اوبو په اړه د ایران او افغانستان تر منځ دولتي تړون شته، خو په تېرو څلورو لسیزو کې د جنګ شرایطو افغانستان دې ته پرې نه ښود چې خپله د اوبو برخه په کامل ډول وکاروي نو عملاً ایران له خپل حقه زیاتې اوبه درلودې. اوس ایران هڅه کوي چې دا بالفعل وضعیت په خپله نفعه په یو ډول نه یو ډول تل پاتې کړي او حقوقي بڼه ورکړي. دلته هم افغانستان ته په کار ده چې په حقوقي برخه کې د مذاکراتو تکړه ټیمونه ولري او د ځمکې پر مخ د تاسیساتو د خوندیتابه له پاره امنیتي تدابیر ولري. 

له پاکستان سره تر اوسه د اوبو پر سر کومه ریښتینې لانجه نه ده پېښه شوې خو یو لړ سوء تفاهمات شته چې د دواړو دولتونو تر منځ د بې باورۍ او شک فضا یې رامنځ ته کړې ده. زهرجن تبلیغات او پر واقعیتونو نه ولاړې اندېښنې د پاکستان له خوا د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې له پاره د پلمې په توګه کارول کېږي. 

۳ - د کابل د اوبو حوزه او له پاکستان سره اړیکې 

د کابل د اوبو حوزه د افغانستان د اوبو یوازینی سیستم دی چې له اباسین سره تر یو ځای کېدو وروسته سمندر ته رسېږي. د کابل د اوبو حوزه درې – یوه له بلې بېلې – څانګې لري: 

د ګومل سیند: 

د څو کوچنیو خوړونو مجموعه ده چې نېږدې ۹۰۰۰ مربع کیلومتر ساحه یې پوښلې ده. د پکتیکا ولایت له سرروضې څخه پېلېږي او دېره اسمعیل خان کې له اباسین سره یو ځای کېږي. د ګومل پر سیند په قبایلي سیمه (ټانک) کې یو کوچنی بند رغېدلی چې شاوخوا یو نیم مکعب کیلومتر اوبه زېرمه کوي، اوه لس میګا واټه برېښنا تولیدوي او شپږ سوه مربع کیلومتره ځمکه خړوبوي. د ګومل سیند تر پوښښ لاندې کرنیزې ځمکې خورا محدودې دي. د ګومل اوبه په عنعنوي توګه کارول کېږي خو د سیمې جغرافیه داسې ده چې د اوبو د کنټرول تاسیسات که جوړېږي هم اغیز به یې یوازې د پکتیکا ولایت پر دوو یا دریو ولسوالیو محدود وي. 

د شمل سیند: 

د شمل سیند شاوخوا لس زره مربع کیلومتره ساحه پوښلې ده. شمل د خوړونو یوه کوچنۍ شبکه ده چې د کرنې په برخه کې ترې استفاده کېږي. د سین عمومي بهیر تر ډېره حده د ځایي خوړونو او تویونو تابع دی.  

په دوه مانده ولسوالۍ کې د بند پروژه به د تڼیو، ګوربزو او مندوزیو للمي ځمکې خړوبې کړي خو دا بند به د شمل سیند په ښکتنۍ برخه کې د اوبو پر رژیم فوق العاده اغیز و نه ښندي. 

د کابل د سیند اصلي حوزه 

د کابل د سیند د اوبو اصلي حوزه شاوخوا ۶۰۰۰۰ مربع کیلومتره ده. د کابل سیند له کابل ښاره شاوخوا سل کیلومتره لېرې د اونۍ له غاښي سرچینه اخلي، د لوګر سیند، د پنجشېر سیند، د لغمان سیندونه (الیشنګ او الینګار) او د کونړ سیند یې عمده مرستیالان دي. د کابل سیند د اوبو حوزه تقریباً د افغانستان پر ۹ سلنه ځمکه پرته ده او د هېواد شاوخوا څلوېښت په سلو کې نفوس په کې راټول دي (د نفوسو تراکم په دې حوزه کې په هر کیلومتر مربع کې  تر ۹۳ پورته دی) 

د کابل د سیند مسیر پر دریو مهمو برخو وېشل کېدای شي: 

الف: برنۍ برخه چې له پغمانه تر پل چرخي پورې د کابل د استوګنې ساحه په کې شامله ده. د دې فرعي حوزې تقریباً ټولې اوبه (دمیدان، پغمان، قرغې او لوګر اوبه) ځاي پر ځای – یوه برخه د سیمه ییزې کرنې له پاره او یوه برخه د کابل د ښار او شاوخوا سیمو د څښاک له پاره - مصرفېږي، یوازې د موسمي اورښتونو پر مهال یو مقدار اوبه ښکته ځي. 

