چې نه کار هلته څه کار!
عبدالله وردک - انګلستان - جولای- ۲۰۱۸
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې روغ او جوړ وی.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
دغه خبره چې، ”نه کار هلته څه کار“، ډېره ښه خبره ده، اما، د دغې خبرې عملي کول ډېر ګران کار دی.
له ډیرې مودې راهیسې په ډېرو ځایو کې د افغانانو ترمنځ سیاسي بحثونه جریان لري، چې اکثره وخت کېدای شي په خفګان پای ته ورسېږي. نن سبا د راتلونکو ټاکنو په هکله، په هرځای کې د افغانانو تر منځ سیاسي بحثونه، ډېر ګرم شوي دي. هر هغه څوک چې د افغانانو کومې ناستې ته ځي، نو هغه باید له خپل ځانه سره دغه قبوله کړي، چې ډېر امکان لري، چې له دغه ناستې څخه به خفه راستون شي.
ځینې افغانان په خپلو خبرو کې ډېره بې احتیاطي او بې پروایي کوي، او زیاتره وخت، د خپلو خبرو په هکله، چرت هم نه خرابوي، چې هغه سمې خبرې کوي، او کنه؟. نو دغه خبره باید تاسې ټولو وروڼو او خویندو ته په ښکاره ډول څرګنده وي، چې هرکله یو څوک د افغانانو کومې غونډې او مجلس ته ځي، نو هغه ته پکار ده، چې اول دوه رکعته نفل لمونځ وکړي، او بیا دعا وکړي چې الله(ج) دې هغه په پرده کې بېرته خپل کور ته راولي.
دغه خبره باید ټولو لوستونکو ته د لمر په شان واضح وي، چې ځینې افغانان د اسلام، دیني عالمانو، او د خپلو سیاستوالو په برخه کې ډېرې بې پروا خبرې کوي. د ځینو افغانانو یو مشکل دا هم دی، چې دوی فکري او سیاسي استقرار نلري، او دوی خپل سیاسي نظر ډېر ژر ژر بدلوي. یا په بل عبارت، دوی ډېر ژر په بیړه قضاوت کوي، او ډېر ژر په چا د خپلې خوښې ټاپه لګوي.
هرکله، چې د افغانانو تعداد له ۲ څخه ۳ شو، نو ډېر امکان لري، چې په ډېره وړه او ساده مسىٔله کې هم د دوی تر منځ د نظر اختلاف پیدا شي. ځینې افغانان، خو په خپل نظر دومره کلک ولاړ وي، چي د چا پلار به یې هم قانع نکړي. علت یې دادی، چې هغه قناعت باالکل پېژني نه.
ځینې افغانان په مجلسونو کې داسې خبرې کوي، چې هېڅوک هم هغې ته ځان ټینګولی نشي.
ډېر پخواه یوه لېوني زما په مخ کې یوه سړي ته وویل، چې اې فلانیه! چې ته کله خبرې کوې، په ما ډېر تکلیف تېرېږي. نو په ریښتیا سره، په ځینو مجلسو او غونډو کې، د ځینو خلکو د خبرو له کبله، په سړي باندې ډېر تکلیف تېرېږي.
د آیفون په مرض خو د نړۍ تر ټولو وګړو زیات، افغانان اخته شوي دي. ته به له یوه چا سره خبرې کوې، او هغه به هو هو درته وایي، لېکن، هغه به د خپل فسبوک په کتلو کې غرق وي. فسبوک خو ځینې افغانان، دومره زیات مصروف کړي دي، چې له دوی څخه یې د خپلې کورنۍ مسىٔولیت باالکل هېر کړی دی. دغه شانته افغانان باید فیصله وکړي، چې دوی ښه اولادونه غواړي، او یا د آیفون او فسبوک بې اندازې استعمال غواړي. ځینې خویندې خو خپل اولادونه د آیفون پواسطه کراروي، چې دغه د دوی کار به هېڅکله هم ونه بښل شي.
همدارنګه، ځینو افغانانو ته د قول او وعدې ماتول، د خیرک د ادې په شان هېڅ اهمیت نلري. الله(ج) به خبر وي، چې دغه خیرک به د کوم ځای و، چې هرڅوک‌ د هغه نوم، په هرځای کې یادوي.
