د استرالیا د حکومت په مالي مرستو کې کمښت ۸۰ سلنه کډوال په دغه هیواد کې د بې کورۍ له ګواښ سره مخ کړي.

تیر کال د استرالیا حکومت په دغه هیواد کې د میشتو پناه غوښتونکو په مالي ملاتړ مرستو کې کمښت رامنځته کړ ترڅو په دې کار سره هغوی اړ کړي چې ځانته دندې پيدا کړي او په کارونو بوخت شي.

خو اوس د استرالیا د پناه غوښتونکو د ملي شورا لخوا په ترسره شوې یوې سروې کې راغلي، چې قابو ۸۰ سلنه کډوال چې حکومت يې مالي مرستو کې کمښت راوستې، له غربت او بې کورۍ سره مخ دي.

دغه سروې وايي، د مرکزي حکومت دا کار د دې لامل شوې ترڅو ډیری کډوال خیریه ټولنو او ځايی حکومتونو ته مراجع وکړي او له همدې امله خیریه ټولنې او ځايی حکومتونه اړ دي چې د کډوالو د ملاتړ او مرستو لپاره هر کال د ۸۰ میلیونو او ۱۲۰ میلیونو ډالرو پورې لګښت ولري.

د استرالیا د حکومت په مالي ملاتړ مرستو کې هر کډوال ته هره اوونۍ ۲۷۰ ډالر او همداشان د اوسیدو لپاره کور او روغتیايي خدمتونه ورکول کیږي چې د دغو مرستو تر ختمیدو وروسته کډوال له یادو ګټو بې برخه کیږي او اړ دي چې ځان په خپله وساتي.

د یادونې وړ ده چې وړاندې تر دې د کډوالو مدافع ډلو او استرالیا کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د استرالیا د حکومت پر دغه کار ناخوښي هم څرګنده کړې وه.