په دې ساحه کې د اوبو د مدیریت هر ډول تاسیسات چې را منځ ته کېږي د سیند په ښکتنیو برخو باندې منفي اغیز نه شي درلودای. د شاه توت بند په همدغه ډول تاسیساتو کې راځي. 

بر عکس که په دې ساحه کې لازم تاسیسات جوړ شي نو کولای شي چې د اوبو د بهیر د موسمي تغییراتو په کنټرول او د سیلاوونو د تخریباتو په مخنیوي کې مرسته وکړي. 

په چارآسیا کې د شاه توت بند له همدغو تاسیساتو څخه یو دی چې له پل چرخي ښکته د اوبو پر مجموعي مقدار خاصه اغیزه نه شي درلودای. 

همدا راز د شمالي په ډنډ کې د پروان کانال یو مقدار اوبه د پنجشېر له اصلي بهیر څخه راګرزوي. امکان لري چې د دغو اوبو یوه برخه په راتلونکي کې د کابل تر ښاره راورسېږي او د ښار دننه د کابل سیند تغذیه کړي. 

په شکردره کې د شاه و عروس بند هم د کرنې او هم د کابل د څښاک د اوبو د تأمین په موخه شاوخوا یو سل او اتیا زره مکعب متره اوبه زېرمه کوي. 

د سیند دبهیر په دې برخه کې د انرژۍ د تولید مهم بنسټ د ماهیپر د برېښنا بند دی چې ټولې اوبه یې د برېښنا له تولید وروسته د سیند اصلي بهیر ته لوېږي. 

ب: منځنۍ برخه چې د کابل او ډرونټې تر منځه پرته ده. په نغلو کې د پنجشېر سیند او له ډرونټې سره د لغمان سیندونه د کابل له سیند له اصلي بهیر سره یو ځای کېږي. د نغلو د برېښنا بند، د سروبي د برېښنا بند او د ډرونټې د برېښنا بند هغه عمده تاسیسات دي چې د سیند پر دې برخه رغېدلي دي. په سروبي کې د یو بل برېښناکوټ رغول هم د دولت په کاري پلانونو کې شامل دي. دلته له اوبو څخه یوازې د انرژي د تولید په موخه کار اخیستل کېدای شي ځکه چې د ورېښمین تنګي په اوږدو کې د کرنې وړ ځمکې نه شته. که له ورېښمین تنګي وروسته د لغمان د کڅونو د خړوبولو له پاره تاسیسات ایجاد هم شي، د سیند د اوبو پر عمومي رژیم د پام وړ اثر نه شي ښندلای. 

د پنجشېر د سیند فرعي حوزه پر ۱۳۰۰۰ مربع کیلومترو پرته ده. د دې حوزې د کرنیزو ځمکو مجموعه تر ۱۳۰۰ مربع کیلومترو کمه ده چې شاوخوا نهه سوه مربع کیلومتره یې له پخوا راهیسې خړوبېږي. که د پنجشېر او غوربند پر سین د اوبو د مدیریت تاسیسات جوړ شي نو په نغلو کې د دغه سیند پر جریان ډېر کم اغیز ښندلای شي. 

ج – د کابل سیند ښکتنۍ برخه: د پنجشېر او لغمان اوبه تقریباً ټولې د ډرونټې تر بنده رسېږي. په ډرونټه کې د ننګرهار کانال یو مقدار اوبه د سیند له اصلي بهیر څخه اړوي. له جلال اباد سره د کونړ سیند هم د کابل له سیند سره یو ځای کېږي. 

