پنځه کاله وړاندې استرالیا ته په کښتیو کې د راغلو ناقانونه کډوالو لپاره په نایرو هیواد کې د استرالیا په مالي ملاتړ یوه توقیف خونه جوړه شوه چې په دغه دوران کې پکې د ماشومانو په ګډون سلګونه کډوال او پناه غوښتونکي ځای پر ځای شول.

خو له دغو پنځو کلونو وروسته اوس د ولس د غوسې له امله او د ډاکټرانو د بې شمیره غوښتنو او مدافع ډلو او سیاستوالو د فشارونو په پایله کې د استرالیا حکومت دا پریکړه کړې چې له نایرو څخه به ټول ماشومان د روان کال تر پایه پورې استرالیا انتقالوي.

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د دغه خبرې پخلې کړې او ویلي دي چې حکومت یې اوس پر دې کار کوي چې د نایرو ټول ماشومان او کم عمره پناه غوښتونکي په راتلونکې میاشت کې تخلیه کړي.

د راپورنو په ادعا د استرالیا په یاده توقیف خونه کې ځینې داسې ماشومان هم شته چې په همدغه ځای کې زیږیدلي او بهر نړۍ یې تراوسه نه ده لیدلې.

د استرالیا د دغې توقیف خونې د بندولو په خاطر اعتراضیه کمپاینونه له کلونو راهیسې دوام لري چې تل پکې د پناه غوښتونکو د حقونو غوښتنه شوې او همداشان د استرالیا د حکومت په کړنو بې شمیره نیوکې هم شوي.

خو په دې وروستیو کې د استرالیا د نایرو توقیف خونې د پناه غوښتونکو مسله د رسنیو لپاره هغه مهال یوه ګرمه موضوع وګرځیدله، کله چې هلته د موظفو ډاکټرانو لخوا د ۵۲ ماشومانو په ګډون د موجودو ټولو پناه غوښتونکو صحي وضعیت کړکیچن اعلان شو.

دغه خبر په استرالیا کې د ډیری خلکو احساسات راپارول چې له امله یې پر حکومت له هرې خوا فشارونه راغلل او دې ته اړ شو ترڅو د نایرو د ماشوم پناه غوښتونکو په هکله دغه پریکړه ترسره کړي.