د پاکستان صدراعظم عمران خان په کراچۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په پاکستان کې افغان او بنگالي مهاجرینو ته به د پاکستان تابعیت ورکړي.

د پاکستان د صدراعظم وینا د پاکستان مختلفو تلویزوني چیلنونو په مستقیمه توگه خپره کړه. عمران خان پدغه وینا کې د کراچۍ د امنیت او پاکوالې لپاره د یو لوی پلان اعلان هم وکړ.

عمران خان پخپلو خبرو کې د نورو ملکونو مثال ورکړ او ویې ویل هغه افغانان او بنگالیان چې ماشومان یې دلته ځیگیدلي او دلته لوی شویدي، هغوي ته به مونږ تابعیت ورکوو.

هغه وویل "د نړۍ په هر هیواد کې دا کار کیږي، په امریکا کې چې یو ماشوم پیدا شي هغه ته پاسپورټ ورکول کیږي، نو مونږ دومره ظلم ولې کوو، دا هم انسانان دي. دوي ولې دومره محرومه ساتل شوې دي."

عمران خان وویل چې په ټولنې کې دوامداره ظلم خپلې بدې پایلې لري، هغه وویل "په کراچۍ کې دوه نیم لکه بنگالیان او (په لکونو) افغانان اوسیږي، هغوي ته پاسپورټونه او تذکرې نه ورکول کیږي. نو ځکه هغوي ته روزگار هم نه ورکول کیږي. که کارونه پیدا کیږي هم نو هغه شاقه کارونه دي چې ډیرې کمې پیسې ورته ورکول کیږي. لدې کبله په کراچۍ کې یوه محرومه طبقه پیدا شویده چې د دغه مجبوریت له وجې هغوی جنایتونه کوي."

ښاغلی خان چې د صدراعظمۍ ترڅنگ د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت مشري هم کوي، وویل چې دا کار به زما لمړیتوب وي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداره وایي چې دا اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا د یوې نیم ملیونو پورې افغانان چې نومونه یې ثبت دي، ژوند کوي، خو د پاکستان چارواکي وایي چې د قانوني او غیر قانوني مهاجرینو شمیر د دریو نه واخله تر څلورو ملیونو پورې دی.

د یاودونې وړ ده چې عمران خان د انتخاباتو د گټلو نه وروسته په خپله لمړنۍ وینا کې ویلي و چې د افغانستان سره ازاد سرحد غواړي ترڅو خلک په ازادانه توگه تگ راتگ وکړي.