د تایلینډ مرستیال لومړي وزیر (پراوت وانګسو وان) چې په عین حال کې د دفاع وزیر هم دی، د اکتوبر په نهمه په یوه غونډه کې د دغه هیواد د مهاجرت ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هغو بهرنیو وګړو په وړاندې سخت عملیات په لار واچوي چې تايلینډ کې په جنايي فعالیتونو کې بوخت دي او یا تایلینډ کې په غیرقانوني توګه ژوند کوي.

نوموړي د مهاجرت ریاست چارواکو ته امر وکړ چې د یوې میاشتې دننه باید تایلینډ کې زرګونه دغه ډول بهرني وګړي ونیسي او بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.

نوموړي وویل، امنیتي مسولین او د مهاجرت چارواکي باید خپلې هڅې دوه برابره کړي او د دغه ډولو کسانو مخنیوې وکړي چې تایلینډ ته د سیاحت کوونکو په توګه راداخلیږي.

د یادونې وړ ده چې تایلینډ ته هر کال قابو ۳۰ میلیونه بهرني وګړي د سیاحت لپاره راځي، همداراز دغه هیواد په میلیونونو شمیر راجستر شوي او ناراجستر شوي بهرني کارګر هم لري، نو دغه هیواد ته په ناقانونه توګه داخلیدل او یا هلته د ویزې له ټاکلې مودې زیات پاتې کیدل د ډیری جنایت کاره او مافیايی ډلو لپاره کومه ستونزمنه خبره نه ده.

ډیری وختونه په دغه هیواد کې رسنۍ په جنايي فعالیتونو کې د بهرنیو وګړو په اړه ریپوټونه ورکوي چې ګواکې دغه کسان له تایلینډ څخه د یو خوندي ځای په توګه ګټه اخلي او دغه هیواد کې دننه او بهر جنایتونه ترسره کوي.

دغه ډول فعالیتونه د تایلینډ په ټولو ولایتونو کې شتون لري خو پلازمینه بنکاک ترټولو زیات له دغو ډولو ستونزو سره مخ ده.