زموږ استاد ؤ. یو زوړ سړی چی له موږ زیات نه پوهیده، خو هغه دوکتورا درلوده. زموږ صنف ته راغی او شروع یی وکړه چی پښتو څنګه ژبه ده. که څه هم چی موږ په ډیرو شیانو پوهیدو خو هغه موږ ته یوه نوی لاره وښوده. د هغه لاره دا وه چی هر وخت باید شاګرد ته وخت ورکړل شی چی خپله خبره وکړي. که څه هم زموږ دا خبره نه خوښه نه شوه خو موږ ولیدل چی د هغه په خبرو کی رښتیا پرته ده. هغه ټولو ته ښه او روښانه راتلونکی غوښتله. هغه غوښتل چی ټول شاګردان په ټولو شیانو پوه شي خو موږ ویل چی هغوی ته بایده هومره وښودل چی په کتاب کی لیکل شوي دي. او که نه هغوی به هیڅ هم زده نه کړی. ددی لپاره چی د شاګردانو له زده کړی لپاره یوه کچه وجود لری. او هغوی نه شی کولای چی له هغی نه زیاته زده کړی.
له دی خبری یو کال تیر شو نو موږ هم لګیا وو او شاګردانو ته مو هرڅه زده کوول. یو وخت راغی چی شاګردانو چی ځوانان ول او ځینو خو واده هم لرله او دڅو بچیانو خاوندان ول، له ځینو استادانو هم ډیر شیان زده کړي وو چی دا یوه غته ستونزه وه.
نو بیا څه وشول چی شاګردانو رییس ته شکایتونه وکړل او ډیرو استادانو د ګوښه کیدو غوښتنه یی مخکی کړه. هغوی استادان په دی ملامتول چی د هغو ډیر شیان نه دی زده.او هغه استادان چی لا هم په ښوونځی کی پاتی ول مجبور شول چی د ورځی څو ساعته درس ولولی او ځان له ډیرو هغه شیانو خبر کړی چی لا یی په هکله هیڅ هم نه وو لوستلي.
نو دهغه زوړ استاد له برکته د ډیرو استادانو علمی کچه لوړه شوه او معلومات یی زیاد شول، خو د دی په څنګ کی تقریناً نیما یی استادانو خپلي دندي له لاسه ورکړی. او ډیرو شاګردانو هم ټول هغه واړه واړه شیان چی یی باید په وخت زده کړي وای، زده نه شو کړای.

سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د نومبر ۱۶، ۲۰۱۸ کال