‎‎ټولو ته څرګنده ده چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان خلک له خپلو حقونو بې برخه پاتې شوي ، د جګړو پر مهال د افغانستان خلک بېچاره شول، ک‌‌‌‌‌‌ډوال شول، شهیدان شول، معلوله شول، کورونه یې د لاسه ورکړل، ځکه د جګړو پر مهال زورواکو هر څه ترې غصب کړل ، ولس کوم زړه سوانده مشر نه لرلو چې د خپلو حقونو غوښتنه ترې وکړي، نړیوالو هم افغانستان ته شا اړولې وه .
‎زورواکو دلته هر هغه څه وکړه چې تصور یې نه شو کولی .
‎قانون نه وه، د قانون پلي کوونکي نه وه ، قانوني نظام نه وه ، یعنی په ټوله کې ولس سخت ناهیلی در په در او خاورې په سر وُ.
‎هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډېریو افغانانو ته دلته د ژوند کولو هیلې نه وې پاتې نو مجبوره شول چې ک‌‌‌‌‌‌ډوال شي نورو هېوادونو ته ، زورواکو یې کورونه ترې ونیول ، هغه وخت چې هر څه کېدل وشول .
‎خو اوس هغه وخت تېر دی ، اوس افغانستان قانوني نظام لري، قوانینو ته ژمن ، او پر ولس زړه سوانده ولسمشر لري،
‎ولسمشر غني ولس سره ژمنه کړې چې راتلونکو نسلونو ته به کار کوي، کار هغه صورت کې کېدلی شي کله چې په هېواد کې قانون پر ټولو یو شان تطبیق شي، د زور واکو له مریو د ولس حقونه راوباسل شي، او حساب او کتاب ورسره وشي.
‎کله چې قوانین یو شان تطبیق کېږي راتلونکو نسلونو ته د کار کولو زمینه لا پياوړې کېږي.
‎تېره ورځ په بروکسل کې ولسمشر غني وویل
‎که څوک مې دوست ګڼي که دښمن خو زه به قانون پلی کومه . ولسمشر غني په ټینګار سره ویلي، په هېواد کې به د قانون د واکمنۍ لپاره د ناقانونه ډلو او زورواکو پر وړاندې جدي وي. غني دا خبره د ناټو غونډې په څنډه کې د افغانستان په شمال کې د ملېشو د یوه قومندان نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په اعتراض کې د مظاهرو په ځواب کې کړې ده. غني وویل، دی راتلونکي نسل ته د کار کولو هوډ لري، فکر کوي هغه افغانان چې له ناعادلانه چلند سره مخامخ شوي، د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې هیڅ وګړی یې له قانون څخه پورته نه وي.
‎افغانان له ولسمشر غني څخه ‌‌‌‌‌‌ډېرې لویې هیلې او غوښتنې لري دا هیلې هغه وخت پوره کېدلی شي کله چې ولس د ولسمشر د هرې پرېکړې ملاتړ وکړي او تر څنګ یې ودرېږي .
‎زموږ د ګران ولسمشر هره پرېکړه قانوني او د ولس د غوښتنو سره برابره ده .