د کونړ د سیند فرعي حوزه ۱۱۶۰۰ کیلومتره مربع ده. له دې جملې یوازې نهه سوه مربع کیلومتره ځمکه تر کرنې لاندې راتلای شي. د کونړ د سیند تر ټولو لوړ اقتصادي ارزښت د برېښنا په تولید کې دی چې تر ۲۲۰۰ میګاواټو زیات ظرفیت لري 

د کونړ پر سیند د اوبو د زېرمه کولو تاسیسات به د کابل سیند په ښکتنۍ برخه (پښتونخوا) کې د سېلاوونو په مدیریت کې خورا ګټور ثابت شي. 

 

له پاکستان سره د اوبو وېش 

د پاکستان او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې تر اوسه د اوبو پر موضوع رسمي خبرې اترې نه دي شوي. د ۲۰۱۳ کال په اګست کې د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان د مالیې وزیر ښاغلي محمد اسحق ډار د کونړ پر سیند د برېښنا د یو سترې پروژې د ګډ کار خبره وکړه چې تر هغې وروسته نه افغانستان او نه پاکستان دا موضوع تعقیب کړې ده. 

که د کابل د اوبو د حوزې طبیعي جوړښت ته وګورو، پاکستان له افغانستان سره نه اوس د اوبو پر سر کومه ستونزه لري او نه یې په راتلونکې کې پیدا کولای شي. که افغانستان د کابل سیند د اوبو له حوزې څخه اعظمي استفاده هم وکړي له ډیورنډ کرښې د اووښتونکو اوبو په مقدار کې د پام وړ توپیر نه شي راتلای. 

بالمقابل، که چېرې افغانستان او پاکستان د خپلو ګډو اقتصادي منافعو له پاره د کرښې دواړو لوریو ته د اوبو او ځنګلونو پر مدیریت په ګډه کار وکړي، د شتو امکاناتو په کارولو کې سره همکاري وکړي نو ګټه به یې د کرښې د دواړو غاړو ولسونو ته ورسېږي. 

د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوبو مدیریت کېدای شي د نړۍوالو همکاریو یو فوق العاده اغیزمن موډل هم واوسي. د کابل د اوبو پر حوزه که د انرژي د تولید تاسیسات رغېږي نو دواړه هېوادونه ترې ګټه اخیستلای شي. سر بېره پر دې، که د کابل د اوبو په برنۍ برخه کې د طبیعي آفاتو، د چاپېریال د ککړتیا او د ژواک د چاپېریال د تخریب مخه نیول کېږي نو هماغومره یې د دې حوزې د ښکتنۍ برخې اوسېدونکي هم له ښو نتایجو برخه من کېږي. 

دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه وي چې – له نورو اختلافاتو سره سره – دواړه دولتونه سره د اوبو او د ژواک د چاپېریال په سالم مدیریت کې همکاري وکړي. 

 

سیاسي لوبې او زهرپاشنې 

افغان سیاستوال عموماً د کونړ پر سیند او په مجموع کې د کابل د اوبو د حوزې د مدیریت په برخه کې خپله ناغېړي د پاکستان د لاسوهنې په پلمه توجیه کوي. پاکستاني سیاستوال هم هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو ناوړه سیاستونو د توجیه له پاره له کرښې اخوا ولسونو او عامه افکارو ته د پاکستان پر طبیعي سرچینو د هند د برلاسي کېدو ډار تلقین کړي. 

پاکستاني مطبوعات، سیاسيون او استخباراتي کړۍ د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي مشکلاتو کې د افغانستان پر نقش ځکه ډېر ټینګار کوي چې د پاکستان سیاسي بقا په بهرني ګواښ کې ویني. د پاکستان د ایجاد له وخته تر دې دمه، د پاکستان دولت هڅه کړې چې په خپل ګاونډ کې بې ثباتي رامنځ ته کړي، له ګاونډیو هېوادونو او ولسونو سره، په یو ډول نه یو ډول، د تخاصم فضا ګرمه وساتي چې په کور دننه د بېلابېلو قومونو د حق غوښتنې تمایلات کنټرول کړي. له همدې امله، سره له دې چې د پاکستان دولت عملاً د اوبو د مسئلې پر سر د خبرو اړتیا هېڅکله نه ده احساس کړې په غیر مستقیم ډول پر خپلو طبیعي زېرمو او سرچینو د افغانستان برلاسی د خپل داخلي امنیت له پاره ګواښ ګڼي. 

