څوک چې د ملت حق خوري چې هغه ژیړسترګی غل نه دی نو څه دی
څوک چې دپروړو لاندې اوبه تیروي چې هغه زنګوهلی نل نه دی نو څه دی
څوک چې د دوستم ،څوک چې د عطا ،څوک چې دمحقق سوټی دی
هر یو چې دا بزرګان غواړې دملت د پک سر تنډ کټمل نه دی نو څه دی

یو وخت دامریکا جمهور افغانانو ته د جهاد فتوا ورکول
پاکستان ورته د غلا او د وطن دجیب پریکولو سلا ورکول
له ښومجاهدینو څخه ډارماران او جاسوسان جوړ سول
د مشرانو يې وطن پلورنکي او د خاورې دښمنان جوړ سول
کافرانو هیوادو ورته مرمي ستنګر او رنګارنګ وسلې ورکولې
د جهاد لوی مشرانو ته يي د وژلو اووراني لپاره پیسې ورکولې
دافغانستان يې ټول ویجاړ کړ تر هغه چې غله سوه مشران
ولس یې مهاجر او مړ کړ اوبچان یې ټول پاته سوه یتیمان
هر مجاهد هم تر اوسه دا ګڼي چي دا فغان د وژولوحق لري
د کافر و دوږخ اود مسلمان وجنت ته دا ستولو حق لري
په یو ورور يې په بل تباه کړ چې دده وینه سره د هغه سپینه ده
دفتوا ښوروا چې ملا سي آی اې پخکړې له اوله ډیره مالګینه ده

***

تر اوسه دنیا ته افغان وژ لوبه ډیره اسانه او شرینه ده
ان تلواله لا افغان وژلوبې ته خورا لړمون خوړینه ده
افغان وژنه دنیا کې هیڅ قاتل ته کوم اړخیز زیان نه لري
ترمردارو ژوو ارزانه دنیا ته د افغان پاستوریزه وینه ده
بې پوښتنې وژنه د کاوبايي جانیانوخورا ډیره خوښه ده
ددنیا دجانیانو د ژوندي انسان ښکار سره خورا مینه ده
پردي او خپل اوس افغانان وسا بې ټکټه اوټکسه ښکاروي
د ښکاري يې دڅیري لونګي او پرې چپلکو سره مینه ده