................................................
بیا د وطن زانګو ده تشه
ننګیالي چیري دي
تش خالی ښکاری
جنګیالي چیري دي
***
تشه خو ښکاری له ډیر وخته
ها جنګیالي چیري دي
او د جنګیالو مشر
مرګی جدا کړ راته
***
وطن خالی شو
بیا مرګوني یو ځوان یووړ
یو هڅی کس چی په لکونو
بی جوړې وه
او په ملیونونو کی یوازی یی وطن خوښیده
او پدی لاره کی یی
هرڅه ده له لاسه ورکړل
او لا په ځان یی هم صرفه ونکړه

سمیع الله خالد سهاک
د اکتوبر ۱۹، ۲۰۱۸ کال
مونتری، کالیفورنیا
د شهیدانو لپاره. خصوصاً د قندهار د پرونی واقعې د شهیدانو لپاره زما اهدا....
روح دی ښاد وی...