نوروز کومه مذهبى ميله یا نه ده دا عنعنوى ميله ده د دهقان ورځ ده ،  د نوى لمريز کال پیل اود پسرلى فصل پیل دی یوتعداد پاکستانى  ملايأنو جاسوسانو دا خبره کړى او کوى چى د کال اوله ورځ نوروز تجلیل حرام دی دا په دی معنی چې خلک خوشحالى ونه کړى او بله دا چى دا يوه اقتصادى ضربه ده چى پاکستان او د هغه پورى منصوب ملايان يى هيواد ته ورکوى هيڅ نوع مذهبى بڼه نلرى بندښت نه شته د دهقان د ورځى لمانځل د نورو عادى ورځو په څير ده په مزار شريف کى د ګل سرخ په نامه ميله په ننګرهار کى د نارنج ګل په نامه ميله په پروان کى د ارغوان ګل په نامه ميله په قندهار کى د انار ګل ميله او په نورو ولاياتو کى هم شته که څوک د ګل سرخ ميله حرام بولى نو د نارنج ګل انار ګل ارغوان ګل ميلو ته ولى حرام نه وائى واضح ده دا ميله د نورو ميلو په څير يوه ميله او عادى ورځ ده په دى ورځ خلک د اور پرستو پيښى نه کوى په هيواد کى له پخوا لمانځل کيږى پخوانى او اوسنى دولتونه د اسلام او اصولو پا بند وو او دى که حرام وايى نو سترى محکمى به فتوا ورکړى واى نو واضح ده هيڅ ډول مذهبى بندښت نلرى دهيواد دښمنان ددى لپاره نن دا خبره کوى چى خلکو هجرت وکړ او هلته د هجرت په ديار کى غلط تعليم او استخباراتى حلقو د ځينو غوږو کى وويل خو پرون دا خبره نه وه چى د هيواد يواځنى ميله چى د ډيرو هيوادو څخه خلک راځى چى دا يوه اقتصادى منبع ده دا خوښى او اقتصادى منبع مو غواړى واخلى د څو تنو بى علمو خرڅ شوو ملايانو فتوا او خبرى غير منطقى او د سترى محکمى د علماو دشورا اود دولت پر ضد کړنى او خبرى دى د ګل سرخ ميله د دهقان ورځ هيڅ ډول ستونزه او دينى بڼه نلرى نو په صراحت وايم دا ورځ او نورى د ګلانو ميلى اوورځی روا او جواز دى د ښځو نړیواله ورځ د کارګرانو  ورځ د عاشقانو ورځ او نورى ګڼی ورځى  خو په اصطلاح کافرانو تعين کړى دى ولى د هغو لپاره دا جنابان خبرى اوفتواوی نه ورکوى او خپلو سپينو لنګيو سره هلته ناست وى او لمانځنه کوی دا ورځ يوه عادى ورځو په څير يوه ورځ ده حرام نه ده بلکه جواز لرى.  

 دوستانو هيواد والو ټولو ته نوى کال نوى پسرلى د طبيعت ښکلا او د دهقان ورځ په کراتو مبارک الله ج دى په هيواد کى د خوښيو نورى نورى ورځى هم راولى د جګړی او ورور وژنی ، دښمنی او تربګنیوتوری وریځی د تل لپاره ورکی او د وروری ، دوستی ، یوالی او مینی لمرد تل لپاره وځلیږی. 

لنډ دی وی په هيواد کى د ټولو خود غرضو لاسونه 

انشاالله