ځانګړي اسناد ښیي چې تیر کال نړیوالو چارواکو د استرالیا په مرسته د قاچاقبرانو ۱۰ داسې هڅې شنډې کړي چې قابو ۳۰۰ پناه غوښتونکي یې د بیلابیلو هیوادونو له بندرونو استرالیا ته لیږدول.

دغه اسناد د استرالیا د کورنیو چارو فیدرالي ریاست ښکاره کړي چې پکې د ۲۰۱۳ کال راهیسې د استرالیا د همکارو هیوادونو لخوا د کډوالو د مشکوکو کښتیو نیول ثبت شوي.

په اسنادو کې همداراز راغلي چې د ناقانونه کډوالو په وړاندې د استرالیا د نوې پالیسۍ له پیل راپدیخوا له استرالیا څخه د باندې په همکارو هیوادونو کې لږترلږه ۷۸ کښتۍ درول شوي او د ۲۵۲۵ ناقانونه کډوالو له سفره مخنیوی شوی.

ډیری دغه ډول کښتۍ په اندونیزیا، سریلانکا او مالیزیا کې نیول شوي. په یادو درې هیوادونو کې یوازې تیر کال لس کښتۍ درول شوي چې پکې ۲۹۷ ناقانونه کډوالو غوښتل استرالیا ته لاړ شي.

همداراز دغه اسناد څرګندوي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسيې د استرالیا په همکارو هیوادونو کې ۶۱۴ کسان د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوي هم دي. ډیری دغه کسان چې شمیر یې ۴۸۹ ته رسیږي په سریلانکا کې، ۶۶ په اندونیزیا او ۴۸ په مالیزیا کې نیول شوي.

همداراز بله خوا داسې ښکاري چې د استرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن د پناه غوښتونکو د کښتیو پر درولو ویاړي.

د استرالیا د ګارډین ورځپاڼې د یو ریپوټ په اساس، د استرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن په خپل دفتر کې د کډوالو د کښتیو یوه نمونه د جایزې په توګه ساتلې.

ریپوټ وايي، د موریسن پر دغه جایزې په انګلیسي تورو په ویاړ لیکل شوي چې، « کښتۍ ما ودرولې».

د دغه ریپوټ په حواله، موریسن ته دغه کښتۍ د يوې جایزې په توګه هغه مهال ورکړل شوې وه کله چې نوموړې په ۲۰۱۴ کال کې د ټونې اباټ په حکومت کې د استرالیا د سرحدونو او مهاجرت وزیر وه.

هغه مهال موریسن د استرالیا د سرحدونو د خوندیتوب لپاره د تګلارو په جوړولو کې اصلي طرحه کوونکې وه چې د ډیری خلکو په باور د نوموړي دغه پالیسۍ خورا سختې او ظالمانه وې.

د نوموړي په جوړو شوو پالیسو کې تر ټولو مشهورې چې د خلکو پام یې جلب کړې وه، هغه د ناقانونه کښتیو بیرته ګرځول او همداشان د استرالیا څخه بهر د سمندري توقیف خونو جوړول وه.

مګر په دې اړه موریسن او وروسته د هغه ځای ناستي پیټر ډوټن هیڅکله هم بخښنه نه ده غوښتې. د دواړو په باور د همدغه تګلارو له کبله استرالیا وکولای شو ترڅو په سمندرونو کې د کډوالو مرګ ژوبله پای ته ورسوي.