دوی لوړ ندي - مونږه ټیټ ناست یو!
عبدالله وردک - انګلستان - اکتوبر - ۲۰۱۸
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو لګیا وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د دغه پورتني عنوان : ”دوی لوړ ندي - مونږه ټیټ ناست یو“، جمله یو څه موده وړاندې په کومه لیکنه کې زما تر سترګو شوه، او دغه جمله مې ډېره خوښه شوه. ما د هغه ورور او یا خور نوم، متأسفانه په هغه وخت کې یاداښت نکړ. الله(ج) د هغه ورور، او یا خور ته ډېر اجرونه په دنیا او په آخرت کې ورپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.
غواړم ګرانو لوستونکو ته یادونه وکړم، چې کله یو څوک د بل چا کومه لیکنه، بل ځای ته کاپي کوي، نو حتمي او ضروري، باید د لیکنې د اصلي نفر نوم هم ورسره ولیکي، کنه، دغې ته د لیکنې غلا وایي، او دغه په علمي ډګر کې ډېره ستره غلطي ګڼل کیږي.
د یادولو وړ ده، چې الله(ج) مکړه، زه د هغو وروڼو او خویندو مخنیوی نکوم، چې د نورو خلکو، ډېرې ارزښتناکې او له پنده ډکې لیکنې، یوې صفحې، او بلې صفحې ته کاپي کوي. نه، داسې نده، یوازې دوی باید د هغو د اصلي لیکنې د نفر نوم هم ورسره ولیکي، او بس.
زه هم له ټولو لوستونکو څخه ډېر معذرت غواړم، چې ما هم د دغه پورتنۍ جملې، د اصلي نفر نوم هېر کړیدئ، او بیا به ان شاءالله، داسې نکوم.
اوس راځم اصلې خبرې ته:
په ریښتیا سره، دوی لوړ ندي، او مونږه ډېر ټیټ ناست یو!
راځئ! خپلو کړو او وړو ته ښه په غور سره وګورو، چې ولې مونږه ځینې مسلمانانو، خپل ځانونه دومره ټیټ کړیدي، چې نور خلک له مونږه څخه په ډېرو کارونو کې لوړ معلومیږي، او دوی هر وخت، هر ډول ناوړه ګټې له مونږه او ستاسې څخه پورته کوي. د نړۍ ځینې مسلمانان، او په خاصه توګه، د افغانستان ځینې مسلمانان باید ډېر ژور فکر وکړي، چې ولې، دوی خپل ځانونه دومره ټیټ کړیدي؟. ولې ځینې افغانان، دومره په آسانۍ سره د پردیو پواسطه هر وخت په کرایه نیول کیږي؟ ولې، د اسلام دښمنان، له ځینو مسلمانانو څخه دغه ناوړه ګټې پورته کوي؟. ولې، ځینو افغانانو د خپلو ناحقه شخصي ګټو په خاطر، خپل ځانونه دومره ټیټ او ذلیل کړیدي؟
د اسلام سپېڅلی دین، هر مسلمان ته د علم د زده کړې، سپارښتنه کوي، او مسلمانان، په یوه زمانه کې د علم په ډګر کې په ټوله نړۍ کې مخکښ و. البته، دوی خپل مسىٔولیت، په سمه توګه اداء نکړ، او اوس نور خلک تر دوی نه په عصري علومو کې ډېر لوړ ښکاري، او دا ځکه چې مونږه خپل ځانونه پخپله، پدغه برخه کې ډېر ټیټ کړیدي.
مسلمانان باید په خیریه کارونو کې تر نورو مخکښ وي، او تاسې ښه فکر وکړئ، چې مونږه مسلمانان، په اوسني وخت کې چېرې ناست یو!
مسلمانان باید، په اسلام او وطن ډېر مین وي، او ښه په غور سره تاسې، ارزونه وکړئ، چې ځینې افغانان، څه کوي، او په دغه برخه کې په کوم ځای کې ناست دي!