ځینو افغانانو ته خو غیبت کول هېڅ ګناه نه ښکاره کېږي، او هغو ته غیبت کول، د خپلو بنډارو د ګوړې حیثیت لري.
د یادولو وړ ده، چې ځینې افغانان، په هر مجلس او هره غونډه کې، د خپل مطلب خبره، د پوښتنې په بڼه، په تکراري توګه وړاندې کوي، او هغه ته به د دغه پوښتنې ځواب، پخواه هم ورکړل شوی وي. لېکن، د هغه مقصد، د ځواب لاسته راوړل نه وي، او هغه غواړي، چې خپل کار، چې د جنجال مابین ته راوړل دي، پدې توګه سر ته ورسوي. نو وروڼه او خویندې، باید دغه ټکي ته په خپلو غونډو او مجلسو کې ډېر متوجه واوسي.
په پای کې، تاسې ټول وروڼه او خویندې، پخپله ښه قضاوت کولای شئ، چې آیا مونږه ټولو، چې څرنګه لازمه وه، هغه شانته، مو له خپل وخت څخه استفاده کړې ده، او کنه؟ آیا هنوز هم غواړو، چې همدغسې د پخواه په شان، خپل ژوند ته ادامه ورکړو!
د پام وړ ټکي:
الله(ج) د وکړي، چې ګران او قدرمن لوستونکي، ما ته په قهر شوي نه وي. هېره د نه وي، چې زه هم د ستاسې په شان یو مسلمان افغان یم، او دغه ټولې خبرې په ما هم مستقیماً تطبیق کېږي، او زه هم خپل ځان په هېڅ شي کې له تاسې څخه لوړ او جدا نه ګڼم. حقیقت ویل ډېر تریخ دي، اما باید وویل شي.
تاسې ټول ښه فکر وکړئ، چې څومره وخت به مو ناحقه ضایع کړي وي. که چېرې مونږه د ورځې یو آیت شریف له معنا سره زده کړای وای، نو اوس به الحمدالله، د الله(ج) د کلام په معنا، او د خپل لمانځه په مزه پوهېدلو.
همدارنګه، که په میاشت کې مو یو حدیث شریف په ښه مکمله توګه زده کړی وای، او هغه مو بیا په خپل ژوند کې عملي کړی وای، نو اوس به الحمدالله، یو شی را څخه جوړ شوی وای.
همدا شانته، که مونږه د ورځې یو لغات په سمه توګه زده کړی وای، نو اوس به چا ددې جرأت نوای کړای، چې مونږه ته بې سواده ووایي.
د یادولو وړ ده، چې بې له شکه، مونږه ټولو ډېرې اشتباه ګانې کړې دي، اما، تېر وخت بیا نه راګرزي. نو راځئ، له خپل پاته شوي عمر څخه د اسلام په رڼا کې سمه ګټه پورته کړو. راځئ، چې خپله ملا د نېکو کارو د کولو دپاره کلکه وتړو، او په الله(ج) د زړه له کومي توکل وکړو، او خپل حالت ته، د الله(ج) په کمک، مثبت تغیر ورکړو.
یوه خبره درته لیکم، چې ما هر وخت له ځانه سره ویلي دي، چې نه کار، هلته څه کار. اما زه اوس الله(ج) ته سترګې نشم نیولای، او په پټو سترګو، هر وخت له الله(ج) نه هیله کوم چې ما پخپل فضل او کرم وبښي، کنه، دغه وعده له ما څخه په وار وار، ماته شوې ده. زه یو ځل بیا آخرینۍ خبره تکراروم، چې د ځینو افغانانو خبرو ته د چا پلار هم ځان نشي ټینګولای!
همدارنګه، وروڼه باید د ”ځینې“ جملې ته خاصه پاملرنه وکړي. یعنې، الحمدالله، ډېر زیات افغانان شته، چې د هغو په اسلامیت، افغانیت، علمیت، صداقت، او مېړانه، هر افغان، د زړه له کومي، الحمدالله افتخار کوي.
په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته دعا کوم، چې الله(ج) دې، د ښو او هوښیارو افغانانو شمېر‌ ډېر کړي. آمین یارب العالمین.
زه د هر وخت په شان، یو ځل بیا، د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج)، دې په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com