د دغه ریاست په وینا، تر زرو زیات مالیزیايی کار کمارونکي یې هم په دې تور امنیتي او عدلیي ارګانونو ته ورمعرفي کړي چې ناقانونه کډوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.

همداراز دغه ریاست وايی، تیره اوونۍ د آګسټ په ۳۱م تاریخ د غیرقانوني کډوالو د نیولو په موخه په مالیزیا کې یې سرتاسري عملیات هم پیل کړي.

په دغه پراخه عملیاتو کې د مالیزیا د مهاجرت ریاست سره د دغه هیواد ملي پولیس او همداراز نورې امنیتي ادارې هم مرسته لري.

د مهاجرت ریاست د مشر مصطفی علی په وینا، یاد عملیات د بخښنې د ملي پروګرام له پای ته رسیدو وروسته پیل شول.

نوموړی وویل، دغه عملیات په دې موخه په لاره اچول شوي ترڅو مالیزیا د ټولو غیرقانوني کډوالو څخه تصفیه کړل شي.

هغه زیاته کړه، دغه عملیات د یوې یا دوو ورځو لپاره نه دي پیل شوي، بلکې ترهغې به دوام لري ترڅو د مهاجرت ریاست خپلې موخه ته نه وي رسیدلې.

د مالیزیا د بخښنې ملې پروګرام چې د آکسټ په ۳۰م تاریخ پای ته ورسید، په هغې کې ناقانونه بهرنیانو ته دا موقع ورکړل شوې وه چې چارواکو ته ځانونه په خپله تسلیم کړي او له محاکمې او جریمې ځانونه وژغوري او همداراز په خپل لګښت بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.