د چاینا ډيلي ورځپاڼې د راپور له مخې د روسيې د علومو د اکاډيمي د فضايي تحقيقاتو موسسې دا عکسونه، چې په ۱۹۸۲ کې د پخواني شوروي اتحاد په دوره کې اخيستل شوي وو، څېړلي دي.

 

په دې عکسونو کې داسي شيان ښکاري لکه ژوي چې وي.

 

د عکسونو روسي څېړونکي په يوه مقاله کې، چې د شمسي منظومې د څېړنو په مجله کې خپره شوې، ليکلي: په عکسونو کې ليدل شوي اجرام ښورېدلي او په خپل لومړني ځای کې نه دي ليدل شوي.

 

دا په داسي حال کې ده چې د زهرې تودوښه د سانتي ګراد ۴۶۴ درجې ده او تردې دمخه هيڅ ساينس پوه په دې سياره کې د ژوند احتمال نه دی تاييد کړی.