‎‎افغانستان یو جګړه ځپلی هېواد دی چې وګړي یې د اقتصاد ودې ، د پروژو تطبیق ته اړتیا لري، وزارتونه هم مکلف دي چې باید هر ولایت ته ځانګړې شوې پروژې په خپل وخت سره تطبیق کړي تر څو د افغانستان خلک له جوړو شویو پروژو ګټه پورته کړي، متاسفانه ولسمشر غني د ملي تدارکاتو په نوم یو نمایشي اداره ایجاد کړې چې هېڅ کومه مثبته ګټه یې خلکو ته نه رسېږي ولسي جرګه ملي بودجه پاس کړي وزارتونه یې لومړی ولایتونو ته په خپل وخت نه رسوي ځکه چې وزیران هم ناغیړي کوي په خپلو کارونو کې ، کله چې کومو ولایتونو ته پروژې ځانګړې شي د ملي تدارکاتو په اداره کې د فساد او د ناغیړیو د وجې پروژې له اوږد مهاله ځن‌‌‌‌‌‌ډ سره مخ کېږي ، ولس سهولتونو ته اړتیا لري که چېرې دولت ولس ته سهولت نه شي رامنځته کولی دولت بیا په څه معنی ؟
‎ولسمشر د ملي تدارکاتو د ادارې جلسي رهبري کوي خو کله یې هم ددې پوښتنه ونه کړه چې ولې ددې ولس حق تر پښو لاندې کېږي ؟
‎دا پروژې خو د ولس دي او د ولس د اړتیا په خاطر باید ژر تر ژره هره پروژه پروسس شي او په خپل وخت ګټې اخیستنې ته وړاندې شي ، خو بد بختانه د ولسمشر غني تر ګیري لاندې په تدارکاتو
‎اداره کې هره ورځ د ولس په ستوني باندې پښې کېښودل کېږي هېڅوک نشته چې پوښتنه یې وکړي.
‎دا هېواد یو داسې ولسمشر ته ضرورت لري چې په ملي کچه د ولس د اړتیاو څخه خبر واوسي د ولس مشکلان درک کړي ، د ولس د حقونو دفاع وشي، د ولس درد دوا شي.
‎دا افغانستان دی دلته یو ملي مشر ته اړتیا ده چې ملي او بین المللي سیاست وکړي.
‎زموږ هېواد د محمد حنیف اتمر صاحب په شان یو ملي او بین المللي رهبر او مشر ته اړتیا لري چې ددې ولس د غوښتنو په اساس کار وکړي ،
‎ولس احساساتي ژمې نه غواړي ولس آرام او د درک څخه ‌‌‌‌‌‌ډک مشر ته ضرورت لري.
‎د محمد حنیف اتمر صاحب په څېر ولسمشر کولی شي د افغانستان په حالاتو کې مثبته اغېزې ولري ولس د دداسې مشر ملاتړ وکړي چې ژوند کې مو مثبت تاثیرات راولي.
‎داسې مشر کولی شي د ولس د اقتصاد د پياوړتیا ، امنیت او ټولو غوښتنو ته په خپل وخت رسېدنه وکړي ځکه چې همدا د ولس غوښتنې او اړتیاوې دي کله چې د ولس غوښتنې او اړتیاوې پوره شي نو هېواد مو د پرمختګ په طرف حرکت کوي.