ودان روښان پرتاند ویب سایټ کې یوه مقاله خپره کړې چې پرطالبانو اوله امریکایي ديپلوماتانوسره  د طالبانوپه مستقیمو خبرو او د هغوی د تېرو، اوسنیواوراتلونکوبېواکه پټواوښکاره کړنواوکاذبوخبرواصلي انځوراوهمدا رنګه د ناخبره شنونکواومنتقد ینو بېځایه پوچو ډزوهدف یې خلکو ته په کې ښکاره کړی ، سم او پرځای تحلیل یې کړی اوحقیقت هم همدغه دئ .   

خو زه په لنډو ټکوکې ورباندې لږ نوررڼا اچوم اوهغه داچې : امریکا په افغانستان اوسیمه کې د ( A . B .C. D.) په نومونو سره د امریکې د پخواني ؤلسمشرکلینټن پلانونه له ځان سره لري چې هغه د امریکې د استخباراتو اوپنتاګون له خوا په سیمه کې ګام په ګام پرمخ وړل کېږي . سیاسي واک او ؤلسمشران یې سره بدلېږي را بدلېږي ، خو د یادو کتګوریو په چوکاټ کې یې بهرنۍ سترا تیژي بدلون نه مومي .  

دوی یوځل کله چې روسان له افغانستان څخه وتوته اړاود امریکې د پخواني جمهوررئیس دونالد ریګن په هڅوګورباچوف دېته وهڅول شوچې خپل عسکرله افغانستانه وباسي ، ځکه روسانو خپله په افغانستان کې ماتې خوړلې وه اوځانته یې بیني خمیري جوړوله . که د ریګن تشویق ورسره وای یا نه وای ، دوی له خپل تصمیم اود روسي ملت دکورني فشارله امله له افغانستان څخه وتل . روسان ووتل ، خو د روسانو له وتو سره سم د فرانکلن مؤسسې له خوا یولړمختلفې شک اچوونکې استخباراتي تصویري نقشې چاپ او په پاکستان کې خپرې شوې چې په هغوکې د لوی هندوستان ، لوی افغانستان ، لوی ترکستان ، لوی پاکستان اونورونقشې هم کښل شوې وې .  

وروسته له هغوڅخه د القاعده له پاره تبلیغات پیل شول ، عبدالله عزام د پيښور په آبدره روډ کې له خپل زوی سره یوځای ووژل شواوپرځای یې د امریکایي پو هنتون له اقتصادي څانګې فارغ یوسعودي التبعه امریکایي یمنی سوداګر( اسامه بن لادن ) ته تبلیغ پیل شو .  

په نړیوالوغونډوکې به د افغانانواستازیتوب پاکستان کاوه چې بلاخره افغان حکومت د یوې نامقدسې غیرملي معاملې په ترڅ کې یوازې له شمالي ټلوالې څخه د روسیې ، امریکا ، ایران او پاکستان په ګډ توافق سره په افغانستان کې جوړشو خو ورسره سم خپلمنځي جکړې هم پیل شوې .   

ورپسې طالبان په چراټ اود سیاف په کمپ کې ناڅاپه را پیدا ، په پېښوراوکوټه کې تنظیم اوافغانستان ته له  کاکړکالنۍ څخه د کرنیل امام او نصیرالله بابر ترمشرۍ لاندې د (۵۰۰) طالبانو په شاوخوا کې ولېږل شول . د استاد رباني حکومت د استاد سیاف په ملاتړد ملانقیب آخند ( ملا ګل آخند ) په لاس په مېلیونوافغانۍ طالبانو ته ورولېږلې اود حزب اسلامي پرسرکاتب عطامحمد باندې یې د شا اومخ له خوا برید ونه وکړل . د پاکستان اوطالبانو زورپرسرکاتب باندې نه رسېده ځکه هغه ټول ټانکونه په ځمکه کې ځای پرځای کړي وو ، خوچې پوه شود شا له لوري یې ملانقیب ولي ، نوسرکاتب عطامحمد تصمیم ونیوچې زه له مجاهدینو سره نه جنګېږم اوخپلې وسلې یې د ملا نقیب مجاهدینواوطالب ملائکوته پرېښوولې .  

(رباني + سیاف + د پاکستان مقاماتو) په ګډه د حکمتیارد بې وسلې کولوله پا ره په پټه ائتلاف سره کړی ؤاودې ائتلاف آن ترچهارآسیاب اومیدان ښارپورې دوام وکړ. خوچې کله طالبانو او پاکستان پرمسعود او رباني باندې بریدونه پیل کړل ، بیا دا ائتلاف سره پرې شو . خوپه سرکې یې بولد ک ورباندې ونیو، د تخته پُل لوطیان ورسره یوځای اود کندهارقل اردو یې چورکړه ، ورپسې یې د کابل پرلورقلات ، غزنی اووردک ونیول او وسلې یې چورکړې ، آخوا یې هلمند ، نیمروز، فراه اوهرات ونیول اوله شینډنډ هوایي ډګرڅخه یې (۶۰) عرادي کمپیوټري غولپیکرصفرکیلومترروسي پرمختللي ټانکونه پرکوژک باندې د پاکستان مقاماتو واړول او ((۱۲) پرونده (مېګ ـ ۲۹ ) جنګي الوتکې ازبکستان ته یووړل شوې چې د هغه ځای ټول صاحب منصبان اوخلک پرې شاهدان دي .  