دا چې پاکستاني مطبوعات او د هغوی تر شا فعال استخباراتي لاسونه د کورنیو عامه افکارو د بوخت ساتلو په موخه په افغانستان کې هر اقتصادي پرمختګ او د هرې زېربنایي پروژې پلي کېدل د پاکستان پر سیمه ییز امنیت د هند د نادوستانه برید په توګه معرفي کوي د پاکستان د اویا کلن تاریخ یوه ثابته مشخصه ده. 

د دې تبلیغاتو د ناریښتینوالي د ثابتولو له پاره دغه یوه ټکي ته اشاره کافي ده چې پاکستان له ټولو دښمنیو سره سره دې ته حاضر دی چې په کشمیر کې له هند سره د اوبو د وېش له پاره دوه اړخیزه همکاري وکړي خو په افغانستان کې یوه خورا کوچنۍ پروژه د شکونو په یو پراخ جال کې پوښي. 

له بده مرغه په افغانستان کې د عامه افکارو جوړوونکې کړۍ (کورني مطبوعات او په کورنیو مطبوعاتو کې فعال کارپوهان) د هېواد دننه واقعیتونو په اړه کره، مستند مالومات نه لري، یا یې د لاس ته راوړلو هڅه نه کوي، نو تر ډېره بریده پر بهرنیو سرچینو تکیه کوي. د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په ارتباط، بهرنۍ سرچینې هم د افغاني واقعیتونو په پرتله د استخباراتي کړیو – او په خاص ډول د پاکستاني استخباراتو - له خوا د خپرېدونکو مالوماتو اخیستلو ته ډېر تمایل لري.  

هغه زهر چې پاکستاني استخاراتي حلقات یې د خپلو لنډمهالو تاکتیکي ګټو له پاره د پاکستاني او نړۍوالو مطبوعاتو له لارې خپروي او هڅه کوي د افغانستان او هند پر همکاریو د شک څادر وغوړوي، په اوږده مهال کې د کرښې د دواړوو خواوو د ولسونو په تاوان دي. 

بیا هم پاکستاني استخباراتي کړۍ کېدای شي د یوې تاکتیکي حربې د درلودلو په خاطر دغه زهر پاشنې په خپله ګټه وبولي خو په افغانستان کې مطبوعاتي فعالین د مالوماتو د نشتوالي له امله په غیر شعوري ډول د همدغو زهرو د بیا خپرولو له لارې د خپل هېواد منافعو ته ضرر رسوي. 

د رواني جګړې یو محوري ټکی هم همدا دی چې په خلکو کې داسې ذهنیت ایجاد شي چې مثبتو او رغوونکو اقداماتو ته هم د شک په سترګه وګوري. اوبه، د یوې حیاتي طبیعي شتمنۍ په صفت، د هر چا له پاره مهمه او حساسه موضوع ده. که له کرښې اخوا وګړو ته دا احساس ورکړ شي چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت هر بری د هند او پاکستان په مقابله کې د هند په ګټه تمامېږي نو هغه خلک که له افغانستان سره خواخوږي هم ولري د هند سره د دښمنۍ په خاطر د افغانستان د مشروعو منافعو قربانول ورته ستونزمن نه برېښي. 

په کور دننه هم، که د افغانستان وګړو ته دا شک پیدا شي چې د افغانستان د اوبو مدیریت د پاکستان له پاره ګواښ بلل کېدای شي نو د ځوابي اقداماتو له وېرې ممکن د دغه ډول رغنیزو پروژو ناکامېدل ورته یوه لازمه قرباني ښکاره شي. 

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د اوبو د مسئلې ابعاد او په دې اړه د وضاحتونو ایجادول د پاکستان له خوا په افغانستان کې د پلان شوې روانې جګړې سره د مقابلې یوه ارزښتمنه وسیله ده. 

افغاني مطبوعاتو ته په کار ده چې د ځمکنیو واقعیتونو د دقیقې څېړنې له لارې د هېواد د دښمنانو په لاس له خپلې خوښې پرته د افغانستان د منافعو پر ضد ونه کارول شي.