خدایه قبول مې کړه سوالونه، درته سوال کومـــــــــــه
نور له موږ لرې کړه جنګونه ، درته سوال کومـــــــــــــــــه

سر مې قبول کړه چې ترې ځار یې کړم وطنه ځنې
خو نه د کونډې مور ویرونه، درته سوال کومـــــــــــــــــــه

ما لیونۍ د یو زمان په انتهاء کې ویښ کــــــــــــــــــــــــــړه
چې خوشحالي وي هم جشنونه، درته ســـوال کومه

د غیرتي ولس پکړۍ نه ، نن بهیږي وینــــــــــــــــــــــــــــــــــې
ټپونه ټول کړې ته ګلونه، درته ســــــــــــــــــــــــــــوال کومه

ځان مو ونه پیژند یارزیه! خدای به څه پیژنــــــــــــــــــــو
ربه! راوښیې ځانونه، درته ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوال کومه


۱۳۹۶/۱۲/۷ میدان وردګ