خو کله چې له هرې خوا پرکابل باندې د طالبانو محاصره را تنګه اوحملې ور باندې پیل شوې ، د شمال ټلوالې خپلې کورنۍ دوې میاشتې مخکې تاجکستان اوکولاب ته انتقال کړې ، په تنګي ابریشمین کې مسعود ماتې وخوړله ، کابل طالبانوونیواوپه ډېره چټکۍ سره د طالبانو پیرې د حیرتانو پرپله آخوا ورته ودرېدې ، په شمال کې یې د ایران لسګونه پوځي جاسوسا ن مړه کړل اوالقاعده ډلې په افغانستان کې زور وموند . طالبان واک ته ورسول شول ، لنډه داچې پنځه کاله طالبانو له شریعت څخه شیریخ جوړکړی ؤ . امنیت یې نیولی ؤ ، خوهېواد یې په سیمه او نړۍ کې له بشپړې انزوا سره مخ کړ. طالبان په ټوله نړۍ کې د چا نه خوښېد ل اود سپتمبر(۱۱مه) پېښه اصلاً طالب رژیم ړنګولواود افغانستان اشغال ته هسې په بېلچه کې د مستویوه پلمه وه چې د پاکستان په ملاتړیې  د طالبانوحکومت پرې را وپرځاوه .  

 د بن پروسه په افغانستان کې عملي شوه ، (۱۴) کاله په افغانستان کې په حقیقت کې مافیایي بانډونواوبلک واټړامنیتي کمپنیوحکومت وکړ، بیا یې په افغانستان کې دوه سری حکومت جوړکړچې په دنیا کې یې ساری نه لیدل کېږي چې د ملي خلکو د ملي پروسومتخصصه هڅه یې پرې ترنن پورې ډپ ساتلې اود کورنیواوباندینومزاحمتونوله خوا چیلک وراچول کېږي .  

خو د لته په افغانستان او سیمه کې داسې پروژې روانې دي چې په مستقیم اوغیر مستقیم ډول د هغوی تمویل او ملاتړ روان دئ ، له نن څخه اووه کاله وړاندې د آغاخان چهارم په نامه په لوی بدخشان کې د اسماعیلیه دولت جوړېدو پرپلان خبرې او تبصرې روانې وې ، خو هغه پروژه اوس د پاکستان ، چین ، اوروسیې له خوا له مزاحمت سره ځکه مخ شوې او لومړیتوب یې له لاسه ورکړی چې تاجکستان ، چین اوپاکستان خپلې ځمکې په کې له لاسه ورکوي . داوس له پاره ظاهراً دا پلان تربیا پورې ځنډېدلی پاتې دئ .  

ورپسې یې د آریانا اوخراسان پروژې پیل کړې ، خو چې د افغانانو له کلک غبرګون سره مخ شوې ، هغه هم څنډې ته شوې ، د بلوچستان او ورپسې د پښتونستان مسئلې را منځته شوې ، بلخوا د ډېورنډ پرکرښه او آن د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له خوا د سیمې کټارواوپایولګول اوخند قونه کیندل پیل شول . 

 (۱۷) کاله وړاندې آ خوا د کټارو درولو او دېخوا د پردیو جګړو تود ېد و او د افغانانو د مرګ ژوبلو او انتحاري پروژو بازارتود ؤ . خوناټولاس ترزنې ورته ناسته وه اوده او ویل به یې چې موږ ته د افغانستان له خاورې ورآخاو په پردیو جغرافیو ( پاکستان ) کې د پوځي عملیاتوکولواجازه نه شته اودا خپله د افغانانو او پاکستان کاردی موږ په کې دخیل نه یو .  

بیا یې چې سولې ته لېواله او له جګړې ستړي طالبان په نښه کړل ، هغوی یې ټول پرپاکستان باندې ونیول اوپرې ویې وژل . د ښاغلي کرزي دوره د بهرنیو مرستو اوکورنیو تولیداتو د چور، غلا ، اختلاس ، رشوتونواو د مافیایي بانډونو د ودې  یوه ملي ضد بې پلانه او بې پروګرامه دوره وه چې له افغان شموله سولې او ټیکاو سره جوخت ټول ارزښتونه اونورهرڅه په کې لوټ شول .ځکه په دې دوره کې نه د امریکې ستراتیژي معلومه شوه اونه هم د جګړې تعریف وشو چې زموږ په هېواد کې دا جګړه د څه له پاره روانه او روا بلل شوې ده چې بدنامي اود حکومت اوخلکومالي اوځاني بیه یې افغانستان پرې کوي ، خو په کې لکپتي پردي مېلمانه او ګاونډ یان شول ؟    

