د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فلیپو ګرانډي د پاکستان او افغانستان پر پوله د افغان کډوالو قانوني لیږدولو په برخه کې د پاکستان له اقداماتو ملاتړ وکړ او ويې ویل چې هیڅوک د کډوالو د غیرقانوني لیږد ملاتړ نه کوي، کوم چې ممکن امنیتي ستونزې رامینځته کړي.

نوموړي د پاکستان څخه مننه وکړه چې د څه کم څلورو لسيزو لپاره د افغان کډوالو کوربتوب په غاړه لري او همدارنکه په ورته وخت کې یې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو د سولې او ثبات او د مناسب چاپیریال په رامنځته کولو سره له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو لپاره لاره هواره کړي.

ګرانډي وویل، « په داسې حال کې چې نړۍ د تړلو پولو په لور روانه ده او شتمن او بډایه هیوادونه د کډوالو قبلولو ته زړه نه ښه کوي، پاکستان یو فوق العاده مثال دی.»

نوموړي وويل چې د افغان کډوالو ستونزه د نړۍ د بې ځايه شوو وګړو يوه لويه برخه وه او له بده مرغه اوس هم ده.

ګرانډي زیاته کړه، نړۍ اوس د بې ځایه شوو وګړو او کډوالو له ترټلو لویې ستونزې سره لاس او ګریوان ده. د نوموړي په وینا شاوخوا ۶۸ میلیونه وګړي اوس مهال په نړۍ کې د بیلابیلو ستونزو له امله بې ځایه شوي دي چې له دغه ډلې لږتږلږه دوه نیم میلیونه یې افغان کډوال دي چې اوس په پاکستان کې میشت دي.

نوموړي همداراز د افغانستان د امنیتي وضعیت او د افغان حکومت د سمو پالیسیو د پلي کولو پر وړتیا اندیښنې هم څرګندې کړې او ویې ویل چې دغه کار په افغانستان کې د دوامداره بې وزلۍ او بیکارۍ اصلي سبب ګرځیدلې.