‎له فساد سره د حکومت رښتینې مبارزه.
‎لیکواله: پښتنه کلیواله
‎فساد یو ناوړه عمل دی چی دیوې ټولنې بدبختي پکې رانخښتې ده.
‎که په لن‌‌‌‌‌‌ډ ‌‌‌‌‌‌ډول ووایو هر هغه عمل چې د قانون خلاف وي فساد دی یعنې فساد جرمی عمل دی چی دی نړۍ په ‌‌‌‌‌‌یو شمېر هیوادونو کې په مختلفو بڼو شتون لري، زموږ په ګران هېواد افغانستان کې فساد په مختلو ‌‌‌‌‌‌ډولونو موجوددی چې له پخوا څخه پاتې وه، خو اوس یې دولت د ختمېدو مبارزه لري.
‎ددې بدنامې پدیدې پر ضد که څه هم ‌‌‌‌‌‌ډېر کار شوی، خو بیا هم هیچاته د منلو وړ ندی .
‎که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني، تل هڅه کړې چې د فساد د له منځه وړلو د پاره ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول ستراتیژۍ جوړې کړې دي، او هم کلکه اراده لري چې فساد په ټولنه کې محو او له منځه یوسي.
‎خو یو شمېر کړۍ چې مفسدې دي، او زموږ ملیومي غیرتي ولس یې بد نام کړی دی ، دومره پرسېدلي دي چې د هغو له منځه وړلو د پاره ، وخت او زمان ته اړتیا ده ، محترم ولسمشر ، تل خپله کلکه اراده د فساد په له منځه وړلو کې یې ثابته کړې.
‎د فاسدو کسانو د نیولو او د قانون منګولو ته سپارل یې لومړۍ بېلګه ده .
‎خو بدبختانه چې یو شمېر خلک د فاسدو تر شاه درېږي او د لاریونونو په بڼه د دیموکراسۍ تر عنوان لاندې ، لارې ، سرکونه، بندرونه، تړي، چې دا عمل د افغانستان مظلوم ولس ته د منلو وړ ندی.
‎لاریونونه کول د هر چا قانوني حق دی ، او د دېموکراسۍ اصل دی ، خو د لارو ، سرکونو، او بندرونو دولتي ادارو بندول، او یا د عامه شتمنۍ له منځه وړل ، یو بغاوت دی او دا عمل جرم دی.
‎او باېد چې د دېموکراسۍ نوم پرې کېنښودل شي.
‎په دې ورستیو کې زموږ قدرمن دیني علما،هم غلي پاتې نه شول، او دا ناوړه عمل یې ونشو زغملی، په سلګونو دیني علماو په کابل کې د ممبر غږ په نوم ددې بد نامې پدیدي پر ضد یې خپل غږونه اوچت کړ ، او ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول پرېکړې یې وکړې، محترم ولسمشر محمد اشرف غني يو ځل بیا د خپلې ارادې، په څرګندولو یې د دیني علماو دغې پرېکړې ته هرکلی وویلو.
‎او د یو ځانګړي فرمان په اساس یې د علماو یوه کمېټه وټاکله چې د فساد سره د مبارزې ، یوه نېکه کړنلاره، پرمخ بوځي.
‎که چېرې دیني علما، مدني ټولنې، قومي مشران، ځوانان، او په ټوله کې ټول افغانان لاس سره یو کړي او د خپل ولسمشر او دولت ملاتړ وکړي نو هرو مرو به افغان ولس ددې ګوتو په شمار مفسدینو له شر څخه خلاص او یوه پرمختللې، او هوسا ټولنه به زموږ په برخه واوسي.

‎او په ټوله نړۍ کې به په سر لوړۍ ژوند کو، او د پوره باور خاورندان به واوسو.