تېرکال د افغانستان جمهوررئیس د وږي په (۲۸ مه ) د ملګروملتوسازمان په غونډه کې د ګډون له پاره نیویارک ته تللی ؤ. د ټرمپ سترا تیژي اعلان شوې وه چې افغان ؤلسمشریې استقبال اوملاتړوکړ. خوددې سترا تېژۍ ځينې اړخونه لاهم مبهم دي ، ځکه اوس هم څرګنده نه ده چې په دې سترا تيژۍ کې امریکا افغانستان ته سوله راولي او که د جګړې تودولو د سون توکي برابروي ؟  

که چېرته بهرنیان په افغانستان کې د جګړې ختمولو او د افغان شموله سولې او ټیکاو راوستو نیت لري ، نو بیا ولې د افغان دولت مخالفوطالبانوته د ( یوقدم پېش ـ یوقدم پس ) اشارې کېږي او پرپاکستان باندې ولې نړیوال فشارونه نه زیاتېږي چې د طالبانو له مالي ، نظامي او سیاسي ملاتړڅخه لاس په سرشي ؟   

دادي اوس یې له طالبانوسره د مخامخ خبرو ډنډورې پیل کړې اوخپلو دېپلوماتانو ته یې له طالبانو سره د مخامخ خبروکولودستورورکړی ترڅو په افغانستان او سیمه کې د خلکوغبرګونونه ورباندې تحریک او وآزمویي .ځکه هغه دي ددوحې په هوټلوکې امریکایي دیپلو ماتان له طالبانو سره په تودو خبرولګیادي . 

خوپوښتنه داده چې امریکایان څومره ډادمن دي چې طالبان به د پاکستان له نفوذ څخه د باندې را وباسي؟ خوکه احیا ناً طالبان د امریکې په دستورپاکستان په څنګ کې ورسره ساتلي وي،نوبیاخوامریکه اوپاکستان دواړه په خپلو دغو معاملو کې بریالي دي . ځکه (آسپه یې خپله ، لښته د ځنګله ، نن یې نه وهي نوکله ؟)    

خو ترڅنک یې بیا د روسیې اوچین ترمنځ د ائتلافي ځنځيرقطع کولوله پاره له روسیې سره معامله پیل کړې ، مېرمن پوتین امریکې ته د همدې له پاره ورغوښتل شوېده ترڅو روسي کړي له چین څخه پرې را بېله اوچین یوازې پاتې شي ، ځکه چین په سیمه او نړۍ کې د اقتصادي اوتوسعه وي سوداګرۍ له مخې د نړۍ په کچه د امریکې سیال یادېږي .  

خو بلخوا بیا د هند او پاکستان بوختیاوې هم په افغانستان کې ډېرې په درزکې څارل کېږي چې په دې برخه کې یوازې پرافغان نظام باندې فشارراوړل کېږي او نورد افغانستان د جغرافیې اوځلکو او نظام په کیسه کې هم نه دي ، ځکه څویې څوځلې د شمالي ټلوالې ایتلافونه جوړاوتمویل کړل اوبیایې بېرته سره وشکول .  

د طالبانو ترمنځ یې ایتلافونه جوړاو بېرته سره پرې کړل ، اوس یې دا نخره را مخته کړې . خو اصل قضیه داده چې طالبان په افغانستان اوسیمه کې د ناټود خپل حضورد د وام اوپاتې کېدو یوه ترټولو خبیثه پروژه ده ، ځکه خوافغانان ملي یووالي ته نه سره پرېښودل کېږي او په قوم ، ژبې ، سمت ، مذهب اوګوندونو یې د ژورو خپلمنځي بد یو په بریدونو سره ځکه وېشلي چې ترلسګونواوحتی ترسلګونوکلونو پورې به ناټو په افغانستان اوسیمه کې خپل حضورپه یوه اوبله پلمه ساتي ، خو نظامونه اوډ لې ټپلې به په کې د دوی په خپله خوښه ا د لون بد لون مومي ، افغانستان او افغانان به خپل ملي یووالي اوملي خپلواکه اوخود جوشه حکومت جوړولوته نه پرېښودل کېږي . ترهغوچې ټوله سیمه اوپه سیمه کې د ځمکنیوزېرمو ټوله مافیها یې ایستلي اولوټ کړي نه وي ـ دوی به دلته وي اوپه جغرافیواونظامونوکې به سیاسي ، اوفزیکي بد لونونه راولي چې د یوه حق به بل ته ، اود بل حق به بل ته د زوراوجبرپه داد ګاه ووکې ورهبه کوي اوخپلې ګټې به ورباندې ژوندۍ اوخوندي ساتي . همدې ته وایې د امریکې اونورو زبرځواکونوستراتیژي .  

                                                                                                                ( محمد انور ولید )