طنز
محمود نظری

اول لمبر هیواد

د پښتنو ښه پيرزوینه په ښه ښکنځلو ده
د وطندوستو سپیانو پيرزوینه په غپلو ده
موږ په زړه تور په ژبه خواږه لکه کافران یو
چې دبمونو غورځول یې د یموکراسۍ په بدلو ده

***
د ناهلو کارمنوانو د تقرر په اساس شکراول نمبر یو
د قومي تحصباتو په اساس ماشاالله اول نمبر یو
دمجازاتو دنه عملي کولو په اساس مرحبا اول لمبر یو
د ښه بلکل نه مدیریت په اساس الحمد اله اول نمبر یو
د دولت او شورا د ناتواني په اساس زهي سعادت اول نمبر یو
دپاسپورت د بې ارزښتي په اساس شکر دالله اول نمبر یو
د ډیر رشوت اخیستلو په اساس جزا که الله اول نمبر یو
د ښه رنګارنګ فساد په اساس په فضل دالله اول نمبر یو
د مخدره مواد د تولیدپه اساس د خدای په مرسته اول نمبر یو
د ښځو ته د حقوقونه ورکولو په اساس که خدای ږو اول نمبر یو
دخاینانو د لوړ تقرر په اساس سل په سلو کې شکر اول نمیر یو
د وطنفروشي په اساس سل واري شکر او بیا شکر اول نمبر یو
دبې کفایته وزیرانو په اساس په برکت د خدای اول نمبر یو
د قانون اساسی د نقض په اساس دنیکه مرغه اول نمبر یو
یوازې د یو شی په اساس موږ خواران په دنیا کې دویم نمبر یو
د اول متفکر پاچا په ځای سل واری له بده مرغه دویم نمبر یو
***