نن سبا، د مسلمانانو، ځینې ښه کارونه، غیر مسلمانانو ځانونو ته انتخاب کړیدي. یعنې، ځینې کارونه، چې هغه باید مسلمانانو کولی، هغه غیر مسلمانان کوي. د مثال په توګه، د غیر اسلامي ملکونو مسىٔولین، د خپلو ملکونو وګړو ته څومره اهمیت ورکوي! اما، تاسې د اسلامي ملکونو، ځینې مشرانو ته ښه په ځیر سره وګورئ، چې دوی د خپل ملک وګړو ته، په کومه اندازه اهمیت ورکړیدی. ښه وګورئ، چې دوی د خپل ملک په وګړو، څه ظلمونه ندي کړي!
اسلامي ملکونه، باید تر نورو بهترین مشران او حاکمان ولري. اسلامي حاکمان او مشران، باید تر ټولو نه زیات، په اسلامي علم او عمل کې مخکښ وي، اما، ښه په غور سره فکر وکړئ، چې د مونږه مسلمانانو حاکمان او مشران، پدغه برخه کې څومره ټیټ ناست دي!
ځینې افغانان، چې خپلو ځانو ته ښه مسلمان هم وایي، نو هغه بیا ولې، په رشوت او فساد کې تر ټولو لوړ، او په صداقت او امانتکارۍ، کې تر ټولو ټیټ ناست دي!
یو مسلمان، باید په نېکو کارو کي تر نورو لوړ، او په بدو کارو کې، تر نورو ډېر ټیټ ناست وي. دا پدې معنا چې یو مسلمان باید په ښو کارونو کې تر نورو مخکښ وي، او په بدو کارونو کي هغه هېڅ برخه وانخلي. البته، ښه او بد، باید هر وخت د اسلام په تله وتلل شي.
په ډېر خفګان سره، دغه د پورتني عنوان جمله، نن سبا د ځینو مسلمانانو په حصه کې سرچپه تطبیق کیږي، چې دغه ډېر د خفګان وړ دئ.
ډېره بده خو داده، چې کله کله، د اصلاح خبرې له هغه چا څخه اورېدل کیږي، چې هغه سر تر پایه، په فساد ککړ وي، او هغه به خپل ځان باالکل په حق بولي، او الله(ج) به خبر وي، چې هغه به خپلو اورېدونکو ته د څه شي خیال کوي؟!
ځینې افغانانو په ډېر افتخار سره، د خپل ملک په اشغال کې، ډېره فعاله ونډه اخستې ده، او هنوز د اشغال د بقاء دپاره هلې ځلې کوي. نو راځئ، چې ښه فکر وکړو، چې په ریښتیا سره مسلمانان پدغه برخه کې چېرې ناست دي.
د پام وړ ټکي:
راځئ! نور خپل رب ته په ډېر صداقت سره توبه وباسو، او له خپل خالق سره، یو ځل بیا تعهد وکړو، چې په نېکو کارونو کې به خپل ځانونه ډېر لوړ مقام ته رسوو، او له بدو کارونو څخه به ځانونه بالکل پاک‌ ساتو، او راځئ، چې په نېکو کارونو کې تر ټولو مخکښ و، او نور خپلو ځانو ته دوکه ورنکړو.
راځئ، چې کار، د کار اهل ته وسپارو، او د هغه په انتخاب کې د هغه اسلامیت، افغانیت، علمیت، لیاقت، صداقت، امانتداري، او وفاداري، په نظر کې ونیسو.
که چېرې افغانان، خپله امانته رأیه د اسلام او د وطن، د سرلوړۍ دپاره وکاروي، نو هیله شته، چې په افغانستان کې به یو مستقل، په اسلام او وطن مین، پارلمان منځ ته راشي، او کنه، نو بیا د افغانان، له خپلو ځانو ګیله کوي!
په پای کې زه په ډېره عاجزۍ سره د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته د دعا دپاره دواړه لاسونه پورته کوم، چې الله(ج) د په افغانستان کې په اسلام او وطن مین پارلمان منځ ته راوړي، چې تر څو هغه وکولای شي، دغه ټولو بدبختیو ته د الله(ج) په فضل سره د پای ټکی کیږدي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، زه یو ځل بیا د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته د دعا لاسونه پورته کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې قایمه کړي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین. والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com