‎که امنیتي تړون نه وای لاسلیک؟
‎لیکنه :مینه منګل
‎له امریکا سره امینتي تړون د یوه فرد او یوه حزب او یوې شخصې سلیقې غوښتنه نه وه، دا تړون د افغانستان د ټول ملت سره په مشوره او د ‌‌‌‌‌‌ډېرو مهمو اړتیاو پر اساس شوی .
‎د ملي یووالي حکومت په تشکیل سره حالات نازک وو او دا مهمه وه چې باید له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شوی وای په دلایلو یې هم اوس غږېږم چې ولې باید له امریکا سره د همکاریو تړون لاسلیک شوی وای؟
‎راځئ لومړی د پاکستان د مشرانو خبرې به مو په یاد وي چې خپل ولس ته یې څه ویلي وو؟
‎خپل ولس ته یې مبارکي ورکړه چې اې خلکو پوهېږئ موږ تاسو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر لوی خدمت وکړ هغه دا چې د افغانستان ټوله اردو مو ړنګه او له منځه یوړه
‎د افغانستان ټول پوځي تشکیلات پاکستان ته انتقال شول ، څلوېښت کاله په افغانستان کې د جګړې اور بل وو، هر څه مو د لاسه لاړل آیا زموږ د اردو او زموږ پوځ جوړېدو ته اړتیا وه او کنه ؟
‎موږ له پاکستان ، ایران او د سیمې د استخباراتو سره څنګه جګړه کړې وای؟
‎زموږ دښمن زموږ په خاوره کې څنګه ماتې خوړلې وای؟
‎پنځه کاله وړاندې زموږ پوځ یوه الوتکه نه لرله ، سم پوځي تجیزات مو نه لرل ، زموږ امنیتي ځواکونه تش لاس وه، او بهرني پوځيانو هم له افغانستان څخه خپلې ک‌‌‌‌‌‌ډې بار کړې ، پاتې شو زموږ بېچاره ولس ، امنیتي ځواکونه، او ظالم دښمن .
‎دلته اړتیا وه چې زموږ دولت پوځي مرستې او د امنیتي ځواکونو د معاشونو د تر لاسه کولو د پاره یوه مالي سرچینه ولري.
‎هیچا زړه دېته ښه نه کړ چې له امریکا سره د پوځي همکاریو تړون لاسلیک شي.
‎خو دې ‌‌‌‌‌‌ډګر ته یو حقیقي اتل او د افغانې مور اصیل بچی محمد حنیف اتمر را ودانګل او ټولو حالاتو ته په کتو یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ ، چې په دې تړون کې د افغان امنیتي ځواکونو معاشونه ، ددوی روزنه او قوي پوځي تجهیزان شامل وو.
‎تر څو زموږ افغان امنیتي ځواکونه هم د ځان او هم د افغانستان د خلکو ساتنه وکړي.
‎بهرنیو استخباراتو ددې تړون تر لاسلیک وروسته ‌‌‌‌‌‌ډېرې هڅې وکړې تر څو د افغانستان د خلکو په ذهن کې د حکومت د مشرانو په وړاندې بې باوریانې رامنځته کړي.
‎داعش زموږ د امنیتي ځواکونو د وېرې په من‌‌‌‌‌‌ډه دي، زموږ د امنیتي ځواکونو د بمباریو له برکته هره ورځ سلګونه پاکستاني او نور خارجي وسله وال وژل کېږي، موږ باید په دې کار وویاړو .
‎اتمر صیب ددې ملت د دفاع د پاره د قوت د جوړېدو په خاطر دا لوی مسوولیت په غاړه واخیست .
‎له همغې ورځې وروسته اتمر صیب په پاکستان او د سیمې په استخباراتو یې غږ وکړ که تاسو جګړه کوئ نو موږ هم چمتو یو ،ځکه چې اتمر صیب پوهېده چې نوره زموږ افغان امنیتي ځواکونه تش لاس ندي، نور دوی په هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کې کولی شي دښمن ته ماتې ورکړي.
‎ددې تړون څخه وروسته اتمر صیب ‌‌‌‌‌‌ډېرو هېوادونو ته سفرونه وکړل ومو کتل چې ‌‌‌‌‌‌ډېرو هېوادونو څخه موږ الوتکې وپېرلې ، چې عملآ یې اوس له ځانه سره لرو .
‎که اتمر صیب دا قرباني نه وای ورکړی نن ورځ به د افغانستان ټول ښارونه د ترهګرو په پټنځایونو بدل وای.
‎افغانستان د اتمر صیب په شان مشر ته اړتیا لري چې پرېکړې د احساساتو پر ځای د هېواد او د ولس د اړتیاو پر نبسټ کوي.