ځينې ، ځینې په نامه باندې افغان دي
په باطن کې ددې خاورې دښمنان دي

په هویت د افغانیت باندې شرمیږي
ځینې اوس لا په قدرت کې حاکمان دي

د تعصب اود نفاق اوریې بل کړی
ډیر بې رحمه پردي پاله ظالمان دي

ترحم یاڅه انصاف په دوئ کې نشته
د پردو پټ اوښکاره جیره خواران دي

نه د سر نه د چا مال امن خوندي دی
بې احساسه ډیر بی رحمه انسانان دي

اوس افغان ولس یو شوی بیدار شوی
شي رسوا به کوم هغه چې خاینان دي

د حساب ورځ ده راتلونکې لرې نده
په کوم چاچې زورولي افغانان دي

افغاني په ورورګلوۍ کې مو بریا ده
هریوخیل مود یوې باغچې ګلان دي
-----------------------
سمیع الدین افغاني
۱۰ – ۱۱ – ۲۰۱۸
م ۰ کال