ددې اصطلاح سره سم چې وایي،د هیڅکله څخه ناوخته هم ښه دی ؛نو ځکه خو سهوې او غلطۍ چې هر وخت په ریښتینې او بشپړه توګه سمې او اصلاح شي،ښه خبره ده اوښېګڼې هم لري،خو که دغه سمونه او اصلاح په تېره بیا دملي ګټوپه برخه کې په نیمګړي ډول د خپلو سیاسي ګټو په خاطر اویا هم دپردیوپه اشاره او اراده سرته ورسېږي، بیا نو دغه ډول سمونې کومه ښه پایله نه شي لرلی اوهغه به یوه معامله وي.
د ګوتو په شمېر څو تنو پرته دولسي جرګې او مشرانو جرګې غړوچې څلور کاله دمخه یې دمعاملې په ترڅ کې د امریکا سره امنیتي تړون تصویب کړ،او همدا رنګه یو شمیر جهادي مشرانو ،روحانینواوسیاستوالو،په تېره بیاښاغلی صبغت اله مجددي یعنې هغه څوک چې څلور کاله پخوا یې ښاغلي حامد کرزي ته ویل،که د امریکا سره امنیتي تړون لاس لیک نه کړې نو((زه هجرت کوم))،او ښاغلی محمد حنیف اتمر چې دښاغلي محمد اشرف غني د واک په لومړۍورځ او لومړي فرمان سره د امنیت شورا سلاکاروټاکل شو،اوپه دوهمه ورځ یې دامریکا سره د غلامۍ تور سند یعنې امنیتي تړون لاسلیک کړ،اوس دوی ددغه امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه کوي.
د دوی دغه ډول وړاندیز یوه نیمګړې غوښتنه ده،ځکه چې دامریکا پوځي شتون ته د پای ټکی نه ږدي؛جګړه پای ته نه رسېږي؛روانه غمیزه لا پراخه،ژوره اويېچلې کېږي؛نیواک به دوام لري ،او افغانستان به د بهرنیو هېوادونو د لاس وهنو او نیابتي جګړو ډګر وي .
زما په اند د امریکا سره د دغه امنیتي تړون چې نه یوازې په یو اړخیزه توګه په کې دامریکا ګټې خوندي شوي،بلکې په هېواد کې دروان کړ کېچ او ناورین اصلي علت هم دی ،دله منځه وړلو پرته ،په هغه د بیا کتنې غوښتنه همغومره اشتبا او غلط ګام دی لکه څومره چې یې لاس لیک کول ؤ، او دغه څه دهغې تېرې معاملې تکرار دی.د بلې خوا ددغه ډول تړونونو لاس لیک کول باید د خپلواک ولس او ملت په ارادې سره د یوې ټول پوښتنې له لارې سرته ورسېږي ،نه دنیواکګرو دلاس پوڅي،بې واکه او پرديپال دولت د مامورینواو مزدورصفته سیاستوالو له خوا .په واقعي معنا څه اوسنی دولت،څه سیاسي ګوندونه او تنظیمونه او څه هم سیاسیون یو هم دافغانستان دخلکو دارادې ممثلین نه دي،بلکې دخلکو دنامه سوداګر دي .
که لاندېني انکارنه منونکي حقیقتونه او عیني واقعیتونه په پام کې ونیسو،او هغه دا چې :
---- ترهګر او ترهګري د لویدیځ او په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتونوزېږنده او دهغوي دګټو دلاسته راوړلو دپاره دجګړو بلولو وسیله ده .د هر ښکیلاکګر په څېر دامریکا اریزه موخه دخپلو ګټو تامینول او لاسته راوړل دي،نه دښکیلاک لاندې هېواد (زمونږ هېواد)ابادول .
---- دامریکا او ناتوپه اولس کلن پوځي شتون کې افغانستان دبهرنیو هېوادونو د نیابتي جګړو ډګر او ځمکنۍ بشپړتیا یې پر له پسې دګواښونو او پښو لاندې ده.ددوی له خواد جینو ساید تر کچې افغان وژنه او جنګي جنایتونو لړۍ روانه ده،او قومي، ژبني،توکمیزو او مذهبي تعصبونواو بې اتفاقیو ته پراخه لمن وهل کېږي.
----- دټولنیز ژوند په ټو لوبرخو کې هر ډول فساد لوړې کچې ته رسېدلی،او افغان ټولنه د اخلاقي او معنوي زوال سره مخ کړی شوېده.
---- دښکیلاکګرو له خوا دهېواد دملي شتمنیو(لیتیم،یورانیم ،ډول ډول قیمتي کاڼي....)لوټنه، اود دوی په مټ په افغان ولس د دموکراسۍ تر نامه لاندې د جنګي جنایتکارانو ،دخلکو او ملي شتمنیولوټونکو، څارګرو او پردي پالو واکمنول .
په دې توګه پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سره ،ملي ارزښتونو،دولس ګټو اوارادې ته درناوي کولو په بنسټ باید او لازمه ده چې د امریکا سره د امنیتي تړون دبیا کتنې په ځای ،ددغه تړون د له منځه وړلواو دامریکا – ناتو پوځونودایستلو دمهال ویش ټاکلو غوښتنه وشي ،تر څو دروانې غمیزې اریز علت له منځه ولاړ شي،او دسولې او ثبات د ټینګېدو لومړني شرایط برابر شي . البته افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو د پوځي ځواکونو د شتون پرته،نور د ټولنیز ژوند په ټولو اړخونو کې د هغوی سره دمساوي حقوقو او متقا بل درناوي په بنسټ د اړیکو لرل او ساتل ګټور او لازم دي .
دخپلواک ، لوي، سوله من او اباد افغانستان په هیله .
په درنښت .۱۳-۰۹-۲۰۱۸