استرالیا د خپلو سمندري پولو امنیت د پراخه هوايي څارنو او د دوامداره سمندري ګزمو په ترسره کولو سره لا هم پیاوړی کړی.

دغه حکومت وايي، دا نوې او اضافي وړتیاوې د آسټرالیا سرحدونو ته غځیدلې ټولې سمندري لارې خوندي او تر پوښښ لاندې راولي.

استرالیا په ۲۰۱۳ کال کې د خپلو پولو د امنیت او خوندیتوب په خاطر د سرحدي امنیت ترټولو سختې تګلارې عملي کړې، او له همغه وخت راپدیخوا دغه هیواد د خلکو د قاچاقي هڅو په کشفولو، نیولو او د ناقانونه کډوالو د کښتیو په بیرته ستنولو کې خورا بریالی ثابت شوې.

دغه هیواد له ۲۰۱۳ کال راپدیخوا د کډوالو د قاچاق ۳۳ کښتۍ نیولي، ۸۲۷ ناقانونه کډوال يې بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته ستانه کړي او همدارنګه، په بهرنیو هیوادونو کې د عامه پوهاوي پروژو په مرسته یې بې شمیره نورو خلکو ته ښوونه کړې چې له ناقانونو لارو دغه هیواد ته لاړ نشي.

په عین حال کې د استرالیا حکومت وايي، چې هیواد ته یې په دې وروستیو کې د ویتنامي کډوالو د یوې کښتۍ رارسیدل دوی ته د دې خبرداری ورکړی چې د خلکو د قاچاق دغه دوامداره ننګونه لا ختمه نده او په دې برخه کې لا نورو نړیوالو همکاریو ته اړتیا شته ترڅو یاده ستونزه په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

د یادونې وړ ده چې د ویتنامي کډوالو په دغه پیښه کې ښکیل ټول ۱۷ تنه ناقانونه کډوال د استرالیا د امنیتي ځواکونو لخوا په چټک ډول ونیول شول او بیرته ویتنام ته واستول شول.

خو له دغه پیښې وروسته د استرالیا حکومت د خپلو سمندري پولو څارنه تقویه او همداراز کشفي ګزمې او هوايي څارنې یې هم پیاوړې کړي.

په دې برخه کې د استرالیا له سرحدي ځواک، شاهي بحري قوې او شاهي هوايي قوې اضافي پرسونل هم په کار ګمارل شوې ترڅو د کډوالو د قاچاق په برخه کې د استرالیا له پولو سمه څارنه او ساتنه وکړي.

همداشان د استرالیا دننه په ښارونو او اطرافو کې د ناقانونه بهرنیانو په وړاندې د فیدرالي پولیسو عملیات هم زیات شوي.

د استرالیا حکومت په وینا، دغه اقدامات یې د دې لپاره کړي ترڅو د کډوالو قاچاقبرانو ته په څرګنده وښایه چې هغوی به هیڅکله بریالي نشي، ځکه استرالیا په هیڅ صورت ناقانونه کډوال او په سمندرونو کې د هغوی مرګ ژوبله نه غواړي او له همدې امله د استرالیا د حکومت دغه دريځ به تر پایه همداسې پیاوړی وي.