د اندونیزیا د کډوالو قاچاقبرانو له شپږ میاشتې انتظار وروسته یو وارې بیا استرالیا ته په غیرقانوني توګه د کډوالو د قاچاق کولو هڅه ترسره کړې خو هغوی په دغه هڅه کې یو ځل بیا پاتې راغلي.

د استرالیا حکومت په وینا، په دغه قاچاقي هڅه کې چې درې اوونۍ وړاندې ترسره شوې، اندونیزیايي قاچاق کوونکو غوښتل په یوه کښتۍ کې ۷ تنه چینايي وګړي استرالیا ته ورسوي.

د ډېلي ټیلیګراف ورځپاڼې په حواله دا ځل دغه قاچاق کوونکي آن د استرالیا شمالي اوبو ته رسیدلي وو، او لږ وه چې په خپله دغه هڅه کې بریالي شي خو پر وخت د استرالیا د سمندري ځواک لخوا د هغوۍ کښتۍ کشف او ونیول شوه.

دغه ورځپاڼه لیکي، که څه هم د کښټۍ کپتان او د هغه مرسته کوونکي قاچاقبران په تیښته بریالي شوي خو په کښتۍ کې سپاره ۷ تنه چیناني کډوال نیول شوي او د استرالیا حکومت د خوندي سرحدونو پالیسۍ په اساس هغوی بیرته اندونیزیا ته ستانه کړې شوي.

همدراز یادې ورځپاڼې د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن په حواله لیکلي چې تر دې دمخه استخباراتي ادارو استرالیايي حکومت ته خبرداری ورکړې وه چې ګواکې اندونیزیا کې قاچاقبران په دې هڅه کې دي ترڅو د استرالیا په لور د ناقانونه کډوالو قاچاقي تجارت یو ځل بیا پیل کړي.

د پیټر ډوټن په وینا، اندونیزیا کې په زرګونو شمیر خلک دې ته په انتظار دي ترڅو استرالیا ته له هرې ممکنې لارې ځان ورسوي.

نوموړی وايي، «مونږ ته دا خورا اړینه ده چې د ناقانونه کډوالو په وړاندې خپل دریځ او تګلارې همداسې سختې وساتو، ځکه مونږ په هیڅ صورت نه غواړو چې قاچاقبرانو ته د دې موقع ورکړو ترڅو یو ځل بیا استرالیا ته د ناقانونه کډوالو د قاچاق بهیر رامات کړي.»