شخصي او ملي ګټې!(عبدالله وردک)
انګلستان - جولای - ۲۰۱۸
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، خوښحاله، او په نېکو کارو لګیا وی.
ګرانو او عزتمنو لوستونکو!
ټولې ګټې، که هغه ملي وي، او یا شخصى، هغه باید تر ټولو د مخه، د اسلام په تله، په سمه توګه وتلل شي. ملي او شخصي ګټې، باید په هېڅ صورت کې د اسلام د سپېڅلي دین سره په ټکر کې نه وي. هغه ملي او شخصي ګټې، چې د اسلام د سپېڅلي دین سره په ټکر کې وي، هغو ته ملي او شخصي ګټې نه، بلکې ملي او شخصي زیان ورته ویل کېږي. د یوه مسلمان دپاره، د ژوندانه په ټولو برخو کې یوازینۍ او منلې کرښه، باید د اسلام کرښه وي، او بس.
د پام وړ خبره ده چې د هغه اسلامی ملک وګړي به د ښه عزتمن ژوند‌ څښتن وي، چې د هغه مشران، دیني عالمان، سیاستوال، دولتي کارکونکي، او عادي اوسېدونکي، د اسلام په رڼا کې، ملي ګټو ته تر شخصي ګټو، اولیت او اهمیت ورکړي؛ او که چېرې خدای مکړه، دوی شخصي ګټې تر ملي ګټو، غوره او بهتره وګڼلې، نو د هغه ملک وګړي به بیا هر وخت هرچا ته محتاج، او خاورې په سر وي.
مونږه ټولو افغانانو ته لازمه ده، چې د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې، د ژوندانه په ټولو برخو کې، ملي ګټو ته تر شخصي ګټو اهمیت او اولیت ورکړو.
د یوه اسلامی ملک ملي ګټې، د هغې ملک د بیت المال یوه لویه برخه تشکیلوي، او افغانان چې الحمدالله، خپل ځانونه ښه تکړه مسلمانان بولي، نو دوی باید په هېڅ صورت کې، له بیت المال سره خیانت ونکړي. بیت المال، د یوه ملک په ټولو وګړو پورې تعلق لري، او هر هغه څوک چې له بیت المال سره خیانت کوي، او یاىٔې پخواه کړی وي، نو که هغوی له هر قوم او یا له هر سیاسي ګوند څخه وي، هغوی ملي خاینان دي‌، او هغوی ته باید ټول افغانان د نفرت په سترګه وګوري.
په اسلام او وطن مین افغانان باید د دغو ملي خاینانو په مقابل کې کلک ودرېږي، او په ټول توان سره د دې خاینانو مخه ونیسي. دې خاینو ته نور چانس ورنکړل شي، چې د دغه غیرتي او ځورېدلي ملت په برخلیک نورې لوبې وکړي، او ملي ګټې، تر خپلو شخصي ګټو قربان کړي. دغه ډول خلک، حتمي او ضروري باید د افغانستان په تور لست کې شامل شي، او اجازه ورنکړل شي، چې په راتلونکو انتخاباتو، او دولتي لوړو چوکیو کې، برخه واخلي.
الحمدالله، اوس زیاتره افغانان، او په ځانګړه توګه، ځوان نسل، لږ شانته بېدار شویدی، او دوی ته خپل سیاستوال او مشران، د پخواه پرتله ښه معلوم شویدي. نو که چېرې، افغانان په ریښتیا سره غواړي، چې خپل وطن له دغه ناوړه حالت څخه خلاص کړي، نو دوی باید د الله(ج) په خاطر، ښه پاک، صادق، پوه، او په اسلام او وطن مین کاندیدان، پارلمان او ولایتي شوراګانو ته انتخاب کړي. د وکیلانو په انتخاب کې یوازې او یوازې په ترتیب سره د هغوی اسلامیت، افغانیت، صداقت، او پوهه، په نظر کې ونیول شي.
دغه باید ټولو افغانانو ته معلومه وي، چې هر هغه چا چې د اشغال ملاتړ کړی وي، او د ملک په اشغال کې یې برخه اخستې وي، نو هغوی خو په ښکاره ډول، شخصي ګټې تر ملي ګټو بهتره ګڼلي، او هغوی ته بیا هېڅ نوعه چانس ورنکړل شي، چې د دغه غیرتي ملک په سرنوښت د پخواه په شان لوبې وکړي. دوی خپل امتحان دې ملت ته ورکړی، او که دوی ته بیا زمینه برابره شي، هغه به د پخواه په شان بیا خپل وطن په بل چا، د توتو په بیه خرڅ کړي.
د یادولو وړ ده، چې په اوسني وخت کې د ځینو خلکو له سترګو شرم باالکل ورک شوی دی. نن سبا، ملي خاینان تر ټولو وړاندې د وطن د خدمت سینه ډبوي، او دوی د افغانستان غیرتمنو خلکو ته د خپلو ځانو په شان فکر کوي، او لدې خبر ندي، چې ټولو غیرتمنو افغانانو، دوی ښه پېژندلي، او نور نشي کولای، چي د دغه مظلوم ملت په سرنوښت، پخوانۍ لوبې سرته ورسوي.
هېره د نه وي، چې الحمدالله، ډېر ایمانداره او په اسلام او وطن مین، افغانان شته، چې هغوی ته په هر وخت، هر ځای، او هر حالت کې خپل ایمان او ملي ګټې، تر هر څه پورته دي، او دغه ىٔې، په عمل کې هم پیاده کړې دي.
د مثال په توګه: یو پلار به وي، چې هغه شپه او ورځ زحمت ګاللی وي، او د خپلو بچیانو لپاره یې پاکه او حلاله روزي پیدا کړې وي، او په هغه یې قناعت کړی وي. ددغه پلار اولادونه به د دنیا له ډېرو شیانو څخه محروم پاته شوي وي، یعنې، موټر، کمپیوتر، او آیفون به ونلري. لېکن دغه پلار به حرام پخپل اولاد نوي خوړلي، د چا حق به یې نوي غصب کړی، له چا سره به یې ظلم نوي کړی، د ملت حق به یې نوي خوړلی، خپل وطن به یې د پیسو او قدرت په خاطر نوي خرڅ کړی. نو دغه وطن د دغه پلرونو په شان خلکو ته ضرورت لري، او الحمدالله، د دغه شانته پلرونو شمېر، ډېر زیات دی.
د پام وړ ټکي:
یو څوک چې خپل ځان مسلمان او افغان بولي، هغه باید ټول کارونه د اسلام په رڼا کې سرته ورسوي. هغه به هېڅکله د بل چا حق او عزت تر پښو لاندې نکړي، او هغه به هېڅکله، خپلې ګټې تر ملي ګټو غوره ونه ګڼي.
د یادولو وړ ده، چې د اسلام په رڼا کې، د شخصي ګټو لاسته راوړل کوم بد کار ندی، او د اسلام دین په سمه او حلاله طریقه د شخصي ګټو د لاسته راوړنې، بلنه، خپلو پیروانو ته ورکوي.
په پای کې د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم چې الله(ج) د مونږه ټولو مسلمانانو، او په ځانګړې توګه افغانانو ته اسلامي اخلاق، عقل، ښه قضاوت، او پوهه په نصیب کړي، او الله(ج) د مونږه ته دا توفیق را په برخه کړي، چې د اسلام په رڼا کې، ملي ګټې، تر شخصي ګټو پورته وګڼو.
زه یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ سره خپل دواړه لاسونه، د الله(ج) مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم چی په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته صلح راشي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com